له نېکه مرغه چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د هېواد په ګڼو سيمو کې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي فرصتونه برابر شول، خو په ډېرو لرو پرتو سيمو کې لا هم د ډله ييزې اطلاع رسونې وسايل او اسانتياوې نشته، خو له مخابراتي سيستم (ټيلېفون) څخه ګټه اخيستل کېږي.
دې ډول ځانګړتياوو ((مخابراتي سيستم [ټيلېفون])) ته په پام او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پژواک خبري اژانس وياړ لري چې د روشن شبکې په همکارۍ ګرځنډه مبايلونو ته د پيغام له لارې د خبر رسونې سيستم (د پژواک اژانس خپرنيزو توکو ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه) په رسمي ډول پيلوي.
روشن (د افغانستان د مخابراتو د پراختیا شرکت) د افغانستان مخکښه مخابراتي کمپنۍ ده چې تر ۶،۲میليونو څخه ډېر فعاله پېرېدونکي او تر ټولو غوره شبکه لري چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۸۷ څخه ډېرې ولسوالۍ او ښارونه یې تر پوښښ لاندې راوستلي دي .
پژواک خبري اژانس ژمن دى چې د روشن شبکې له لارې د هېواد مهمې پېښې په کم وخت کې تر هېوادوالو پورې ورسوي او دغه راز به د تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلومات د روشن ټيلېفون لرونکو ته وړاندې کړي او په راتلونکي کې هم په کره او متوازن ډول خلکو ته د اطلاع رسونې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د يادې چارې د بډاينې لپاره نور ګامونه هم واخلي.
د پژواک خبري اژانس دا خدمات چې اوسمهال د روشن مخابراتي کمپنۍ په مشارکت سره پيل شوي او پژواک پلان لري چې دغو خدمتونو ته د لنډو پيغامونو (SMS) له لارې د هېواد د ټولو مخابراتي شبکو له لارې پراختيا ورکړي.
د لنډو پيغامونو (SMS) کڅوړې په لاندې ډول دي:
له ورځنيو، اوونيزو او مياشتنيو کڅوړو استفاده کول، د خبر رسونې خدمتونو د کاروونکو په انتخاب پورې اړه لري، روشن او پژواک خبري اژانس ليکلو پيغامونو ته د لاسرسي لرونکو له انتخاب سره سم خپلو ګډونوالو ته د افغانستان تازه خبرونه، تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ژمنتيا لري.
د افغانستان تازه خبرونه:
که چېرې غواړئ، همدا اوس (د افغانستان له تازه خبرونو خبرېدل) له خدمتونو د ۳ افغانيو بدل کې هره ورځ ګټه واخلئ، نو د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کې د پښتو، دري او د انګليسي لپاره ND وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ. که د ۱۰ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډون ته لېوال یاست، نو خپل ټيلېفون کېNW ولیکئ او که چېرې د ۳۰ افغانیو په بدل کې د يوې مياشتې لپاره خبرونو ترلاسه کولو ته لېوال یاست، نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کې د NM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
د اسعارو بيې:
د اسعارو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۳ افغانۍ ده. نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کېCD وليکئ، که غواړئ چې دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۱۰ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده CW وليکئ او د اسعارو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۳۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو په موخه د CM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
د تېلو بيې:
د تېلو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۳ افغانۍ ده. نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کېFD وليکئ، که غواړئ چې دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۱۰ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده FW وليکئ او د تېلو او ګازو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۳۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو په موخه د FM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلومات:
د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلوماتو ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۳ افغانۍ ده. نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کېHD وليکئ، که غواړئ چې دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۱۰ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده HW وليکئ او د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلومات د يوې مياشتې لپاره د ۳۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو په موخه د HM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
د لا زياتو معلوماتو لپاره له ۰۷۹۰۵۱۲۵۱۲ شمېرې او يا هم [email protected] برېښناليک سره اړيکه ونيسئ.
د خپلو ستونزو د حل په موخه د روشن رسمي وېبپاڼې (www.roshan.af) يا رسمي فېسبوک پاڼې (www.facebook.com/RoshanConnects)
ته مراجعه وکړئ. تاسو همدارنګه کولای شئ روشن د ټوېټر له لارې @roshanconnects هم تعقیب کړئ.
It’s ok but all in one price was the best because most of are Afghans poor