په دومره لویه نړۍ کې په ملیاردو خلک ژوند کوي د ژوند د هر ډول نعمتو څخه برخمن دي ارامه او سوکاله ژوند لري خو یواځنې قوم دي چې دومره لویه نړي ورباندي تنګه شوي هره ورځ په یوه او بل نامه وژل کیږي، شکنجه کیږي پښتون قوم دي .

د څو لسیزو را پدیخوا نه یواځې زمونږ په هیواد کې بلکې د نړی په ګوټ ګوټ کې پښتون تر برید لاندي دي د ژوند خوښي ورنه پردي شوي د نړۍ د پریمانه نعمتو محروم دي مکتب ، روغتون او جومات یې نړول کیږي زوي، لور او پلار یې وژل کیږي تل يې په غولي د غم ټغر پروت وي د پښتنې میرمنې موسکا هیره شوي د زوی، لور او خاوند په ویر ټول عمر تیروي.

یو شمیر وسلوالي ډلې او لاسپوڅې د اسلام تر نامه لاندي د ګاونډیو په همکاري د پښتون قوم د بربادۍ او تباهۍ پروژې اخلي، چې د څو لسیزو راهیسي دا هڅې روانې دي، چې څنګه پښتون قوم ووژنو په تورو شپو کې یې د تل لپاره تم کړو دومره لویه نړۍ ورباندي سور اور و ګرځوه، چې دغه پردي پالي د پښتنو مشرانو د بې اتفاقي له وجهې په خپلو موخو کې تر ډیره بریالي شوي هم دي خو د دغه ټولو بربادیو او دسیسو سره سره بیا هم پښتانه خپلو کې دومره وران دي چې نه مشر لري نه وحدت او نه د یوالي لپاره هڅې کوي نن هر سړي د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره کار کوي د دغه دروند قوم د راتلونکې نسل لپاره هیڅ داسي غمخور یا ګاندي پیدا نشو چې د یاد قوم د راتلونکو نسلونو لپاره رښتینې خدمتګار و اوسي، چې ارامه او سوکاله ژوند ور په برخه شي .

نړیوال (یهودیانو) زمونږ ملي دودونه او خوږه ژبه (پښتو) دومره سپک کړل چې نن پښتو خبري کول، لونګۍ په سر کول افغاني جامې په تن ګول په نړی کې د تروریست او ترهګر د سمبول په نامه یادیږي د پښتنې میرمنې د عفت او ویاړ یوه نښه چادري او افغاني جامې دي خو نن ورځ دغه د ویاړ نښه په شرمونو و شرمیده یو شمیر ډلي ټپلې په لوی لاس د پښتنو میرمنو د چادري او افغاني جامې په بریدونو او چاودنو کې په تن کوي په ګڼ میشتو سیمو ځانمرګي او بمي چاودني تر سره کوي. نن چې نړیوال په بهرنیو هیوادونو کې د پښتنې میرمنې په تن افغانې جامې ګوري د شک په سترګه ورته ګوري دا فکر کوي چې دا ترهګره ده .

پښتون قوم پنځه زره کلن تاریخ لري تل یې د سیمې په هیوادو واک چلولي تر واک لاندي هیواد وکې اسلامیت، انسانیت او تعلیم لپاره اړین ګامونه پورته کړي خلکو ته يې ارام او سوکاله ژوند ور په برخه کړي، چې تاریخ یې شاهد دي نړیوالو به د افغانانو خصوصآ د پښتون د نامه په اوریدو جرآت له لاسه ورکوه ، چې په ټوله نړۍ کې دغه باتور قوم د زمریانو په نامه یادیده خو د وخت په تیریدو او د پښتنو د بې اتفاقي او خپل سریو له امله پښتون قوم ورځ تر بلي ذلیله کیږي ورکیږي او وژل کیږي . زمونږ د نیکو میراث چې د جغرافیه په نړیواله نقشه کې یې راته پریښي وه له لاسه مو ورکړ او نن هغه د پښتون قوم غلامان چې د هردلیانو په صفت به د پښتنو په حجرو کې شپې تیرولي، نن د پښتون قوم د کور د نړولو پلانونه جوړوي او غواړي، چې د تل لپاره دغه باتور قوم نست او نابود کړي چې دا روان خونړي حالت د هري ورځې په تیریدو زور اخلي .

که زمونږ د قوم ویده مشران، چې د فیل په شاه خوبونه کوي ویښ نشي او د دغه روان ناورین د مخنیوي لپاره اړین ګامونه وا نخلي د پښتون قوم د یوالي او وحدت لپاره هڅې ونکړي لري به نوي چې پښتون قوم به په راتلونکو څو کلونو کې د ومره کمزوري شي چې بیا به هیڅ کله پر خپلو پښو ونه دریږي او نه به په خپله خوږه ژبه (پښتو ) په جرآت خبري وکړي او نه به په دومره لویه نړۍ کې هوسا او ارام ژوند خاوندان شي . و من الله التوفیق

3 thoughts on “پښتانه د تباهۍ په لور روان دي/ خالد احمدي”
  1. برو پچیم از ای گپ ها زیاد شنیده شده، پشتون و نام و نشان و تاریخ این چیز هایست که در کتاب خواندی در حقیقت چیزی دیگریست که تو هم میدانی و من هم.

  2. نو سی پشتون خپله خپل زان تباهي ته ورنیزدی کوی او په دی هم پو هیگی چی پردی او په هیوادکی د ننه تل د پشتنو تباهی غواری او خپل ادف ته زان رسیدل غواری، نو بیا ولی همیشه په یهودیانو
    او په نورو هیواده خپله تباهی بها نه زان ته جوره وو؟؟؟؟ موژه همیشه خپله ناکامی او بعقلی اوس دی ته رارسولی یو چی نن تول پشتانه په وینو کی لمبیگی او د بل غولامی او د بل تر تهدید لاندی بیا دیر شه کار کوو.دا نن چی د هیواد په هر گوت کی پشتون په قتل کیگی دا سوک کوی؟؟؟ دا خو نه امریکا او نه بل ده خو همدغه پشتون یی پر زان تر سره کوی، نور یی که هر سوک تر شا ولاردی پر هغه خو تول پوهیگیو. زه وایم چی ولی مژ پشتانه د خدای په قهر اخته یو او که معلم، داکتر شزه که نردی،مشر که کشر ، تولو باندی مو راخیستی او خپل بچیان په قتل ره سوی او بیا زان ته مسلمان او پشتون هم وایو…….

ځواب ورکول pashton ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *