تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /جمعه/ له افغانستانه د شوروي پوځ د وتلو د دېرشمې کالیزې په مناسبت په افغانستان کې یوه جنګېدلي روسي پوځي ته د جرات په خاطر د اتلولۍ لقب ورکړ.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین په افغانستان کې د شوروي اتحاد په پوځ کې جنګېدلی ولادیمیر کوفتون ته د جرات له کبله د اتل لقب په یوه فرمان کې ورکړ.
له کریملین څخه د ولسمشر پوتین په صادر کړي فرمان کې راغلي:
«دا لقب ولادیمیر کوفتون ته د ده د هغې اتلولۍ په خاطر ورکول کېږي چې په خورا خطرناکو شرایطو کې، چې سر ته یې و، د خپلې دندې په ترسره کولو کې مېړانه او زړورتیا وښوده.»
ولادیمیر کوفتون په ۱۹۶۰ م کال زېږېدلی او د جبري عسکرۍ د دورې له تېرولو وروسته په حربي ښوونځي کې داخل او په ۱۹۸۰ م کال فارغ شو.
له زده کړو وروسته په کریمیا کې په ۱۰ خاصه قول اردو کې د درستیزوالۍ د استخباراتو رييس وټاکل شو.
دی له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۸۷ پورې په بګرام کې له ځانګړو ځواکونو سره و. د ۱۹۸۷ د جنورۍ په ۵ مه د یوې لویې جګړې لپاره له نورو ځواکونو سره کندهار ته واستول شو. ده په کندهار کې مجاهدینو ته د امریکا له لوري د ورکړل شویو سټینګر توغندو نمونه ومونده.
دی په جګړه کې ۷ ځلې ټپي شو او درې ځلې بې سده شو او د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له کبله په داسې حال کې له پوځه رخصت کړل شو چې د ډګروالۍ رتبه یې لرله.
وای واده چه تیر شو نو نکریزی په دیوال وتپه
دیرش کاله وروسته مډال ماته بی معنی، بی ګټی او بی مظمونه ښکاری