تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې پلویانو په لږ شمېر خو د ښار له ګڼو سیمو څخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلیو له تورونو سره اعتراضات پیل کړي دي، خو امنیتي مسوولانو ګواښ کړی که دا معترضان له قانوني چوکاټه ووتل پر ضد به یې اقدامات وکړي.

 معترضان وايي، په ټاکنو کې درغلي شوې ده او دوی نه پرېږدي چې په وینا یې د درغلۍ له لارې پرې څوک حکومت وکړي.

 د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي، که کمېسیون ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان نه کړي دوی به خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکړي.

 خو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بیا تاند ته د دغو لاریونونو په اړه وویل، د معترضانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات کړي دی خو که دوی له قانون څخه سرغړونه وکړه، امنیتي ځواکونه مکلف دي چې مخه یې ونیسي.

نوموړی وايي، په کابل کې ځینې لارې لاریونوالو نه دي تړلي بلکې پولیسو تړلي دي تر څو د ممکنه ګډوډۍ مخه ونیول شي.

  دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کابل ګارنیزیون هم د عبدالله عبدالله پلویانو ته خبرداری ورکړی چې د پښتونستان څلورلارې پر ځای دې په حضوري چمن کې راټول شي.

2 thoughts on “پولیس: که د ثبات او همپالنې پلوي معترضان له قانون سرغړونه وکړي، مخه یې نیسو”
  1. هیڅ ټیم ، کاندید او ډله ټپله دا حق نلری چه عامه خلک د لاریون په عنوان تحریک او د خپل روزګار او مزدوری نه راوګرزوی او مالی او جانی ضرر چا ته واړوی او یا د مملکت و اقتصاد ته ضرر ورسوی مثلآ بازار او مارکټونه ، سړکونه او ترانسپورت او بالآخره د خلکو عادی ژوند مختل کړی هغه هم دخپلی چوکی په خاطر، البته دا جرم دی او د عامه نظم او امنیت د تخریبولو په معنی دی . که چیری څوک غواړی چه څه ووایی او غونډه ولری نو په چمن حضوری کښی دی را غونډ شی او جلسه دی وکړی ځکه د بیان آزادی د خلکو حق دی ، خو داسی بیان نه چه ملی ګټی ، ملی امنیت ، اقتصاد ، او د خلکو ملی وحدت ته صدمه ورسوی یا د ملت او ښاریانو د تفرقی سبب شی ، دا نو د بیان آزادی نه ده بلکه یوبربنډ او جبران ناپذیره جرم دی ! د بین آزادی هم سری کرښی او خپله طریقه لری چه د افغانستان آساسی قانون واضحه کړی ، تفرقه اچول ، ملی ګټي تر پښو لاندی کول ، ملت او افرادوته مالی زیان اړول ، غریب خلک د کار او مزدوری نه ایستل ، د ښار بازار او ترانسپورت ، شفاخانی ، او مکتبونه فلج کول په هیڅ صورت د بیان آزادی نشی کیدلای ، دا نه بښونکی جرم دی ولو که د یوه کاندید او یا یوه ټیم په تحریک سره منځ ته راځی نو ځکه امنیتی اورګانونه او پولیس دا حق لری چه د خپلی رهبری د لارښونی مطابق داسی کسان که هرڅوک وی د قانون منګلو ته وسپاری په خاصه توګه ددی ملی جرم محرکین او لیډران .

  2. هیڅ ټیم ، کاندید او ډله ټپله دا حق نلری چه عامه خلک د لاریون په عنوان تحریک او د خپل روزګار او مزدوری نه راوګرزوی او مالی او جانی ضرر چا ته واړوی او یا د مملکت و اقتصاد ته ضرر ورسوی مثلآ بازار او مارکټونه ، سړکونه او ترانسپورت او بالآخره د خلکو عادی ژوند مختل کړی هغه هم دخپلی چوکی په خاطر، البته دا جرم دی او د عامه نظم او امنیت د تخریبولو په معنی دی . که چیری څوک غواړی چه څه ووایی او غونډه ولری نو په چمن حضوری کښی دی را غونډ شی او جلسه دی وکړی ځکه د بیان آزادی د خلکو حق دی ، خو داسی بیان نه چه ملی ګټی ، ملی امنیت ، اقتصاد ، او د خلکو ملی وحدت ته صدمه ورسوی یا د ملت او ښاریانو د تفرقی سبب شی ، دا نو د بیان آزادی نه ده بلکه یوبربنډ او جبران ناپذیره جرم دی ! د بین آزادی هم سری کرښی او خپله طریقه لری چه د افغانستان آساسی قانون واضحه کړی ، تفرقه اچول ، ملی ګټي تر پښو لاندی کول ، ملت او افرادوته مالی زیان اړول ، غریب خلک د کار او مزدوری نه ایستل ، د ښار بازار او ترانسپورت ، شفاخانی ، او مکتبونه فلج کول په هیڅ صورت د بیان آزادی نشی کیدلای ، دا نه بښونکی جرم دی ولو که د یوه کاندید او یا یوه ټیم په تحریک سره منځ ته راځی نو ځکه امنیتی اورګانونه او پولیس دا حق لری چه د خپلی رهبری د لارښونی مطابق داسی کسان که هرڅوک وی د قانون منګلو ته وسپاری په خاصه توګه ددی ملی جرم محرکین او لیډران چه دا ملی جرم د خپل شخصی منافعو په خاطر کوی .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *