تاند- د پاکستان د فشارونو له کبله لږ ترلږه  ۵ زره افغان کډوال په وروستۍ یوه اوونۍ کې خپل هیواد ته راغلي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویندوی اسلام الدین جرات وویل، ځیني بېرته راګرځېدلي مهاجر هغه کسان دي چې په پاکستان کې یې د هستوګنې اسناد نه لرل.

له دغو کډوالو سره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ هم هیڅ راز مرسته نه ده کړې ځکه چې دا کمیشنري یوازې له هغو راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي چې په پاکستان کې د هستونګې قانوني اسناد لري او د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي.

پاکستان له افغان موټرچلوونکو ویزه نه غواړي

د افغانستان او پاکستان د ترانسپورتي وسایلو چلوونکي د دوو هیوادونو له وېزې مستثنا شول.

Torkham, boarderپاکستان وايي، د ترانسپورتي وسایلو (باري لاریو او مسافر وړونکو بسونو) چلوونکي وروسته له دې له وېزې استثنا شول چې د افغان ترانسپورتي وسایلو ۲۵ کسیز پلاوي د پاکستان د سرحدي چارو له مسوولو چارواکو سره وکتل.

سوداګرو او کاروباریانو د دې اقدام هرکلی وکړ.

پاکستاني چارواکو وویل، د ترانسپورت په برخه کې له کارکوونکو پرته به بل هیڅوک له وېزې مستثنا نه شي.

وروسته له دې چې پاکستان په تورخم کې قیودات زیات کړي، افغانستان ته د پاکستان واردات شاوخوا نیمايي ته راکم شوي دي. همداراز پر پاکستاني ډاکترانو د افغان ناروغانو بیروبار لږ شوی دی.

2 thoughts on “په یوه اوونۍ کې ۵ زره افغان کډوال هیواد ته راغلل”
  1. مهاجر د پخیر راشی. نوره د پاکستان له منګلو ځانونه خلاص کړی. الله ج به هر چیری رزق در ورسوي

ځواب ورکول mohammad ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *