تاند- د هند د بالیوود مشهورې فلمي ستورې پرینکا چوپړا ته وړاندیز شوی چې د نوي میلادي کال په مناسبت د نڅا په یوه دستوره کې ګډون وکړي او په ملیونونو هندي روپۍ ترلاسه کړي.
اغلې جوپړا ته وړاندیز شوی چې یوازې ۷ دقیقې نڅا وکړي او په مقابل کې یې شپېته ملیون هندي روپۍ واخلي.
پرینکا دا وړاندیز په مشروط ډول منلی او ویلي یې دي چې یوازې به نڅېږي مګر سندرې به نه وايي.
پرینکا جوپړا سږ کال په (زنځیر) فلم کې بریالۍ نه وه خو په وروستي فلم کې، چې تېره میاشت راووت، کامیابه وه.
په تېرو کلونو کې د نوي کال دې مراسمو ته فلمي ستورې (بپاشا باسو) او (قطرینه کیف) وربلل شوي او پنځه ویشت ملیون روپۍ ورکړای شوي وې.
یادونه
(کترینا کیف)