دا چې افغانستان غل غل، فاسد فاسد، زورواکی زورواکی، رشوتخور رشوتخور دی، دلته د تحول راتګ د عمومي وضعیت سرچپه کول انګېرل کېدل، ځکه خو اشرف د تحول او دوام د بیلانس او توازن خبره شعار کړه، او تر دې شعار لاندې یې د افغانستان د ناروغۍ د علاج لپاره د پلانونو او طرح یوه اوږده طبیبانه نسخه ولیکله.
که څه هم غني په بیا بیا، د تحول او تداوم د بیلانس او توازن خبره وکړه، خو ځینو په فساد کې ښکېلو ته د غني د علاج نسخه داسې ور ښکارېده، لکه بلا تشبه، د لېوني سپي داړلي ناروغ ته چې یخې اوبه ور یادې کړې.
د غني شخصیت پټه وېره رامنځته کړې وه، او پټې وېرې مقاومتونه. دې مقاومتونو تر هرڅه مخکې رسنیو ته مخه کړه. هیچا د غني له وړتیا انکار نشوای کولای، خو دا چې د انکار اراده یې درلوده، نو د انکار نوې نوې طریقې یې کارولې. فرضاْ دا به یې ویل چې: یاره غني خو پوه دی، عالم دی، قاطع دی، اصولي دی، پوه دی خو مګر……
تر مګر لاندې به یې لاندې مسألې مطرح کولې او خپل نفاق ته به یې وریښمینه جامه ور اغوسته.
په لومړیو کې یې ویل: اشرف غني غوسه ناک دی. هغه په ټول کمپاین کې پر له پسې تر شخصي او نظریاتي بریدونو لاندې و، خو هغه یوه غوسه هم ونکړه. ډاکټر صاحب غوسه ناک نه و، ډاکټر صاحب اصولي و. ډاکټر اشرف غني خلکو ته د غوسه ناک او اصولي سړي ترمنځ باریک توپیر په ډېر ظرافت ور پېژاند.
بیا یې ویل چې اشرف غني علمي او پوهنتوني سړی دی، ولسي ریښې نه لري. د ډاکټر غني کمپاین ټول ولس وچلاوو. ویل یې اشرف غني د ولس په ژبه نه پوهېږي. اشرف غني تر ټولو ډېرې چکچکې واخیستې، او ولس تر هر چا زیات د غني شعارونه بدرګه کړل. هیڅ افغان تر بل افغان کم نه دی. هیڅ افغان تر بل افغان زیات نه دی. لومړی، دوهمه او درېیمه درجه ولایتونه نشته، یواځې لومړی درجه افغان موجود دی. د نن رقیب، د سبا شریک دی. دا ټول پیغامونه، یو یو ولس واخیستل، او تکرار کړل.
بیا یې ویل چې ډاکټر اشرف غني به له دوستم سره ګوزاره ونکړای شي. دوستم په دوو تېرو ټاکنو کې نورو ته کمپاینونه وکړل. د هغه وخت ټولو جلسو کې یې د اوسنۍ یې جلسې زور نه و، او د جنرال دوستم خپله وینا ده چې تر دې مخکې یې چا ته رهبر نه دي ویلي، او هغه نور ځان ته رهبر موندلی دی.
بیا یې ویل چې اشرف غني په دولت او کمیسیون کې کسان نه لري، غښتلي څېرې نشه ورسره. غني په پارلمان او شوراګانو کې خپل اکثریت ثابت کړ او ټولو ځوانو بیروکراټانو یې مرسته وکړه.
بیا یې ویل چې اشرف غني په صحي لحاظ جوړ نه دی. اشرف غني په یوه ورځ دریو دېرش تر پنځوس زره کسیزو غونډو ته، دریو ولایتونو ته سفرونه وکړل، او هلته یې پرجوش تقریرونه وکړل، او پر سبا یې د یوه علمي پروفیسر په آرامښت، وقار او منطق په طلوع کې نهایي ژوره مناظره وکړه.
بیا یې ویل چې اشرف غني دین ته ژمن نه دی. په لومړۍ مناظره کې له ټولو نورو کاندیدانو بسم الله الرحمن الرحیم ویل هېر شول، اشرف غني وویله. هیچا د دیني مدارسو او علماوو په اړه خپل پلان تشریح نه کړ، ډاکټر اشرف غني تشریح کړ. هیچا له اسلامي نړۍ سره د اړیکو له لارې د لوی اسلامي هویت را ژوندي کولو شعار ورنکړ، دغني دا کار وکړ. هیچا په نړیواله کچه د جهاد د اصلي ارزښت را ژوندي کولو شعار ور نکړ، اشرف غني دا کار وکړ. هیچا د جهاد د معلولیت لرونکیو لپاره پلان شرح نه کړ. اشرف غني دا کار وکړ. هیچا د جهاد د کورنیو بې ځایه شویو غمه ونه خوړه، اشرف غني خپله طرحه ورته عملي کړه.
بیا یې ویل چې اشرف غني پیسې او امکانات نه لري. سیالي په دستارخان کېږي، اشرف غني هیچا ته یوه روپۍ ورنکړه، خلکو اشرف غني ته دندې پرېښودې، د ملي سوداګرو ځوانو زامنو له پلاره خپله برخه پیسې وغوښتې، او غني ته یې وقف کړې.
وېلې د اشرف غني پلویان قومي تعصب لري. د ټولو قومونو ښو خلکو خو څه، چې مشهورو قومي تعصب لرونکیو متضادو څېرو هم د غني اصول ومنل. د غني لور ته راغلل.
بیا یې ویل چې ویل چې اشرف غني نړۍ نه غواړي. نړۍ یې له غوسې، او افراطیته وېرېږي. د نړۍ ټولې رسنۍ نن پر دې موافقې دي چې افغانستان د نجات ایکې یوه غني لاره لري. د کابل کانفرانس، د انتقال د بهیر، او د باګرام د زندان د لېږد بهیرونو ټولو نړیوالو ته ثابته کړه چې د افغانستان ملي ارزښتونه او ګټې، او نړیوال معیارونه یواځې غني سره وصلولای شي.
بیا یې ویل چې اسلامي فکر لرونکي به د غني ملاتړ ونکړي. د اسلامي تنظیمونو دوهم نسل ځوانانو ټولو غني خوښ کړل، او اسلامکاري یې خپلو مښوکورو سپین ږیرو ته ور پرېښودله.
بیا یې ویل چې له غني سره چپیان ملګري دي. پیر صاحبان، حضرت صاحبان، د حاجي دین محمد په څېر مخور اخوانیان، د حرکت انقلاب په څېر پخواني جهادیان، د خالد فاروقي په څېر پخواني جهادي قوماندانان ټول پر دې لوري را مات شول.
وروسته یې ویل چې ډاکټر اشرف غني ته ځینې وزیران دولت دستوري را استولي. وروسته معلومه شوه چې دستوري را لېږلی شوي کسان ټول د غني عاشقان شول، او د زلمي رسول ټیم ته تلليو دستوریانو هم د ډاکټر غني پر لور مزي را سست کړل.
بیا یې مشهوره کړه چې اشرف غني احمدزي اوزبک او پښتانه را ښکېل کړل، نور پاتې شول. جوپه جوپه تاجکو ځوانانو، او ولسونو پر اشرف غني احمدزي لاس کېښود. د ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي تاجیکې ویاندې د هغه لپاره په میاشتو میاشتو له یوې روپۍ امتیاز غوښتلو پرته کار وکړ. په ټکسیانو او شخصي موټرو کې وګرځېده، او بیا بیا یې د کرمیانو د معاش او امتیازاتو آفرونه رد کړل. د هغه تاجک سکرتر خپله د څلور زره ډالرو دنده ورته پرېښوده، او له ده سره یې څو میاشتې بې امتیازه، فقیرانه او عاجزانه دنده ترسره کړه.
خلکو دا خبرې ټولې د خپلې پټې وېرې له کبله کولې. دا پټه وېره د دې خلکو، په تېره مطرحو څېره په رویه کې تر ډېره حده د غني د شخصیت له امله نه، بلکې د خپلې بدې سابقې له امله پیدا شوې وه.
دا چې په هېواد کې د شته ګډوډیو لامل هم اخلاقي، مالي، او سیاسي فساد جوړوي، د ډاکټر غني د فساد او مفسدینو د درملنې لپاره ځینې داسې سوله ییزې لارې چارې تجویز کړي چې عملي کېدل یې یواځې ملت ته نه، بلکې خپله په فساد کې ښکېلو عناصرو ته هم د قناعت وړ وي. د مثال په توګه، ډاکټر غني د تورو پیسو د سپینولو لپاره یو ملي چوکاټ وړاندې کوي چې له یوه پلوه د سرمایې د فرار مخه ونیسي، او له بل پلوه هغو خلکو ته چې د فاسدو قراردادونو او فساد له لارې یې پیسې ترلاسه کړي، دا زمینه او پیغام ورکړي چې ودې ګټلې، ترلاسه دې کړې، اوس باید په داخلي تولید او کار پنځونه کې د سرمایه ګذارۍ له لارې د خپل فساد نسبي کفاره ادا او د غاصب او سرزوري کس اوسېدلو پر ځای نو د یوې آبرومندانه کارخانې، آبرومندانه کاروبار، آبرومندانه فارم مالکیت غوره کړي.
امید دی چې غني به په نورو سربېره، د دې خلکو دا پټې وېرې معالجه کړای شي.
د ښاغلی مجیدقرار د پورته څیړنیز مضمون د محتویاتو د تایید پخاطر به زه دومره ووایم، کوم خلک چی د خپلو ناولو موخو لپاره خپله پوهه او عقل کاروی دغه ډله خلک لکه مجید قرار چی ورباندی تبصره کړیده الله تبارک وتعالی ډیر مخکی د دوی اړوند خپله رایه وړاندی کړیده او هغه د البقره سورتپه ۲۰۴ آیت کی داسی راغلی: ژباړه: او دخلکو له ډلی داسی هم شته چی د دنیایی ژوند په اړوند دتعجب نه ډکی خبری کوی او دالله (ج) پنامه لوړه کوی(قسم خوری تر څو چی خپلی خبری په خلکو ومنی) مګر په حقیقت کی دوی سخت محارب دی.
یعنی دغه ډله خلک د خدای نوم او هغه په سپییڅلی نامه قسم خوړل یوازی د خپلو ککړو موخو لپاره کوی نه دحقیقت لپاره! لکه چی نن صبایی د کاندیدانو په مابین کی د یو زیات تعداد کاندیدان دخلکو د غولولو لپاره کوی.
I am not sure people working in Dr Ashraf Ghanee team is really bureaucrat ?
Bureaucrat mean an official who works by fixed routine without exercising intelligent and Bureaucracy meaning complexity , inefficiency and inflexibility and it is the worse style of government .
I am not sure who wrote this few lines know the meaning of bureaucrat and bureaucracy or just he using the words without understanding if that is the case good on you Dr Ghanee with you specialist team
په قلم او پوهه دی برکت شه قرار صاحب موږ ټول غنی غواړو،دا وطن غنی غواړو او موږ اشرف غنی غواړو