تاند- د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، په یوه اوونۍ کې تر ۳۰ زره زیات افغان کډوال خپل هیواد ته راګرځېدلي دي.

دا وزارت خپل هیواد ته د افغانانو ډله ییز راتګ د خوشحالۍ وړ بولي خو په عین حال کې د پاکستان د حکومت له لوري پر افغانانو فشار د دې سبب بولي چې افغانان مجبوره شي خپل هیواد ته راشي.

د افغانستان حکومت د خپلو راستنېدونکو کډوالو لپاره په کابل، کندهار، هرات او جلال اباد کې کمپونه جوړ کړي دي.

پاکستان په خپله خاوره کې د افغانانو نیونو، ځورونو او کړولو ته وروسته له دې زور ورکړ چې په بلوچستان ایالت کې امریکايي ډرون د طالبانو مشر وویشت او ورپسې په تورخم کې د دروازې د جوړولو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ نښتې وشوې.

ډېر افغانان فکر کوي چې باید نور افغان مهاجر، چې په پاکستان کې د افغانستان پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره ورڅخه ناوړه استفاده کېږي، خپل هیواد ته راشۍ.

د دوی په وینا د پاکستان له لوري د بې وېزې پر سفر دغه هیواد ته پر سفر بندیز به مرسته وکړي چې بېرته راغلي افغانان بیا پاکستان ته لاړ نه شي او خپله انرژي د پاکستان پر ځای په خپل هیواد کې ولګوي.

په افغانستان کې د ملګروملتو له لوري جوړ شوي کمپونه له بېرته راغلیو افغانانو سره مرسته کوي. ملګري ملتونه په ځانګړي ډول د کابل په ختیځ کې د پلچرخي په سیمه کې له پاکستانه له راغلیو کډوالو سره مرسته کوي خو شرط دا دی چې راستون شوي کډوال له پاکستانه د راتګ په مهال یې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي ار لیک له ځان سره راوړی وي.

2 thoughts on “په یوه اوونۍ کې له پاکستانه ۳۰ زره کډوال هیواد ته راغلي دي”
  1. ډیر ښه خبر اوښه زیری دی

    خدای ج دیی وکړی چه ځمونږټول ورونه په خیر اوخوشحالی سره خپل ګران وطن ته راستانه شی

  2. که د افغانستان دولت د « سولی شورا » نیمه بودیجه خپلو مسافرو او بیرته راستانه شویو هیوادوالو ته تخصیص کړی ، مطمین یم چې د دوی ټولې ستونزی به حل شی.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *