ډاکتر ځلاند/

هیوادونه د ځانګړو اړتیاو له مخې رامنځته شوي دي. په نړۍ کې ډير هیوادونه د نژاد، ژبي، کلتور، مذهب او په دا وروستیو کې د اقتصادي موخو پر بنسټ رامنځته شوي دي. د سنګاپور هیواد د غربي نړۍ د اقتصادي تشبثاتو په ترڅ کې رامنځته شو، خو چین د خپل لرغوني کلتور او تاریخ په بنسټ خپل جوړښت ټینګ کړي، پاکستان د اسلام د مذهب په بنسټ له هندوستان څخه جلا والی تر لاسه کړ، خو بنګله دیش بیا د بنګالي نژاد پر اساس له پاکستانه بیل شو. د المان هتلر اریایې نژاد د برلاسۍ په موخه غوښتل ټوله نړۍ تسخیر کړي او د خپل نژاد لوړوالي په نورو هیوادونو یا ملتونو ومني.

د هیوادونو د وجودي فلسفي راز د همدې توکو په لرلو او نه لرلو یا پاللو او نه پاللو پوري تړلی دی. په یویشتمه پیړۍ کې ډیری هیوادونه کوښښ کوي د خپلې وجودي فلسفې د بیا تعریف دپاره نوي توکې رامنځته کړي، تر څو د تاریخ له تکرار څخه ځانونه وژغوري. د شرقي اروپا هیوادونه چې یو وخت یې وجود د پخوانۍ شوروي تر یرغل لاندې خپل شتون له لاسه ورکړ، په دې وروستیو کې د نویو اقتصادي تګلارو په خپلولو غواړي ځانونه د نړیوالتوب تر سیوری لاندې د اروپا په اتحادیه کې د بیا ځلي د پاره تعریف کړي، دوی کور دننه د اقتصادي تګلارو له لارې غواړي خپل اقتصادي بنسټونه داسې ورغوي چې ددوی دوجود فلسفه د اوږد مهال دپاره تضمین کړي، پخواني چکسلواکیا چې اوس په چک او سلواک دوه بیلا بیلو هیوادونو ویشل شوي، په حقیقت کې دا دواړه هیوادونه په اروپایې اتحادیه کې د نوي وجودي تعریف پخپلولو غواړي خپل وجود په نړۍ کې تضمین کړي.

په نړۍ کې د نوي  استعمار په ځانګړي توګه د امریکا او اروپا د یرغلونو په پایله کې د هیوادونو وجودي فلسفي تر برید لاندې نیول شوي او بیا د نوموړیو هیوادونو د شتمنیو د چور او تالان او یا هم د ستراتیژیک ارزښت څخه یې همدې ښکیلاګرو او نیواګرو هیوادونو د ځان په ګټه استفاده کړي ده. په دې وروستیو کې د سوډان د هیواد ویش د مذهب په اساس د همدې لړۍ یوه ښه بیلګه ده. سویلي سوډان د عیسویانو د اکثریت په بهانه رامنځته شو چې د نفتو سترې زیرمې لري، د کوریا ویش په شمالي او سویلي کوریا د خپل ستراتیژیک ارزښت ښکار ګڼلی شو. د هر شي یا موجود ویش د هغه د اجزاو په ویشلو تر لاسه کیدای شي، د همدې فلسفي په خپلولو نړۍ دا دی د افغانستان د ویش او ماتولو کوښښ ته ملا تړلي ده. د افغانستان وجودي فلسفه نه په مذهب ولاړه ده ) ځکه موږ افغاني هندوان، سیکهان لرو او یو وخت مو یهود هم لرل) او نه هم اقتصاد افغانان یو له بله سره نښلوي، افغانستان چې د کوشانیانو ، ساسانیانو، غزنویانو  کوم پړاونه تر شا پریښي د همدې د پاره تر څو د خپلې طبعیې جغرافیې په خپلولو وکولای شي خپله وجودې فلسفه تکمیله کړي. لوی احمدشاه بابا د همدې حکمت په خپلولو کوښښ وکړ چې د دهلي تخت ته شا کړي او دپښتونخواه غرونه او رغونه د افغانستان په جغرافیه کې را ونغاړي، دا ځکه چې د افغانستان شتون یواځې د افغانانو په شتون پورې تړلی دی.

د افغانستان د وجود فلسفه په افغاني هویت پورې تړلي ولاړه ده، که د افغانستان میشتو قومونو، پرګنو او ملیتونو څخه د افغان هویت اخیستل کیږي، دا په لوی لاس په سیمه کې د پښتونیستان، ازبکیستان، تا جکیستان، ترکمنیستان رامنځته کیدو ته لاره هوارول دی، چې په دې توګه په اسانه او کم نرخ د افغانستان دښمنان کولای شي د افغانستان تجزیې ته لاره هواره کړي.

د افغانستان په پیژند پاڼو کې د افغان کلمه نه ذکر کول، همدې بحث او سوچ ته لاره هوارول دي، چې کولای شي په نژدې راتلونکې کې د افغانستان د وجودي فلسفي د رامنځته کیدا تر ټولو ستر توکی له افغانانو وتروړي.

ځینې افغانان دا استدلال کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ذکر د پیژندپاڼې په مخ په دې دلالت کوي چې د پیژندپاڼې لرونکی افغان دی. ددوی په ځواب کې دوه دلایل غواړم وړاندې کړم: یو دا چې دا په دې هم توجیه کیدای شي چې د افغانستان اوسیدونکی دې افغانستانی وي او بل دا چې که په ریښتیا هم تاسو سره د افغان هویت د ذکر غم وي، او د ذکر په فلسفه یې پوهیږي نو بیا یې د ذکر کولو تاوان په څه کې دی؟

د نړۍ هیڅ داسې تذکره نشته چې په هغه کې دې د هغه ملت د هویت ذکر نه وي، په دې وروستیو کې چې ځینو هیوادونو داسې تذکرې را وباسلي چې په هغه کې د ملت ذکر نشته ، هغوی دملتوالي یا د ملي یووالي هغه کړکیچنې او لانجمنې مرحلې تیرې کړي دي، په کوم برید چې مونږ وس ولاړ یو، هغوی لا پخوا له دې بریدونو بریالي تیر شوي دي. دویم دا چې اکثره داسې هیوادونه بیا په پاسپورت کې د ملت ذکر لري تر څو وکولای شي د خپل هویت د پیژندګلو دپاره له هیواده بهر د اظهار او ویاړ د ښکاره کولو رسمي سند په لاس ولري.

له افغان ولسمشر کرزي څخه هیله کوو چې د مشرانو او ولسي جرګې د ګډ کمیسون وروستې پریکړه توشیح نه کړي او په دې اړه یو ځل بیا له سره غور وکړي، ستره محکمه او دارنګه افغان حقوق پوهان او ټولنپوهان باید په دې اړه د عامه پوهاوي دپاره کار وکړي او هغه وګړې چې د پردیو په لمسون او اشاره د افغانستان د ویش او کمزوري کیدا دپاره کار کوي باید تر عدلیه او امنیتې څار لاندې ونیول شي، ترڅو دداسې یو ستر ملي خیانت مخه ونیولی شي.

یا ربه توفیق

10 thoughts on “پيژندپاڼه او د افغانستان وجودي فلسفه”
  1. د هیواد ټول سیاسی مشران ، د احزابو او ټولنو غړی ، والیان ، ولسوالان، د ولایتی شورا مشران او غړی ، د وزیرانو شورا ، د ولسی جرګی او مشرانو جرګی غړی او ټول وطن دوسته افغانان که په داخل اویا له هیواده د باندی وی، د دی مهم او حیاتی سند په باب جدی فکر وکړی. خپله وطن دوستی په عمل کی ثابته کړی او له خپل نوم نه دفاع وکړی. که د اسلام په نوم وی نو په نړۍ کی 56 اسلامی هیوادونه شته خو یو یی هم له خپل تاریخی او جغرافیایی نوم نه ندی تیرشوی. په هر هیواد کی مختلف قومونه ژوند کوی خو دوی ټول یو مشترک جغرافیایی نوم هم لری. د افغانستان په نوم کی هم کوم بدوالی نشته. الحمدالله زمونږ د هیواد نوم د ملګرو ملتونو د سازمان په فهرست کی د لاتین الفبا په حساب لومړی ردیف کی دی. مونږ باید یو بل تحمل کړو او نورو ته هم خپله غیږ پراخه کړو. د افغان نوم زمونږ اصلی هویت ثابتوی. په یوالی کی ټول ژوندی پاته کیږو او له ډیرو کړاونو او مشکلاتو نه خلاصیږو. د یو بل په مقابل کی کرکه او کینه او بیځایه تبلیغات د افغانستان د دښمنانو کار دی او هغوی لا پخوا ځانونه تثبیت کړیدی. یواځی یو څو بهرنیو جاسوسانو دومره تبلیغ وکړ چی دادی اوس یی د هیواد تجزیی ته لاره آواره کړیده. هسی هم زمونږ هیواد په وچی پوری محاط هیواد دی او د باندینی تجارت لپاره له څومره کړاونو سره مخ یو. باید له تعقل او سیاسی لرلید نه کار واخیستل شی. د افغانستان مشران تاریخی مسوولیت لری ترڅو د دی ملی خیانت مخه ونیسی. حضرت بریال

  2. اول ټولو اسلامپالو او افغانپالو اسلام علیکم

    بیا واضیح دریځ باید غوره کړو چی اول خو دی جناب اولسمشر د تغیراتو لپاره افدام اوکړی او ګنی بیا زمونږ د مومندو ټولنه دی ته حاضره ده چی دغه بی هویته تذکری وانخلو.

    وسلام

  3. د انساني نړۍ له پېله ( له با با آدمه تر دې دمه ) پورې د انساني ځوځات ( د اسلافو او اخلافو) په تاریخي لړکې چې کومه مقابله روانه ده هغه تل د دوو متضادوکلمو(حق او باطل ) ترمینځ ( لفظي او فزیکي ) برخوردونه دي چې د آسماني او وضعي دستورونو په سره لاندې باندې کولو کې د انساني پرګنوترمینځ په تېره ماضي ، حال او استقبال کې همداسې او یا دېته ورته پېښې شوې او بیا به هم کېږي . خو اسلامي نړۍ په تېره افغانانو ته په کار ده چې له تېروعبرت واخلي او خپلې راتلونکې ته آسماني دستور ( قرآن او نبوي احادیث ) د لارې مشال جوړ کړي .خدای تعالی په قر آن کې د انساني پرګنو د سره پېژندلو او د قوم قوم او قبیلو قبیلو له پاره د ( لتعارفوا ) کلمه ذکر کړې تر څو انسانان په خپلو کې یو بل سره و پېژني . خو متأ سفانه چې برېښنایي تذکرې په افغانستان کې د بل په اشاره او د ښکېلاکګر او نیواکګر قوّت پر مټ د خپلې جغرافیې ، خپل هویت اوقرآن خلاف پر افغانانو باندې وېشل کېږي تر څو په ډېره نږدې راتلونکې کې د ټول افغانسستان هویت له یوې مشکوکې برېښنایي بټنې او د امریکا یا کوم بل هېواد له ډېټا بېس سره وتړي او په دې بهانه لږه کي پر اکثریت افغانانو را برسېره او دا هېواد په آسانۍ سره د تجزیې پر خوا ور سیخ کړي . خو که دا کار وشو نو پړه او بیه به یې هم د فاعلینو پرغاړه وي . ځکه چې د افغانانو دغه (۳۴) کلنه ور پورې تپل شوې پردۍ جګړه او ور اړول شوي ځاني او مالي تاوانونه بس دي او د نورو زیانونو وس ور سره نشنه . مننه .

  4. زه هم ددي پلوی یم چې د افغان ذکر دې په تذکره کې راشي، ځکه د اساسي قانون صریحه ماده ده چې د افغان کلیمه د افغانستان په ټولو اوسیدونکو اطلاق کیږي.
    خو یو فکر راسره پیدا شو چې که په سر کې لیکل شوي وي: د افغانستان اسلامي جمهوریت، نو دا پخپله د افغان تابعیت په اتومات ډول منل دي. که څوک افغانستانی وایي یا تعبیروي، هغه یې شخصي تعبیر دی. قانوني تعبیر یې څرګند دی چې افغان دی.
    د نوم، تخلص او نورو ځانګړنو منطق دادی چې دغه مشخصات سره بیل دي. خو افغان چې په ټولو کې شریک دی، مطرح کول یې د نه افغان مانا نشي ورکولی.
    زما وړاندیز دادی چې دا مسئله دومره ډنډوره نشي،

  5. که په تذکره کی دافغان کلیمه ونه لیکل شی نودامعنی لری چه اوسنی ټول لوړپولی چارواکی افغانان نه دی بلکه دنورو هیوادونو غلامان ، جاسوسان اودهغوی په ګټه کار کوی.

    که هر څوک داستر خیانت وکړی نوزه ډاډه یم چه دافغانستان په اوسنیو حالاتو به داسی ژور اوناوړه اغیز وکړی چه بیا به ورته ټوله نړی حیرانه وی ،
    ځکه دا دافغانانو دناموس او عزت مسله ده، اوهغه په نوم افغانان( چه اوسیږی دلته اوکار دنورو ملکونو لپاره کوی) پدی هم پوهه اوباخبره شی چه تر څو به دناتو او امریکایانو فوځونه دلته وی، اوترڅو به تاسو ددوی په موجودیت کی افغانستان ته ډول ډول کړاونه اوستونزی پیداکوی، دخدای لپاره آرام شی، خپل احساساتی او افغانی ضد فکرونه دمغزو څخه لری کړی ، دخپل ژوند راتلونکی مه خرابوی اوکه نه نوتاسی هم پوهیږی چه په دي پاکه او سپیڅلی خاوره افغانان دا ستر خیانت هیڅکله نشی زغملی، نشی قبلولی اونه به دا بی غیرتی او بی همتی ومنی

    خدایه ځمونږ دپاکی خاوری څخه ټول بهرنیان په ډیر بیړه سره اوباسی

  6. .زه هم پکر کوم چی د افغانستان اسلامی جمهوریت جمله بالکل کافی دی او نور افغان لیکنه ته ارتیا نشته

  7. زموږ د ولس سیاسی شعور په نشت حساب دی !!

    شینواری وروره ! د افغان کلمه تر افغانستانه ډیره زړه ده . د لرغونپوهانو د څیړنو له مخی لومړی د افغان کلمه د سمنګان د رباطک په کتیبو کی را ژڅرګند شوی چه کابو ۱۵۰۰ کاله پخوا لیکل شوی .د افغان هویت او افغانیت د زرګونو کلنو تاریخی سفر د اوږد پړاوونو په تیرولو سره د تکامل درجی ته هغه وخت ورسید چه کله ستر احمد شاه بابا د همدی افغان معنوی او جغرافیایی حدود د افغانستان په شکل کی ( له آمو تر اباسینه ) وټاکل
    په بله مانا په اوسنی حدودو کی موجود افغانستان د افغان د کلمی او لرغونی فلسفی زیږیدنه ده او د افغان کلمی یوه ارتقایی پایله ده . په نورو ساده ټکو کی درته ویلای شم چه افغان نه افغانستان وزیږید ، نه چه د افغانستان نه افغان پیدا شوی وي !!!!! پدی نکته باندی سر خلاص کړه! نو اوس که منبع یانی افغان نه منی نو بیا پیداوار یانی افغانستان به پخپله له منځه ځي !!

  8. دافغان نوم ډنډوره نه ده دایو واقعیت اوحقیقت دی . دافغان دنامه سره حساسیت ښول دښمني ده ، ولي داساسي قانون خلاف رسمي اسناد وچلند ته راووزي ؟که څو محدودافراد دناپوهۍ یادښمنۍ پراساس دافغان دکلمي سره حساسیت څرګندوي داپدي معنی نه ده چه دخپل هویت څه لاس واخلوباید وهغوی ته وښیو چه موږ افغانان یو اودا زموږ ملي نوم دی یوملت چه خپل نوم نسي څرګندولای هغه کله ملت کیدای سي . افغان ملي نوم دی په قومونو اوملیتونو داملت تقسیمول ددي ملت سره جفاده . موږ باید دیوملت پحیث دخپل هویت څه دفاع وکو.

  9. كله جي أفغانستان جوريكي نو بايد جي اول تر مخي افغان ولري كه افغان وجود ونه لري نو سنكه أفغانستان جوريدلي شي كه جيري نن د بيزند باني به اره سه ونه وايو سبا د أفغانستان نوم به خرسان بزرك بدليكي كوم جي د فسبوك له لاري يي ما نقشه ليدلي او د ايران اوزد فلان تشريح كوي. نور هيواد ونه د أفغانانو به شان سم دستي به يو شي نه وردانكي هغوي دير به جل زان هدف ته رسوي كله جي موك به تذكره كي د افغان او دين كليمه ونه لرو كه بله ورز ددي هيواد نوم خرسان ته اوري نو به سبينو ستركو به ورته كورو

  10. د افغانستان اسلامی جمهوریت زمونږ د دولت نوم دی نه د ملت. ملت او دولت دوه مختلفی حقوقی اصطلاح ګانی دی. د دولتو نومونه د رژیمونو په بدلیدو سره بدلیږی، مثلا د افغانستان شاهی دولت، د افغانستان جمهوریت، د افغانستان دموکراتیک جمهوریت، د افغانستان موقت اسلامی دولت، د افغانستان اسلامی دولت، د افغانستان اسلامی امارت ، دافغانستان انتقالی دولت ، د افغانستان اسلامی جمهوریت .
    اما ملت تل ثابت پاته شویدی او د افغان ملت زمونږ د ټولو میشتو هیواد والو هویت څرګندوی. هر قانون چی په افغانستان کی د ولسی جرګی له خوا جوړیږی باید له اساسی قانون سره مطابقت وکړی. پدی قانون کی ویل شویدی چی هرڅوک چی په افغانستان کی اوسیږی ، هغه افغان دی. اوس د یو څو ستمیانو لکه لطیف بدرګ، حفیظ منفور دریش دریادلی او … په خاطر د ټولو هیواد والو ملی هویت ولی په قومی هویت بدل کړو.
    ټول ترکان چی په ترکیه کی اوسیږی هغوی هم زمونږ په شان له مختلفو قومونو سره یوځای شویدی او اوس یی ملی هویت ترک دی. په فرانسه یا آلمان کی اوس له 200 نه زیات قومونو خلک ژوند کوی خو د هغوی ملی هویت یواځی فرانس یا جرمن دی.

ځواب ورکول Wasifullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *