په نيمه شپه يې د کور کارونو ته په ښکنځلو راويښه کړه.

لا سهار سوى نه، چي غوا يې ولوشل، اوړه يې خيشته کړه، يوه کرونده له خاورو ډک سراى يې جارو کړ..

 د کورنۍ ټولو غړو ته يې د اوداسه اوبه سمې او ډوډۍ پخولو ته کښېناسته. .

تر پنځوس زياتي ډوډۍ يې پخې کړې.

دچايو توره چايجوشه هم جوش سوه. .

د لمانځه لپاره يې مصله  سمول، چي خاوند يې د کلي يوه ډله وزګار مېلمانه راوستل اود ژر چاى تيارولو ږغ يې وکړ.

دا يوازي نن (دمارچ اتمه ورځ) نه ده، چي د سهار لمونځ يې د کور او مېلمنو په چوپړ کي  قضاء سو، بلکي د پښتنې هر سهار په درنو کارونو، ښکنځلو او ډبولو ماښام کيږي.

٢٠١٤- ٠٣ – ٠٨ کندهارښار، چوڼۍ

6 thoughts on “پښتنه او د مارچ اتمه !!! ابراهیم سپېڅلی”
  1. قدرمن سپېڅلی صیب احساس دې دستایلو وړ دی ولې قضاوت دې منصفانه ندی.ستا له قضاوته معلومیږي چې له پښتنې ټولنې دې هاخوا کله سر ندی ورښکاره کړی دامنو چې په پښتنه ټولنه کې له ښځو سره زور زیاتی کیږي خودا پدې مانا ندي چې ګواکي په نورو ټولنو کې ورسره داچلند نه کیږي، ولې یوشی سېڅلی صیب په یاد ولره کوم احترام چې پښتانه یې ښځې ته لري ساری یې کم دی.

  2. حمیدی صاحب دومره په ټیټه سترګه چی په پښتنی ټولنه کی ښځی کتل کیږی په نورو ټولنو کی ساری نه لری. زه خو بیا وایم چی سپڅلی صاحب د نښی منځ ویشتی دی او د یو پښتنی میرمنی انځور یی په ډیر خلاص او لنډ ډول وړاندی کړی دی.

  3. ښاغلی حمیدي صاحب سلامونه : زما په نظر سپیڅلي صاحب چي څه په لنډ ډول لیکلي ټول حقیقت دي دا موږ یو چي ټولنه لا څه چي خپله کورني لا ښه نه پیژنو ، نو حمیدي صاحبه چي تا له پښتني ټولنو ها خوا سر ښکاره کړي لږ به دي توضیح هم ورکړې وای په هر صورت دا دنیا ده هر ډول ټولني سته خو هغه ظلم او زور چي له افغاني میرمنو سره کیږي رښتیا چي په غوږونه يې د اوریدو توان نه لري دادښځو څخه دغوږو پزی شونډو پری کول دا ځانونه وژل دا په مخونو دتیزاب شیندل دا دښځو حلالول دا هره ورځ په میډیا کي ډول ډول ځوروني نه اورې ؟ که چيري دا حال د نورو ټولونو وي بیا ته رښتیا وايې په افغانستان کي ښځي دڅه شي حق لري ته ووایه ؟ دتحصیل حق ، د خپلي خوښي د ژوند د ملګری حق ، په کور کي د کومي پریکړي او تصميم حق او نور داسي حقوق چي خدای ورکړي خو موږ يې نه ورکوو . نه غواړم چي نوره اوږده سي خدای (ج) دي موږ ته د نیکو هدایت راکړي . محمداعظم

  4. پښتانه دې ته پرېږده چې غټې غټې خبرې وکړي او خپل عزیزان ووژني او مکتب وسوځوی او یو په بل د کفر فتواګانې ولګوي.

  5. څوک چې د خپلې کور ودانې سره داسې کانې کوي هغه له سره پښتون ندی کوم دووس دی. ما خو په خپل ۴۸ کاله ژوند کې داسې کوم پښتون ندی لیدلی چې په خپله کورودانه داسې ظلم وکړي. وايي په ځنګله کې هر ډول ژوي موندل کیږي خو په یوه درانه قوم دا څه تړل به ډیره ناروا يي. زما په اند ښځه دومره وړه هستي نده چې یوازې په یوه ورځ کې یې قدرونه راغونډه کړای شي. د ښخې ښايي هره شیبه د اسلام د سپیڅلو احکامو په رڼا درناوی وشي.

  6. یاره ورونو که می بده درباندی بده نه لږی لږ د منفی اړخ نه را دی خواته شی ځکه موږ باید تل انصاف وکړو منم چی زموږ په ټولنه کی به د تور سرو سره ډیری ناخوالی کیږی خو دا په ما او تاسی پوری اړه لری زموږ په دود پوری اړه نه لری که چیری په پښتو ټولنه کی دومره ښځی ترټل کیږی هماغومره مثبت کارونه به هم ورسره کیږی چی باید هر یو یی دلته یادونه وکړو لکه تر څو چی نر ژوندی وی د تور سرو د پت،عزن خوراک څښاک او د ژوندانه ټولی سختی مو په ځان منلی دی او بل دا چی دغه څه چی اوس مهال زموږ په ټولنه کی روان دی ددی د له منڅه وړل هم زموږ په مټ کیدای شی نو را ځی چی ددی نادودو دودونو سره سر له نن نه مبارزه پیل کړو او یو اسلامی او سالم چاپیریال د ټولو ټور سرو لپاره چمتو کړو. منندوی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *