تاند- د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن /یکشنبه/ بین الافغاني خبرې په داسې حال کې پیلېږي، چې طالبانو او امریکایانو په اووم پړاو خبرو کې په پرمختګ رضایت څرګند کړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون /شنبه/ وویل په څلورو واړو کلیدي مسلو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د خلیلزاد په وینا له طالبانو سره د دوی د شپږو ورځو خبرې تراوسه تر بل هر وخت ډېرې رغنده او له نتیجو ډکې وي.

ده ویلي چې د قطر په اووم پړاو خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د نه کېدو د تضمین، د پوځونو د وتلو، په بین الافغاني خبرو کې د ګډون او دایمي اوربند په برخو کې د موافقې لور ته پرمختګ شوی دی.

خلیلزاد ویلي، تراوسه پورې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د تروریستي ضد حملو د مخنیوي پر ضمانت متمرکزې وې خو اوس د افغانانو ترمنځ پر خبرو او دایمي اوربند هم بحث وشو او پرمختګ پکې راغی.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین هم تایید کړې چې د قطر په اووم پړاو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

شاهین پرون /شنبه/ په یوه ټویټ کې لیکلي چې سبا او بل سبا(یکشنبه او دوشنبه) به د افغانانو ترمنځ د خبرو له کبله د امریکا او طالبانو خبرې نه وي خو د جولای په نهمه به بیرته پیل شي.

پرون /شنبه/ له کابل څخه یو پلاوی، چې سیاستوال، ژورنالیستان او د مدني ټولنې غړي پکې شامل ول، دوحې ته ورسېد.

له کابل څخه قطر ته تللي استازي به نن او سبا د قطر او د جرمني د برګهوف بنسټ په کوربه توب له طالبانو سره خبرې وکړي.

د قطر د بین الافغاني خبرو یوه ګډونوال او په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال الجزیرې تلویزیون ته د نننۍ غونډې په اړه وویل  چې د قطر نننۍ بین الافغاني غونډه د امریکا او طالبانو د روانو خبرواترو بشپړوونکې ده.

د کابل دا پلاوی له پخوانیو پلاوو سره، چې په مسکو کې یې له طالبانو سره خبرې وکړې، توپیر لري. په دې پلاوي کې د حکومت مهم چارواکي لکه د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي ګډون لري.

طالبانو بیا ویلي چې دوی د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د حکومت د استازو په توګه خبرژ نه کوي.

One thought on “په ۴ مسلو کې له پرمختګ وروسته قطر د بین الافغاني خبرو کوربه دی”
  1. خبري خو ښه دي، خو زه داپوښتنه کوم چه سوله (صلحه) به بیا هغه ګلالي ماشومان چه دکابل او غزني په انفجارونو کي ټوټه ټوټه سول د خپل مور او
    پلار غیږي ته به يي راولي خیر دا افغان ماشومان هم د الله جلجلاله مخلوق دي او شاید خوا یه په بده سي کیدایسي تنها امریکایان د هرڅه واکمن نه وي یو بل قوي قدرت هم سته تاسو خپلی توري او شني سره کوي او دافغان معصومو بچیانو په وینه خپل چني سره وهي د حساب او کتاب ځاي سته بیابه سره ګورو

ځواب ورکول محمد حسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *