تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د پخواني شوروي اتحاد د اکثرو نورو ولسمشرانو په شان یوازې ولسمشر نه دی بلکې ډېر نور کمالونه هم لري.

پوتین د کاراتې او جودو تکړه لوبغاړی دی، ښه لامبوزن هم دی، په اس سپرلۍ کې هم نوم لري، په فوټبال کې هم مهارت لري او د یخي هاکي هم کولی شي.

په وروستیو ورځو کې پوتین د یخي هاکي په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او ۸ ګولونه یې ووهل خو د لوبې له پای ته رسېدو وروسته په داسې حال کې چې د نندارچیانو له مخې تېرېدو او هغوی ته یې لاس خوځاوه، ولوېد.

پوتین د لوېدو له کبله ژوبل نه شو او سمدستي پورته شو او پر یخي یې حرکت ته دوام ورکړ.

په ویدیو کې د پوتین د لوېدو صحنه وینئ.

One thought on “پوتین د یخي هاکي په میدان کې لوېږي/ ویدیو”

ځواب ورکول bahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *