تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین نن /پنجشنبه/ وویل، د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې باید طالبان په پام کې ونیول شي ځکه چې د افغانستان د خاورې یوه برخه د هغوی په کنټرول کې ده.
پوتین په خپل کالني خبري کنفرانس کې همداراز وویل، روسیه باید د افغانستان د حالاتو له کبله د دغه هیواد په ګاونډي تاجکستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.
روسیه، چې په وروستیو دوو کلونو کې یې له طالبانو سره اړیکې نژدې شوي او د دې ډلې ملاتړ یې زیات کړی، په ابوظبي کې د امریکا، طالبانو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له لوري د افغانستان د سولې پر پیل شوې پروسې خوشاله نه ده.
مسکو په وروستیو کې هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې پروسه په خپل کنټرول کې واخلي خو د مسکو غونډې ته د افغانستان حکومت اهمیت ورنه کړ.
ایران هم د روسیې په شان د ابوظبي پر خبرو سخت اندېښمن دی.
کم عقله دا خبری د طالبانو سره روانی دی