د پښتون، پښتو او پښتنو ټکي به په تاریخ کې هم کله دومره د نړیوالو له خوا نه وي یاد شوي چې په تېرو دوو لسیزو کې- لومړی د طالبانو د ظهور او وروسته د هغوی د نزول په تړاو چې عمومي افکار یې د پښتني ټولنې زېږنده بولي. پر دې به لا نه غږېږو چې طالب رېښتیا د پښتني ټولنې محصول دی او که پښتنو ته را صادر شوی دی. خو پر دې به هرومرو تمېږو چې دغو انګېرنو او اخیستنو پښتنو ته له ځانه سره څه راوړي دي.

لومړی راځئ وګورو چې په لویه نړۍ کې د پښتانه تاریخي ځای چېرې او دریځ څه و؟

پښتون ښايي د هغو لږو قومونو په ډله کې راشي چې ها زما د یوه همکار خبره «نه یې نړۍ وپېژانده او نه نړۍ دی سم وپېژانده!»

پښتون په دودیز ډول له خپلې نژدې کړۍ ورهاخوا د اړیک پالنې شوقي نه دی او که یې پالي هم د پردو له کړکۍ. د ده راشه درشه تل له خپل سره ده: له چم، ګاونډ او تربره سره؛ چې له دې ورهاخوا شي له کلیوالو، سیمه والو سره؛ آن ډېر لږ د هېواد کچې ته وځي (یا لږ تر لږه تر دا وروستیو پورې دغسې وه). نوره نړۍ یې ډېره نه خوښېږي او «خپل غر د بل له تخت او زر سره نه برابروي». که له تاریخي پلوه ددغسې یوې مراودې پیلولو ته اړ شوی، نورې نړۍته مخامخ نه دی وتلی او له واسطې یې کار اخیستی دی او دا واسطه د سیمې هغه ولسونه و چې تر ده دمخه په نړیواله راشه درشه کېوتي و: په لوېدیځ کې فارسیان، په ختیځ کې د هند د نیمې وچې ولسونه او یو لږ مهال په شمال کې روسان. له نړۍ سره په دغو محدودو تاریخي روابطو کې چې موږ یې بېلګېموندلی شو، دده د ستونزې سټه هم په دغه پردۍ کړکۍ ده. په لوېدیځ کې د پښتانه تصویر د همدغو ګاونډیو ولسونو د تعریف پر بنسټ جوړ شوی دی چې له مخې یې پښتون داسې یو څوک دی: مغرور، دودپال، قهرجن، مکار، بې تمدنه، بې وعدې، سر ټمبه، خرافاتي، قانون ماتوونکی، جاهل، کینه کښ، غچ اخیستونکی او داسې نور.

د شلمې پېړۍ په پیل کې انګرېز ښوونکی ډبلیو ګېلبرسن په خپل اثر «د پوختو لومړني کتاب» کې د پښتانه تر تعریفولو وروسته له هغه سره د رابطېمحدودیت داسې بیانوي:

«له (پښتانه) سره په خپله ژبه خبرې نشي کېدای او راشه درشه ورسره له منځګړو پرته شونې نده. په دې کې له دوو دلیلونو څخه یو شته: یا دا چې دی پخپله د خپلې ژبې د ورزده کړې وړتیا نلري او یا دا چې د خپل ولس او خپلو چارو په وړاندې بې تفاوته دی».

پښتو او پښتنو ته پام هم د لوېدیځ تر ټولو قامونو دمخه انګرېزانو اړولی او دا کار یې لومړی د مذهبي او وروسته پوځي دلایلو پر بنسټ کړیدی. د لندن د ختیځ پېژندنې پوهنتون- سواس په یوه څېړنه کې راغلي دی: « له پښتو سره د مفاهمې د یوې وسیلې په توګه د انګریزانو مینه د ۱۹ پېړۍ له نیمایي څخه پیدا شوې ده. لومړنی مقصد چې پښتو پکې وکارېدله د انجیل خپرېدل و. د عیسویانو دا سپېڅلی کتاب لومړی ځل پر ۱۸۱۸ کال په پښتو راووت. وروسته بیا هغو انګریزي افسرانو چې د برتانوي هند په پښتنی سیمو کې یې دندې درلودې پښتو ته مخه کړه چې له یوې خوا له ځایي ولس سره بې واسطې وغږېدلی شي او له بلې خوا دغه ولس چې پښتو وایي، وپېژني.»

 په پښتونخوا کې انګرېز افسر جګړن راورټي د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې ظاهراً لومړنی کس و چې د لندن چارواکو ته یې د پښتنو د پېژندلو او پښتو زده کولو سپارښتنه وکړه او پخپله یې هم ورته یو ګرامر ولیکه چې څېړونکي یې په دې ژبه کې لومړنی بولي. که څه هم په شمال کې روسانو د پیترزبورګ پوهنتون له لارې د پښتو پېژندنې هڅې تر انګرېزانو دمخه پيل کړې وې، خو انګرېزي افسرانو د عملي اړتیاوو له مخې پاموړ پرمختیا ورکړه. په «بنو یازموږ افغاني سرحد» نومي کتاب (۱۸۷۶) کې اېس اېس توربورن پر پښتون قبایلي وګړي د هغه انګرېز د خبرو اغېز ته ګوته نیسي چې پښتو یې زده کړې ده. دی لیکي:

«د هغه غرني پښتون خوښي چې انګرېز بادار یې ورسره دده په پښتو ژبه خبرې وکړي رېښتونې او ناپایه وي.»

 د «لومړني پوختو کتاب» لیکوال هم خپلو همفکرو ته د پښتو زده کړه په پښتني ټولنه کې د بدلون راوستلو یواځينۍ لار معرفي کوي او لیکي: «دا هغه قام نهدی چې په سپکولو او د خورا ډ‌ېر زور په کارولو مات شي، که څه هم ښایي دا هماغه یواځیني څیزونه وي چې دی پرې سم پوهېږي. موږ ته اما په کار ده چې ددغه کس د پېژندنې لور ته لکه هغسې چې دی، دده د ژبې د زده کړې له لارې پر له پسې هڅه وکړو؛ پخپله دی او د هغه چاپېریال وپېژنو؛ هڅه وکړوچې له ده سره د کلک خو سم سنجول شوي، عادلانه او  دده له مذهبي عقایدو، دودونو او هیوادنیو رسمونو سره په همغږي چلند دده جهالت او سرکشي لهمنځه یوسو.»

خو څرنګه چې د پښتنو او پښتو لور ته د لوېدیځوالو هڅې پر پوځي بنسټونو ولاړې وې چې دواړه لوري پکې خوږ شوي، نو د نژدې کولو پر ځای یې هغویلا هم یو له بل نه لېرې کړیدي. دا هماغه پړاو دی چې د «پیرنګي» ټکی چې د انګریزيforeigner یا «بهرني» اړول شوې بڼه ده، د یوه خورا ناوړه غلیممترادف وګرځېد او پښتون کلتور ته ننه وت. له پیرنګي سره تړلی هر شی د کرکې وړ شو، د هغه د موخو او نیتونو په اړه شکونه پیدا شول او څرنګه چېپښتون د هېڅ «پیرنګي» په ژبه هم نه پوهېده یا لږ پوهېده، د سیمې منځګړو چې دده په استازیتوب غږېدل دغه واټن نور هم ژور کړ.

د پښتانه څېره چې څه ډول په نولسمه پېړۍ کې د لوېدیځوال په سترګو کې جوړه شوې، په ۲۱ پېړۍ کې هم وانه وښته. دغه تصویر د راند موسسې غړي جوناه بلانک په دې وروستیو کې داسې ښودلی دی:

«د پښتنو هره روغه په هماغه شېبه کې د حالت د ساتلو  لپاره وي. که حالت واوړي، روغه او تړون هم ورسره د سترګو په رپ کې ځي. هر تړون د شخصي روابطو پر بنسټ جوړېږي او له هر پښتانه سره اړيکي یو خوځنده څیز دی. دا لکه د شنه بوټي په څېر دی چې پرله پسې به اوبه ورکوي، که لږ غفلت دې وکړ نو ټول تړاوونه وچېږي او مري.»

بلانک چې په پښتنو کې کوم بدلون هم موندلی، له بده مرغه هغه هم مثبت نه دی او دده پر مادي کېدو او اخلاقي ورستېدو ټینګار لري، لکه چې لیکي:

«پیسې په هره ټولنه کې ښې ایسي، خو د پښتانه تر ټولو لومړی له دې امله خوښېږې چې د خپل عزت لوړوالی پکې ویني… یعنې چې نوم یې لوړ شي او خلک ورته په درنه سترګه وګوري. هغه معاملې او تړونونه چې په خپل ولس کې د یوه قومي مشر عزت لوړوي، تر هغو معاملو چې ده ته یوازې د بهرني ګوډاګي نوم ورکوي، د پایېدو ډېره وړتیا لري.»

له پيسو سره د پښتنو مینه په تېر کې هم راغلې او آن د نولسمې پېړۍ انګرېزانو هم بیا بیا یاده کړې ده. د همدغو انګرېزانو خبرې پر ۱۹۸۰ کال د هغه مهال د واکمن ببرک کارمل پلار جنرال محمد حسین د شوروي ځواکونو یوه قوماندان جنرال الکساندر مایوروف ته د مشورې په بڼه له سره داسې تکرار کړې وې: «اورېدلې به دې وي چې افغان ماتولی نشې، خو په پيسو یې پېرودلی شي!»

ډنمارکي بشرپېژندونکي فریدریک بارت یادونه کړې چې پښتنه ټولنه لږ تر لږه د شلمې پېړۍ تر اواسطو پورې خورا بې پيسو یوه ټولنه وه. تجارت بد بلل کېده؛ په تنخواه له حکومت سره کار کول د غلامۍ انډول و؛ او هېڅ داسې قومي مشر چې ځانته یې څه ویل ددې جرات نه کاوه چې په حکومت کې دنده واخلي. بارت یادونه کوي چې د لوېدیځ د ډالرو سمندر د افغانستان په ټولو وګړو کې د پیسو نه سړېدونکی حرص رامنځته کړ چې پښتانه هم پکې راځي.

بهرني څېړونکي دا مني چې پښتنه ټولنه هم د یوه ژوندي موجود په توګه اوښتې، خو دا اوښتنه ددې پر ځای چې د پښتنو رنګ ښه کړي، لا یې بد کړیدی. د بي سي جورنال په نامه د یوې مجلې لیکوال رابرت کېمپ په همدې تړاو وایي:

«د هغو دلیلونو له امله چې د افغان ټولنې په نورو برخو کې یې بدلونونه راوستل، پښتانه هم په تېرو دېرشو کلو کې له ژورو بدلونو څخه تېر شوي چې په دوی کې یې د افراطي کېدو کچه تر هر بل افغان قوم لوړه کړې ده. ښایي په دې کې د ډیورنډ لیکې پر دواړو خواو د شوروي د راتګ خلاف مبارزه کې د پښتنو ګډې ښکېلتیا ونډه لرلې وي. طالبان چې د نورو خبرو ترڅنګ محافظه کار مذهبي عقاید لري، د یوه پښتني جوړښت په توګه هم پاتې شوي او دې کارهم د نورو پښتنو په افراطي کولو کې ونډه درلودلې ده. د ډیورنډ لیکې په اوږدو کې د روان ترخه غبرګون سټه هم ښایي په هغو هڅو کې نغښتې وي چېغواړي په یوه کلیواله، دودیزه او قبایلي ټولنه کې د اوس مهال تمدن ور وتپل شي. ځینې پښتانه ښایي له یاغیانو سره د ملګرتیا له لارې غواړي د بهرنیوفلمونو، لیبرالو نظریو، نشه یي توکو او له ښځو څخه د ټولنیزو محدودیتونو د پورته کېدو مخه ونیسي.»

په دې ډول نو هاغه د مرحوم سیال خبره، «تر سلو قیامتو وروسته هم » پښتون د بهرنیانو له نظره لا اوس هم د تنګ نظرۍ او افراطیت په هماغه «زاړه قبر کې پروت دی» چې د اړولو هيله یې نشي کېدای. د اوښتون لپاره د پښتنو د نه چمتو کېدو اصلي دلیل هم د دوی په قبایلي او کلیوالي جوړښت کې بلل کېږي.لوېدیځوال چې کله د افغانستان قومونه سره پرتله کوي، ناپښتانه ښاري شوي متمدن وګړي بولي چې نه یوازې اوسمهالي کلتوري او ټولنیز بدلونونه په ورینتندي مني، چې پخپله یې په خپرولو کې ونډه هم اخلي. خو د پښتنانه په اړه نظر هغسې دی چې دوه سوه کاله پخوا و . دغه نظر «د پښتنو خلاف زموږ جګړې» نومي کتاب کې خورا جوت راغلی دی. د کتاب لیکوال انتول لېوېن چې په لندن کې د کینګز کالج استاد دی، وایي:

«له بده مرغه د پښتنو غوڅ اکثریت لا هم په کلیو کې ژوند کوي، یا په دې وروستیو کې ښارونو ته کډه شوي چې لا یې هم د ښاري ټولنې پرانستی چلند نهدی زده کړی. غملړلی واقعیت دادی چې د پښتنو په منځ کې لا هم داسې یوه پراخه ولسي کتله نده رامنځته شوې چې د لیبرالو اصلاحاتو لاره پرانیزي یا لږ تر لږه ددغو اصلاحاتو ملاتړ وکړي او یا پښتانه ځوانان دې ته رامات کړي چې د طالب لپاره د جنګېدو پر ځای د ځان لپاره وجنګېږي.»

زما له نظره په پښتنو کې د ځان د بدلولو اړتیا اوس تر هر بل وخت ډېره ستره ده. دا بدلون تر ټولو لومړی مخامخ له نړۍ سره په مراوده کې راځي، په خبرواو راشه درشه راځي. له ښه مرغه چې اوس د بهرنیو ژبو زده کړې د واسطو اړتیا هم له منځه وړې ده.

شکاکیت، کرکه، نه زغم، په پرېکړو کې بیړه، مخقضاوتونه، له مرکز تېښته، ځان بروالی، باټې وهل، خپلې نیمګړتیاوې په بل اړول، مرورېدل، ابدي کینه، ابدي دوستي، ړانده باورونه، خرافاتي والی، خپل ځان د نورو لپاره سېزل، بېځایه قناعت او دې ته ورته نور او نور لرې کول او غورځول غواړي. پښتون باید په ټینګه له نړۍ سره خپل روابط له هېڅ اسرې او پلمې پرته له سره تعریف کړي او پخپله خپل نوی او متمدن انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

27 thoughts on “پښتانه او نړۍ/ داود جنبش”
  1. جنبش صاحب مننه او کور مو ودان په زړه پورې او ښکلي مالومات مو لیکلي او برابر کړی وه خو دا په چا منې ، زما خو باور نشي چې دا د فیل په غوږ کې پّ درانه خوب بیده ولس به را ویښ وا دا سپارښتنې به ومني .
    نور د الله دوی ته هدایت وکړي هغه د شاعر خبره
    د خدای دپاره پښتنو ځانونه وپېژنۍ
    ستاسو د پاره خو به نوی پیغمبر نه راځي

    په درنښت

    1. سلامونه جنبش صیب!
      د پښتنو په اړه دې په څېړنه نه غږېږم، څه ملاحظات شته، په هر حال؛ فریدریک باټ، ډنمارکی نه، ناروېژی انتروپولوجست دی!
      مننه
      هیواد

    2. salam. staso lekana me dera khwakha shwa Allah de wakry che staso pa shan nor hum pskhtana paida she ao dade mazlom melat khedmat gar she. da Qalam na de zar sham

  2. په قلم دی برکت شه.رښتیا هم چه په پښتنوکی دا عادات شته خودخدای څخه داهیله لرم چه پښتون قوم نړۍ ته وښایی چه پښتون که په توره کی بریالی دۍ دعلم په ډګر کی هم دچا څخه شاته ندۍ اوخدای دی دپښتنودکورونوڅخه دغه دبدبختۍ اوردپښتنوددښمنانوکورونو ته دتل لپاره یوسی. امین یارب العالمین

  3. جنبش صاحب، ديره خوندوره ليكنه ده، په خاص دول نتيجه يي، رشتيا هم تر تولو مهمه اوس داده چي دا كار عملي كرو.

  4. جنبش صاحب سلامونه او نېکې هېلې ، رښتيا هم نه پښتنو نړۍ وپيژانده او نه نړۍ پشتانه وپيژندل ، ستونزه هم په پښتنو کې ده او هم دنړۍ په ابر قدرتونو کې او دافغانستان په ګاونديانو کې ، دلته دا لويديځه ولسواکې نه چليږي دلته دقانون نظام او عسکري پا چا په کار دى عسکري نظام

  5. له ښاغلی محمد داود جنبش نه ډیره مننه چی د پښتنو په باب یی د نړيوالو له قضاوت او زمونږ په باره کی د د دوی له برداشتونو نه په ډیره ښکلی لیکنه کی تازه معلومات وړاندی کړی دی.
    د هغه ترجمان خبره ده چی کوم وخت بهرنیو سرتیرو کوم بزګر د خپلی کروندی په سر نیولی وو. بهرنی سرتیری له کروندګر نه وپوښتل چی تا څه شی کول ؟ ده ورته وویل چی د سهار دوه رکعته لمونځ می وکړ او دوه لا پاته دی. ترجمان چی خپله په پښتو نه پوهیده او یا قصدا د هغه خبری داسی وژباړلی چی دوه راکټه می فیر کړل او دوه نور لا پاته دی. نو بهرنی سرتیری هغه د مجرم په توګه له ځان سره بوته.
    زما سوال دادی چی خاینین او په پيسو مین خلک یواځی په پښتنو کی دی او که په نورو قومونو کی هم شته؟ د حاجی محمد محقق سرمایه او د هغه د پلار سرمایه او دارایی سره مقایسه کړی. د معلم عطا محمدنور او تورن اسمعیل خان دارایی د هغوی د پلرونو له سرمایی سره پرتله کړی. د داکتر عبدالله د کونډی مور سرمایه او د مارشال قسیم فهیم دارایی همداراز د کریم خلیلی سرمایه له ګل آغا شیرزی ، ظاهر قدیر او استاد سیاف سره مقایسه کړی چی د کوم یوو ډیره ده .
    بیاهم تاسو د پښتنو تعلیم لرونکی او د لوړو زده کړو لرونکی د نورو ټولو قومونو له همدی قشر سره پرتله کړی چی د چا روڼ اندی او زده کړی خلک ډیر دی؟ دا چی جنګ زمونږ کلی وران کړی دی. له یوی خوا د طالبانو منفوری او متحجری ډلی او له بلی خوا یو تعداد اقلیت کی منفوری او متعصبی کړۍ لا هم د پښتنو پر ځپلو د کرزی په مشری د پښتنو پرضد کار او فعالیت کوی دا بیله خبره ده .
    البته نیمګړتیاوی زمونږ په ټولنه کی شته چی هغه هم د منلو وړ دی او باید چی خپلو کمبوداتو او نمیګړتیاوو ته جدی پاملرنه وکړو اوراتلونکی نسلونه په ملی افغانی روحیی سره وروزو.

  6. ماشاالله… ډیره ښه لیکنه مو کړی دی او ډیر مثبت لور ته مو اشاره کړی دی دا په هر ځوان مکالف دی چی بی سوادو او نالوستو پښتنو ته دغسی لیکنی ولولی او مثبت لور ته یی وهڅوی…مننه

  7. ګوره جنبش صاحب فکر کوم اوس ددې وخت دی چې اکثره روڼ اندي پښتانه په دې حقیقت پوهیږي. فکر کوم اوس د عمومي خبرو په ځای چې پښتون باید خپل روابط له نړئ سره له سره تعریف کړي غوره دا ده چې خپلو لوستونکو ته هغه حل لارې وروښایو چې په وس یې دي او د اوس لپاره امکان لري. که څنګه؟ مثلاآ څنګه کولی شو چې یو متمدن او یا د متمدن کیدو په هڅه کې یو قوم اوسو او نړئ هم په دې باوري کړو چې د تمدن په نني کاروان کې سره ملګري یو. کومې داسې لارې دي؟ ستاسو په نظر؟ راځئ په همدې سره وغیږیږو کار پرې وکړو. موجود حالت خو موجود دی.خو څنګه یې بدلولي شو. لطفآ حل لارې چارې؟ لطفآ. مثلا تاسو سره ددې چې یو ژورنالست یئ په دې اړه مو نور څه کړي؟ زه چې یو انجینر یم څه کولی شم او داسې بل بل او باالاخره ډیر……. که څنګه؟

    درنښت

  8. جنبش صاحب خدای دي خیر درکړي چي موږ دي زموږ په هکله د کاپرانو د نظر څخه خبر کړو!!!
    د پښتنو د (مثبت یا منفي) بدلون له پاره تل پردیو کار کاړی دی، تاسي باور وکړی که پښتون خپله هم د خپلو خلګو د بدلولو له پاره کار پیل کړي نو د خپل قوم په هکله به همداسي تثیبتونه وکړي لکه کاپرانو چي کړي دي او کاپرانو چي پښتانه څنګه ارزیابي کړي دي همداسي به یې ومومي.
    په حقیقت کي کاپران په خپل فکر کي خطا نه دي تللي دوی ریشتیا وایي پښتانه همداسي دي لکه دوي چي وایي.

  9. داسې لیکنې او داسې خلک په ریښتیا هم د ستایلو وړ دي.

    زموږ زلمیان خو د ککړو او بیسوادو شاعرانو شعارونو او پر خرافاتو ولاړو افکارو وخوړل.

    هغه تر ټولو جذباتي او احساساتي شاعر چې ټول لنډغر پښتانه ېې نوم په خوند اخلي، تاسو ترې وپوښتئ چې آیا د خپل ځان او خپل هیواد په اړه ېې د دې یوې لیکنې هومره مالومات درلودل؟

  10. جنبش صیب دیری شه لکنی کوی هیله لرم چی افغانستان کی سرو لشکرو کتاب دسره چاپ او بازارته یی عرضه کی اوس هغه کتاب په بازار کی نسته هیله لرم

  11. د پښتنو په اړه د نړی نظر داسی ولی دی او پښتانه ولی اوس هم له نړئ پردی دی؟ د نړی د اوسنیو ټولنیزو، سیاسی، اقتصادی او علمی بدلونونو سره سره د پښتنو په اړه نظر د دوه سوه کاله وړاندی هغه ولی دی؟ هر څه لامل لری خو بهرنیانو ئی لامل په شعوری ډول نه دی یاد کړی. او لامل ئی تر ټولو زیات داده چی د هغوی (پښتنو) د واکمنو سلسله له احمدشاه درانی (ابدالی) بیا تر کرزی (حامد شاه درانی پوری) عیاشان او په خپلو مستیو کی ډوب پراته کسان وو او ټول ملت ئی په تیاره کی ساتلی وو. هغوی د پردیو هر فرمان ته تسلیم وو خو د خپلو پښتنو، په تیره بیا هغه چی د دوی له نږدې خپلوانو او ټبر څخه به نه وو، پر ځپلو سپما نه کوله او غښتلی وو. هغوی د پښتنو د سیمی پر ویشلو او خرڅولو هم سپما ونکړه ترڅو د هغوی واک او ځواک ته کوم ضرر وا نه وړی. د ګندمک، ډیورنډ او په اوسنی دور کی د ګل آغا له لوری د بولدک له پولی سره د څو کلومتره ځمکی د پلورلو تړونونه ئی ښې بلیګی دی.

    د پیسو خوښول یوه طبعی ښکارنده ده او یو څوک هغه وخت یوڅه ډیر خوښوی چی هغه څه نه لری او اړتیا ئی ورته حیاتی وی. او کله چی بیا په یو ځل د هغه شتو بهیر ور مات سی نو جوته ده چی هغه کس حواس له لاسه ور کوی او حالت ئی یو سلو اتیا درجې بدلون کوی.

    د ملتونو پرمختګ او د یوښه تمدن د رامنځته کولو وړتیا او ځواک د دولتونو او حکومتونو سره وی. خو چی هغوی د بل چا مزدوران او پردی پالونکی او خپل خلک نه پریږدی چی پرمختیا ته لاره هواره کړی نو خلک هماغسی له نړی پردی کیږی لکه پښتانه چی دی. پاته شوه د بدلون خبره نو هغه هم د هغه چا په برخه دی چی شته ولری او داسی زعامت ولری چی ورته د بدلون لاره هواره کړی او زړه پر وخوږوی. هغه چی اوس په ښارونو کی اوسیږی ښه ژوند لری؟ که یواځی د کرزی او د هغه د ټیم خپلوان کولای سی د ژوند له ښیګڼو خوند واخلی؟

    د پښتنو لپاره د ټولو ناخوالو لامل په کلیو کی اوسیدل نه او د نړی ټول ملتونه په ښارونو کی اوسی. خو چی کلۍ ئی د ژوند بنسټیز سهولتونه ونه لری: روعتیا، زدکړه او خوراکی توکی ونه لری او په سوونو کلونه هم داسی ساتل سوی وی، نو هغه به په ځان کی کوم ډول بدلون را وستلای سی.

    په درناوی.

  12. جنبش صیب سلامونه او نیکي هیلي مي ومنئ ستاسو په ټوله لیکنه کي دیوه واقعي اسلامي هیواد دیو مسلمان نقل قول نسته او دکومو کسانو نقلونه چي تاسو دلته راخستي دي اکثریت یې انګریزان دي او تاسو ښه خبر یاست چی انکریزانو دتاریخ په اوږدو کي دافغانانو سره ښې اړیکي ندي درلودلي داځکه چي پښټون هیڅکله دانکریز غلامي نده منلې او داسي پښتانه به حتما موجود وي چی دپيسو په بدل کي خپل وطن خرڅوي چی داسي کسان یوازي په پښتني ټولنه کي نه بلکی په هرټولنه کي سته او دپښتنو پيسي خویږي مګر په پيسو خپل ایمان هیڅکله نه خرڅوي مګر دا پاکستاني پنجابیان چي غلامۍ سربیره خپلي ښځي هم دانګریزانو په خدمت کي دروي هغه نن ورځ تر پیښتو ښه خلګ دي زه امید لرم چي هر موضوع دپښتنو په اړه لیکل کیږي نو زموږ مسلمانان ورورنه دي یوازي دکفارو په نظریاتو تکیه نکوي لږ دي ورخپله څیړنه پراخه کړي او اسلام له نظره دي دپښتنو دود او رواج وڅیړل سي او په هرټولنه کي ښه اوبد خلګ موجود وي او موږ نسوکولاي چي دیو پنځوکفارو په نظریاتو چی اصلا دکفر او اسلام دوستي روا نده او دکفارپه مللکت کي اوسیدل حرام دي پام وکړو اوفیصله وکړوپه پښتنو کي داسی خاصیتونه هم سته چي دنیا ته یې باید بیلګه ورکول سي ولي نه څيړل کیږي دپشتنو پېرزوینه پر نور قومونو ولي نه یادیږي او هر لیکوال چي لیکنه کوي باید خپل مسلماني مسوولیت هیر نکړي

  13. هټپ://ووو.یووتوبې.چوم/واتچه؟و=۱E۵P۸آFUورQ&فېاتورې=پلایېر_دېتایلپاګې

    ټولو لوستونکو ته سلام !
    ګران داوود جنبش داسي تڼاکي ته لاس وروړ چي هر څوک يې جرءت نسي کولای . د پښتنو د نيمګړتياو په هکله چي پخپله پښتانه اقرار کوي ، امکان لري چي د را تلونکي نسل په افکارو کي تغيرات راولي ، خو ډير مشران په همدې ارمان په چغو چغو د دې جهانه ولالړ، پښتانه همهغه دي چي خوشحال خان نيکه يې په هکله ويلي دي:

    چي هر څو يې سمومه ، نه سميږي
    پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال !

    پر پښتنو مين، محمدګل خان مومند په خپل وخت کي د دې باتوره خلګو ډير نيک صفات ليکلي دي، که يې هر څوک ولولي فکر به وکړي چي د مځکي پر مخ پاکترين انسانان پښتانه دي ، خو هغه څه چي په نړيواله بشري ټولنه کي د پښتنو د تکامل مخه نيسي ، په دې ليکنه کي حدالامکان اشاره ورته سويده، هيله ده چي نور پوه او قلموال پښتانه هم د خپلو خلګو د روښانه کولو په هکله خپلي هڅي ونسپموي.
    هغه د لايق صاحب خبره ده :
    څه ساده دی دا پښتون چي تربګني کا
    زه د زړه ويني په چښم ،دی دوښمني کا
    نورو لاندي ، تر پښو ستوري او سپوږمۍ کا
    دی! لا دوو ميږو ته ناست دۍ او شپني کا

    پدې هکله د جهاني صاحب دا شعر بايد هر پښتون واوري:
    پښتنو بېړۍ ډوبيږي، ږغ مي اورئ ؟!

    پر اسمان مو شپې لنګيږي،تيارې ږيږي
    زموږ د کوره د لمر کډي دي،باريږي
    په کنړ کي د زخمي څپو زګيروی دی
    په هلمند کي جنازې دي ،چي بهيږي
    هره شپه نوی ماتم راځي په ساندو
    هره ورځ په لحدونو کي تېريږي
    تر حساب سوې ،ځواني مرګي جنډۍ تيري
    لا زړګی د فلک سوړ نه دی،خوټيږي
    لايې رنګ د مځکي نه دی اړوړی
    لا د توري ،د قسمت ويني څڅيږي
    پښتنو بېړۍ ډوبيږي، ږغ مي اورۍ ؟!
    پښتنو!
    بيړۍ ډوبيږي!
    ږغ مي اورۍ؟!

    صابرامان

  14. سلامونه جنبش صیب!
    د پښتنو په اړه دې په څېړنه نه غږېږم، څه ملاحظات شته، په هر حال؛ فریدریک باټ، ډنمارکی نه، ناروېژی انتروپولوجست دی!
    مننه
    هیواد

  15. اول خو دا چې د جنبش صيب له دې لورينې د زړه له تله مننه وکړم، . ډېره په زړه پورې ليکنه وه. ورسره مې وړانديز دی، چې که هرڅومره بوختيا زياته شي، ددغې سلسلې غځول يوه حياتي اړتيا ده. که په ډيرو لنډو ټکو کې هم وي خو د پښتنو د بيدارۍ او اخلاقي- ټولنيز بدلون لپاره د داسې درسونو د خپراوي اړتيا ده. هيله ده له جنبشه تر بل هر مشره چې دپښتنو ستونزه له بنسټه درک کوي، د خپل پيغام رسونې دا سلسله وغځوي.

  16. بهرنیانو تر ډېره ریښتیا لیکلي دي. ګلبدین په یوه لیکنه کې چې وحدت ورځپاڼې خپره کړې وه لیکلي ول چې په ۲۰۰۱ کال کې چې دی په ایران کې وه لومړی امریکایانو له ده سره رابطه وکړه چې طالب ورته راوپرځوي خو دی لیکي چې ویې نه منله او ځواب یې ورکړ چې طالبان مسلمانان دي په داسې حال کې چې دی پخپله هم ترې باړو شوی او په ایران کې کډه په سر ګرځېد. پاړسکانو له امریکایانو نه د طالب ځپلو پروژه واخسته چې په نتیجه کې یې هم خپل پښتانه دښمنان ووژل هم یې په سلګونو او زرګونو میلیونه ډالر پیدا کړل او هم یې ټول ځوان نسل د لوړو زده کړو له پاره بهر ته لاړل چې سرې سترګې له ماسټرۍ او دوکتورا سره وطن ته راوګرځېدل په داسې حال کې چې له لسو زرو نه ډېر پښتانه ځوانان د طالب په نامه په شمال کې ایسار او ووژل شول، په زرګونو نور د ترهګرو په نامه ونیول شول او وکړول شول او تر ننه پورې د تعلیم او حتی د ژوند له لومړیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

  17. !سلامونه
    مننه شاغلئ جمبش ، شه ليكنه ده او كابو تول پشتانه اوس په د پوه شوي چه د ستونزي ريشه په موژ پشتنو او په تير زموژ په ظالمو او جابرو واكدارانو كي وه او ده.
    او ديره مننه له شاغلئ زمکزی لاروی نه دير په زره پوري كومينت يي ليكلي ده.

    زما په اند موژ پشتانه بايد د ژوند دا كتاب مچو كوو او د خاورو لاندي يي كوو او نوي كتاب د ژوندانه له پاره وتاكوو تر سو د دنيا له كاروانه نه وروسته پاتي نشو لكه سنگه چه پاتي يو، يوه بيلگه يي لور او زوي دواره بايد مكتب ته وليژدول شي او دوارو ته په يوه سترگه وكتل شي
    (بخشنه ديي چه پشتو فوند نلرم )
    په درنشت

  18. د جنبش صاحب خبره رښتیا ده چی مونږ افغانان نړۍ ته د پنجابی یا ایرانی له خوا معرفی کیږو . نو هغوی به هيڅکله هم ما او تا نړۍ ته شه معرفی نه کړی . خصوصا انګریزان خو له مونږ نه پدی دوسوو کلونو کی هیڅ ښه خاطره نه لری. هغوی ته خپلی ګټی محترمی دی او مونږ ته خپلی. نو کله چی زمونږ فایده وی او د هغوی تاوان ، خاماخا به مونږ ته بد وایی. او که هرڅه دوی ویل او مونږ په پټو سترګو قبولول. بیا به مونږ هم ښه خلک اوسو.
    د هیواد د بچیانو په روزنه او یو واحد ملت جوړول بیا د دولت کار دی چی څنګه ښه تدابیر نیسی ؟ د بازار جوړول د لویو لارو انکشاف ، د سراسری امنیت او اعتماد جوړول دا د ټولو افغانانو دنده ده.

  19. جنبش سیب تاسو خو ماته نشنلسیت ښکاریدی خو د لیکنې مو داسې ښکاري چې انټرنشنلسیب یاست

    ښه خبره ده چې پښتنو ته خپلې نیمګړتیاوې ور په ګوته کړی خو د بهرنیانو په اند نه د پښتنو په اند تاسو ته ښه مالومه ده

    ښه به دا وی چې د پښتنو یا افغانانو مشرانو اندونه مو راوړي وای چې څه په کاردي لکه پاچاخان، سمد خان، امان الله خان ، ولي خان او داسې نور ډیر

    ستاسو د یو څیړونکی چې اناتول د کیګنز پوهنتون استاد دی د کوم چې نیکه په افغانستان کې مړ شوی یا وژل شوی د پښتنو سره اوس هم کرکه لري زما په اند د هغه اند د منلو وړ نه دی

  20. ډیر په زړه پوری معلومات وه خو دا ملک په پښتنو ازاد دی او که دا پښتانه نه وای اوس به نوکران وای .د پیسو به بدل کی چا افغانستان په ۵ میلونو ډالرو خرځ کړ؟ولی دا نه لیکی .

  21. كاشكي مو داسلام فه فرمختك كي دومره كوششونه كري واي او يا مو هم داسلامي علماوو نظريات را اخستي واي نو به موز انكار نه كولاي اوس تاسو دكفارو نظريات فه موز مني

  22. سلامونه او نيكي هيلي گران استاد داكتر صيب محمد داود جنبش ته! شايسته او معلوماتي ليكنه

  23. جنبش صاحب دستا دغه ليكنه شايد هر منور روشنفكر پشتون ته د منلو ور وى اوزه يي هم په خان باندي دانتقاد د اصل له مخى او نواقصو ته دبشتنو د پام را ارولو دپاره يوه په خاى او تحليلى ليكنه بولم خو يو سه ملاحظات هم لرم . اول – په ليكنه كى تاسو دداسى يوه متخصص تكره داكتر مثا ل لرى جى مريض ته دده به بدن كى تول مجموعى امراض بيانوى ورته شايي يي ليكن خو هغه په تولو امراضو گرفتار مريض ته دمعالجى نسخه نه وركوى . دوهم دا يوازى دتاسو مورد بحث مليت نه دى جى برجسته شوي بى شميره نواقص او اشتباهات لرى بلكه په دى جغرافيه كى په ميشتو نورومليتونو كى همدا دول نواقص ليدلى او پيدا كولى شو . دريم- د خپل وجود خخه دپردى لرى كول دخبلو عيبو بربندول په ننيو حالاتو كى اوبل جاته جى په همدى شان به بى شميره نواقصو اشتبهاتو او دهيواد به كجه په لويو لويو خيانتونوكى غرق دى دملامتيا گوته نه نيول . خلرم – هغه نواقص او نيمگرتياوى جى په بشتنو او يا دبشتون دمليت په وجودكى به گوته شوى وى په نورو حتى ديرو غتو غتو مليتونو او حتى ديرو متمدنو ملكونو په خلكو كى هم شته بنخم به يوه ملت كى سومره جى اشتباهات او نواقص وى شايد ديرى مثبتى خواوى هم ولرى جى هغى ته كومه اشاره نوه شوى . نيكمرغه او خوشاله ژوند دبه برخه شه داكتر صاحب نور خدران .

ځواب ورکول Najibullah Payman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *