خبرپاڼه

نيټه١٣٩٢،٨،٢٦

کندهار افغانستان – ملي پوليسو د تېري پنجشنبې په ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کي يو تن سپين ږيری او ورسره يو ۱۲ کلن ځانمرګی نيولي دي.

پوليسو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ياد ۱۲ کلن ځانمرګی او سپين ږيری چي غوښتل يې د دغه ولسوالۍ د تولکان سيمي ته د ځانمرګي بريد د چمتوالي په موخه ولاړ سي نيولي دي.

نيول سوی ماشوم چي نوم يې عطا الله د نظر ګل زوی دی د لومړنيو معلوماتو په توګه ويلي چي د چمن اوسېدونکی دی، په پاکستان هيواد کي يې په يوه مدرسه کي ديني زده کړي کولې او تر څنګ يې د ځانمرګي بريد په اړه زده هم ورکول کېده.

ياد ځانمرګي ماشوم زياته کړې ده، له ده سره نيول سوی سپين ږيری حاجي عبيدالله نومېږي او غوښتل يې د پيسو په بدل کي د وسلوالو طالبانو يو تروريستي ګروپ ته دی معرفي او وسپاري.

وسلوال طالبان ډېری مهال کم عمره ماشومان د ځانمرګو بريدونو په توګه کاروي او د بې ګناه افغانانو ويني تويوي

3 thoughts on “پوليسو يو ۱۲ کلن ځانمرګی نيولی دی”

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *