تاند- د یوې تازه څېړنې پر اساس، چې د یوه کتاب په بڼه خپره شوې ده، په ۲۰۰۸ میلادي کال په کابل کې د هند پر سفارت برید د پاکستان د آی ایس آی د جګپوړو چارواکو په امر او څارنه شوی و.

د ۲۰۰۸ میلادي کال د جولای په اوومه په کابل کې د هند پر سفارت په برید کې د دوو هندي دیپلوماتانو په ګډون ۵۸ افغانان ووژل شول او ۱۴۰ نور ژوبل شول.

د دې پېښې اکثره قربانیان هغه افغانان ول چې د هند د وېزې لپاره دغه سفارت ته تللي ول.

مشهورې ژورنالیستې او شناندې کارلوتګال په خپل تازه کتاب کې لیکلي:«د هند پر سفارت بمي برید د آی ایس آی د هغو سرغړوونکو عناصرو کار نه و چې په خپل سر اقدام کوي. دا برید په پاکستان کې د آی ایس آی د تر ټولو جګپوړو چارواکو په امر او نظارت ترسره شو.»

دې بریتانوۍ خبریالې په خپل تحقیقي کتاب کې، چې غلط دښمن نومېږي (بشپړ نوم ۱)، لیکي چې د بریتانیا د هماغه وخت چارواکو تر حملې مخکې استخباراتي معلومات په تېره بیا د موبایل ټېلفون د مکالمو د اورېدو له لارې ترلاسه کړي ول خو د دې خونړۍ حملې مخه یې نه شوای نیولی.

کارلو تګال یوازینۍ لوېدیځواله خبریاله ده چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو را په دې خوا په افغانستان کې اوسي او له تېرو ۱۰ کلونو راهیسي د افغانستان او پاکستان چارې له نژدې څاري.

1د دې په کتاب کې د کارپوهانو له قوله ویل شوي:«په کابل کې د هند د سفارت بمي برید د آی ایس آی د وژنو او پېچلیو پلان جوړونو څرګند شواهد رابرسېره کړل. افغان او امریکايي استخباراتو په پاکستان کې د آی ایس آی د چارواکو ټېلفوني خبرې ثبت کړې او تر حملې مخکې یې له خپلو ګومارل شویو کسانو سره د پلان جوړولو په اړه د دوی خبرې واورېدې. هماغه وخت استخباراتي چارواکو، چې د ای ایس ای او حمله کوونکو ترمنځ یې خبرې اورېدې او څارلې، په دې ونه پوهېدل چې د څه شي پلان جوړېږي، خو په تروریستي حملې کې د پاکستان د جګپوړو استخباراتي چارواکو لاس لرل بیخي څرګند و.»

کارلو تګال وايي، د شواهدو او اسنادو له ترلاسه کېدو سره سم د ولسمشر جورج ډبیلو بوش حکومت د سي آی اې مرستیال رييس سټېفن کېپس اسلام اباد ته ولېږه چې پاکستان په دې کار وترټي خو نوموړی لا اسلام اباد ته نه و رسېدلی چې حمله وشوه.

اغلې ګال لیکلي:«تحقیق کوونکو په هغه ویجاړ شوي موټر کې، چې د برید لپاره ترې کار اخیستل شوی و، د ځانمرګي ټېلفون وموند. دوی د همدغه ټېلفون له لارې په کابل کې د برید کوونکي د همکارانو څرک ولګاوه، هغه څوک یې ومونده چې د حملې لوژیستیکي چارې یې برابرې کړې وې. دا کس یو افغان و او د ټېلفون له لارې له آی ایس آی سره په مستقیم ارتباط کې و.»

دا همداراز لیکي: هغه ټېلفون نمبر چې دغه کس ورسره تماس نیوه په پېښور کې د آی ایس آی د لوړې سویې چارواکی و. دغه چارواکی دومره لوړه رتبه لرله چې په مستقیم ډول یې په اسلام اباد کې مرکزي ادارې ته معلومات ورکول. په دې برید کې دا خبره له سره مطرح نه وه چې ګواکي د آی ایس آی په منځ کې یاغي او خپلسرو کسانو دې کړي وي. بیخي ښکاره وه چې د پاکستان د آی ایس آی مشرانو د حملې قومانده ورکوله او هغه یې څارله.

که څه هم پاکستان د هند پر سفارت په حمله کې لاس لرل بیا بیا رد کړي خو د افغانستان حکومت، هند او د نیویارک ټایمز په شمول امریکايي ورځپاڼو هماغه وخت ولیکل چې پاکستان په دې حمله کې لاس لري.

———————————–

1- ‘The Wrong Enemy: America in Afghanistan 2001-2004’

3 thoughts on “په یوه تازه کتاب کې د کابل د ۲۰۰۸ کال په پېښه کې د پاکستان لاس ثابتېږي”
  1. پاکستان ته دا ټولې اسانتیاوې امریکا او برتانیا ورکړي دي. که د کابل د سیرینا هوټل د دوه ورځو مخکې حملې ته وکتل شي، آیا طالب په وزیرستان کې د بوټانو جوړولو داسې فابریکه لري چې په بوټانو کې اوسپنه داسې تېره کړي چې که ماشین په بوټ کې د تمانچې د موندلو له امله چونګاری وکړي او د بوټانو خاوند تلاشي کوونکي ته ووایي چې نه ښاغلیه دا زما په بوټانو کې د لګېدلو اوسپنو چونګاری دی. او که د افغاني میندو اولادونه بېخي هېر کړای شي او یوازې په دې پوښتنه غور وشي چې ولې د امریکا، برتانیا او د نورې غربي نړۍ د میندو اولادونه په داسې ناحقه جګړه کې وژل کیږي دا ځواب باید امریکایي او برتانوي چارواکي پخپله خپلو خلکو ته ورکړي. او که د یوه خوار افغان خبرې ته غوږ ږدي باید د پاکستان په نامه د سرطان دانه د سیمې او نړۍ له بدن څخه د اسامه د وژنې په څېر عملیاتو له لارې بېخي ختمه کړي چې هم مونږ ترې په ارام شو او هم نړیوال کلی.

  2. هههه په دی کی د شک څه خبره ده، دوی لا اوس هم په پاکستان باندی شک کوی،، یاره دشک ځآی په کی نور نشته په دی رزیل قوم کی خو څه ووایو چی ولی دا ټوله نړۍ له دی تورمخو نه ډاریږی کنه قضا ته دی را کش کړی لکه دی سپی چی ولی دا منافقت او خرکوسی نه لاس نه اخلی.

  3. ترټولو د مخه د پاکستان د جاسوسانو فعالیتونه په افغانستان کی باید قدم په قدم تر تعقیب لاندی ونیول شی که داسی ثبوتونه څوک ولری باید نړیوالو ته یی افشا کړی او د هالند دهاګ محکمه کی د جنایتکارانو د محکمی غوښتنه وشی. داسی مسایل باید جدی ونیسو او نور بی تفاوته پاته نشو.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *