تاند- په تېرو لسو کلونو کې لږترلږه ۱۳ زره ۷۰۰ افغان امنیتي ځواکونه په جګړه کې وژل شوي چې په متوسط ډول هره ورځ څلور تنه وژل شوي دي.

دا شمېره، چې د افغانستان د چارو ادارې خپره کړې، د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو ته د تاوان ورکولو د لیست له مخې څرګنده شوې ده.

د دې لیست له مخې ۱۳ زره ۷۲۹ کورنیو ته، چې عزیزان یې په جګړه کې وژل شوي دي، مالي مرسته ورکړای شوې ده.

د همدې لیست له مخې ۱۶ زره ۵۱۱ تنه افغان امنیتي ځواکونه (پولیس – ملي اردو) په جګړه کې ژوبل شوي دي.

د ملي پولیسو تلفات د ملي اردو د تلفاتو تقریباً دوه برابره دي.

د اټکل له مخې د ۲۰۱۳ میلادي کال د جون تر میاشتې پوري ۳۵۴۶ عسکر او ۶۸۹۰ پولیس وژل شوي دي.

د افغانستان د چارو د ادارې د عامو اړیکو رييس سید جواد جاوید د دوشنبې په ورځ وویل: « هره کورنۍ چې مرسته یې ترلاسه کړې، یو غړی یې شهید شوی دی. ویلی شو چې دا په جګړه کې زموږ د ټولو وژل شویو امنیتي ځواکونو شمېر دی. »

ده همداراز وویل چې له مرستو د ټپي شویو ځواکونو شمېر هم معلومېږي.

په وروستیو کلونو کې د امنیتي مسوولیتونو له ترلاسه کولو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر په چټکه زیات شوی دی خو تر دې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو د دقیق شمېر په اړه څه نه و ویل شوي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ چارواکي وايي چې تېر کال د جګړې په فصل کې هره میاشت تر ۴۰۰ زیات افغان پولیس وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت وايي چې ۱۲ زره ۳۳۶ هغو کورنیو ته یې هم په دې خاطر مرستې ورکړي چې ملکي خپلوان یې د تېرو لسو کلونو په جګړه کې وژل شوي دي. خو ویل کېږي چې د ملکیانو د تلفاتو شمېر کېدای شي تر دې خورا زیات وي.

د ملګروملتو له هغه راپور سره سم، چې تېره میاشت یې خپور کړ، یوازې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۴زره ۶۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه د اکثرو ملکیانو د مرګ ژوبلو مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه اچوي او وايي چې اکثره ملکیان د طالبانو له لوري په سړکونو کې د اېښودل شویو بمونو، ځانمرګو بریدونو او چاودنو له لاسه وژل کېږي.

د دې راپور له خپرېدو سر ه په یووخت په روزګان کې افغان چارواکو وویل چې د سړک د غادې د ماین په چاودنه کې نن /دوشنبه/ پنخه افغان پولیس ووژل شول.

2 thoughts on “په ۱۰ کلونو کې تر ۱۳ نیم زره زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي”
  1. ګرانو وطنوالو که چیری ۱۳۵۰۰ وګړی په یو میدان کی ودروی شاید سترګی مو ځیر ونکړی اوزه فکر کوم چه په همدی اندازه ددولت مخالفیین هم وژل شوی نو که ۱۳۵۰۰ او ۱۳۵۰۰ سره جمع کړو نو ۲۷۰۰۰ افغانان وژل شوی دا هر اففان پلار مور ورونه خویندی لری که دهر افغان فامیل فرض کړه ۴ کسان وی ۱۰۸۰۰۰ کسان بی موره پلاره وروره او خوره شوی دی په داسی حال کی چه داټول مسلمانان دی او دزیژیدو دوه دری ورځی وروسته یی پلار په غوژ کی آزان کړی دی او یو تر بل نه ښه مسلمانان دی تر کومه به مونژه افغانان یوبل وژنو تر کومه به خپلی کورنۍ په غم اود اوښکو په باران کی ډوبوو داسی فکر وکړی که دا ۱۰۸۰۰۰کسان بو او بل ته دخدای (ج) په دربارک ستاسو(چه یوبل وژني) په حق کی ناله او فریاد وکړی فکر نه کوی چه په ۱۰۸۰۰۰ کسانو کی به خدا پاک د لسو کسانو دوغا قبوله کړی ورور دورور سره جنجال لری خو خو که مشکل دخبرو له لاری د ورور سره په خبرو حل شی دا به بهتره وی لدی چه مسلمان وروربل مسمان وروروژنی خو که د خبرو لیاقت نه لری نو د خدای لپاره د ۱۰۸۰۰۰ د ښیرا او بدوعا او فریاد نه وهیریژی او نور جنګ بس کړی . ن

  2. زه د ملكري بورتني تبصره كا ملاء تأييد وم غوارم يؤ خه أظافه كرم. به دقيق توكه د أحصائه له مخي. (١٦٥١١ )) ( نفره نظامي اودخارندوي أفراد او)(١٢٣٣٦( )( نفره ملكي أشخاص جه جمله (٢٨٨٤٧)نفره كيزي همداسي جانب مقابل هم أفغانان دي كه. دهغو تلفات ورسره معادل ونيسي نوشماره ءي (٥٧٦٩٤ )(. نفروته رسيزي دا ولي دا دجا دباره دا دكرزي ، فهيم ،كريم خليلي أوملا عمر او حكمتيار دسر قربانيان دي كه. جيري دوي أرام كشيني أويا ناست وي ولي به مودومره بي سماره. عزيز ان دلاسه وركول
    ددي ويب باني له لاري به تولو افغانانو ورونو ،بلارو،ميندو ،خوياندو،بالخاصه به خوانا نو بي له كومه تبعيضه كه. بشتانه دى كه تاجك، كه ازبك دي كه هزاره كه نورستاني دي كه بشه ءي كه إيماق دي أويا نورملتونه جه دافغانستان طأ بعت ولرئ زغ كوم دخداي روي اوخبله لمنه اجوم جه دعي إحصاءه ته وكوري بخبل منخ كي دوروري أو وحدت لأسونه وركري به يوه ملي تفاهم سره دغي جريا ناتو ته خاتمه ور كزي
    به خورا درنشت سره .ستاسي أفغان ورور حبيب الله جلاللزوي

ځواب ورکول nooryan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *