تاند- هر ښه شی بد کېدای هم شي. تقریباً له هر ښه شي بده استفاده کېدای شي، همداراز هر ګټور خوراک او څښاک که په افراطي ډول وکارول شي، منفي پایلې لرلی شي.

انترنیټ له ټولو ښېګڼو سره سره منفي پایلې لري. د انترنیټ په منفي پایلو کې یو هم له دې لارې د سپکو یا پورن فلمونو په اسانه ترلاسه کېدل دي.

د بریتانیا انډیپینډنټ ورځپاڼې د سپکو فلمونو په تړاو د روغتیايي متخصصانو اندېښنه خپره کړې او ویلي یې دي چې د انترنیټ له لارې د پورن یا سیکسي فلمونو زیات لیدل ممکن په هرو ۱۰ ځوانانو کې یو تن له جنسي ناروغۍ سره مخامخ کړي.

ډاکتر اندریو سمیلر وايي، په انترنیټ کې بې پایه یا بې اندازې پورن فلمونه ځوانان له شرموونکو جنسي پرابلمونو سره، چې قاعدتاً یې باید یوازې عمرخوړلي ولري، مخامخوي.

ده انډیپینډنټ ورځپاڼې ته وویل«اکثره کسان چې ما لیدلي او څېړنه مې پرې کړې، د ۱۳ او ۲۵ کلونو ترمنځ ځوانان یا زلمکیان دي. دوی د دغو فلمونو د کتلو له کبله له اوسه جنسي ضعف لري.»

دی وايي، د دې لپاره چې د دې ډول فلمونو کتونکي اکثره زلمکیان او ځوانان دي، لا د اندېښنې وړ ده.

په ۲۰۱۴ م کال یوې څېړنې وښودله چې په هرو ۳ نارینه وو کې یو هره ورځ پورن ګوري او له تېرو ۵ کلونو راهیسي د پورن فلمونو د کتونکو شمېر د انترنیټ د پیاوړتیا او د ځیرک ملفونونو د ډېرېدا له کبله کال په کال زیاتېږي

متخصصان وايي، هغوی چې زیات پورن فلمونه ګوري جنسي کمزورتیا او د جنسي الې له ضعف سره مخامخېږي.

One thought on “پورن فلمونه د نارینه وو جنسي قوت له منځه وړي”

ځواب ورکول mohabat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *