تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا په هڅو د یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې تر پنځه سوه زیات افغان او پاکستاني طالبان د افغانستان له محبسونو څخه خوشي شوي دي.

دا کسان، چې د ځانوژونکو حملو په شمول په مختلفو جرمونو بندیان ول، د ولسمشر حامد کرزي په فرمان او د سولې د عالي شورا په غوښتنه خوشي شوي دي.

دا کسان د دې لپاره خوشي کړای شوي چې له طالبانو سره د دولت د سولې له بهیر سره مرسته وشي خو ادعا کېږي چې یو شمېر خوشي شوي کسان بېرته د جګړې میدان ته تللي دي.

د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا له هلوځلو سره سره طالبانو بیا بیا د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په وروستیو کې وویل چې طالبان نه غواړي چې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي.

One thought on “په یوه نیمه میاشت کې تر ۵۰۰ زیات طالبان خوشي شوي”
  1. زما یوه پوښته له افغانانو نه دا چی ایا طالبانو کوم یرغمل خوشی کړی دی افغان پوځ د سر په بدله ونیسی او دوی بیرته خوشی کړی کاشکی دا کار طالبانو هم کولی هر میاشب په لسګونو بی ګناه افغانان د طالبانو له خوا نیول او بدون له محکمی یی وژنی دا دوی ته کوم دین او مذهب جواز وکړی دی

ځواب ورکول Roshan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *