تاند: پوهنې وزارت د ټولو ښوونځیو امرینو او مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته ښوونځي کې پر ماشومانو سر ونه خريي او نه یې هم د سر ویښتان قیچي کړي.
پوهنې وزارت یوه اعلامیه کې د وزیر میرویس بلخي له قوله ویلي، دا کار ماشومانو ته روحي او رواني صدمه رسوي او د مخنیوي لپاره یې وزارت په جدي ډول خپل امر پلی کوي.
وزارت ویلي، ښوونکي او د ښوونځیو مسوولین دې د ماشومانو ته د کمو ویښتانو ساتلو په اړه پوهاوی ورکړي یا دې یې پلرونو سره په دې تړاو خبرې وکړي، خو په قیچي دې هیڅکله د ماشومانو سر نه خریيي.
وزارت ښوونکو ته ګواښ کړی که هر څوک په دې کار کې مجرم وموندل شو او اسناد پرې برابر شول سخت قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ښوونځیو کې د زده کوونکو شکنجه، د هغوی د ویښتانو خریل یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.

که د چاقوانو ، برچو او تماچو اجازه وشی هم ښه به وی ،ځکه دا هم په بعضو شاګردانو روحی فشار راوړی، خصوصا کوم جه غواړی به اینده کی د ولسی جرګی وکیلان شی