اسفندیار ولي خان
مسعود خان مسعود –
د فاټا د انتظامي حېثیت د بدلون پہ اړ‎ہ د پښتنو پہ منځ کې پر دلیل او منطق ولاړ‎ بحث کم البتہ پېغورونہ او پہ خوږ‎و کې نغښتې کنځلې زیاتې دې۔
لہ افرادو او اشخاصو ګلہ ځکہ نشې کېدلای چې دا یوہ سیاسي مسیلہ دہ او پہ سیاسي مسیلو غیر سیاسی خلک ھغسې ژور بحث نہ شي کولای لکہ چې یې پہ سیاسی ادارو کې روزل شوي کسان  صلاحیت لري۔
خو لہ بدہ مرغہ د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ملګري سم دم مورچو تہ ختلي او یو بل تہ پېغورونہ او ناسم نومونہ ورکوي چې پہ نتیجہ کې يې اصلي پوښتنہ د جذباتو او احساساتو پہ دوړ‎و کې د ورکېدو پہ حال کې دہ۔
کہ وګورو نو لہ چاسرہ چې د فاټا دحېثیت د بدلون چابۍ دہ نو ھغہ نہ د محمود خان او نہ ھم د اسفندیار خانہ دې اړ‎ہ پوښتنہ کړ‎ې دہ او نہ يې ھم ضرورت ویني۔
ددې اندازہ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ لہ جوړېدو لګېدای شي۔
 د پنجاب مسلم لیګ لہ خپلہ اتحادي محمود خانہ او نہ یې ھم لہ اسفندیار خانہ پہ دې اړ‎ہ څہ مشورہ واخستہ۔
او خپلہ دوی دواړ‎و ھم ھغہ وخت ددې پر جوړ‎ښت څہ اعتراض و نہ کړ‎ حالانکہ فاټا سیاسي اتحاد او د وکیلانو اتحاديې پر دې د لاھور کمېټۍ ټاپہ و لګولہ خو نن يې ھم دوی تر ټولو غټ دفاع کوونکي دي۔
ممکن دہ د لر او بر پښتون سیاست د دواړ‎و پارټیانو د افکارو اساس وي خو کہ و کتل شي د فاټا انتظامي حېثیت بدلول نہ د پښتونخوا پارټۍ او نہ ھم د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي اېجنډا پہ سر کې وہ۔
د ھېواد د نورو ګوندونو پہ شان دوی ھم پہ دې اړ‎ہ یو درېځ لري۔
دواړ‎ہ ګوندونہ لہ فاټا څخہ د پارلیمان یو غړ‎ی ھم نہ لري او نہ ھم ھلتہ یو پیاوړ‎ی سیاسي تنظیم او پہ لوی شمېر کې کارکنان لري نو پہ بلہ مانا دوی حاضر وخت ھلتہ ھېڅ  پارلیماني او سیاسي سټېکس نہ لري۔
اوس کہ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ پر سپارښتونو لاسلیک کېږ‎ي نو ھغہ بہ د کراچۍ اوسېدونکی د پاکستان ولسمشر ممنون حسین کوي چې نہ خو د پښتونخوا ملی عوامي ګوند غړ‎ی دی او نہ ھم د عوامي نېشنل پارټۍ۔
کہ چرتہ بیا دا فیصلہ پارلیمان کوي نو د غړ‎یو د شمېر لہ پلوہ بہ ھم د دواړ‎و ګوندونو رول پریکړ‎ندہ نہ وي۔
کہ دوی اوس ھر څومرہ یو بل و ځوروري خو کہ د فاټا حېثیت بدلیږ‎ي نو سبا لہ بہ ددې سیاسي کریډټ مسلم لیګ اخلي او نواز شریف بہ د قبایلو زر زرینہ شملہ وھلي وي او ددي سیمو خلکو تہ بہ وايې چې دا زہ وم چې ستاسو لہ وجود مې د ایف سي آر خپسکہ پورتہ کړ‎ہ، تاسو مې لہ نورو سیمو سہ سیالیان کړ‎ی او خلک بہ پہ ځوان کې ورتہ ښې چکچکې وھې۔
اوس کہ دواړ‎ہ پارټیاني د فاټا د حېثیت د بدلون چابۍ پہ لاس کې نہ لري، ھلتہ يې پارلیماني او سیاسي سټېکس او زور نشتہ، دا موضوع یې لومړ‎ۍ سیاسي ترجیح نہ دہ، سیاسي کرېډټ یې نہ شي اخستلای،  لہ دوی نواز شریف پوښتنہ نہ کوي، دومرہ پارلیماني زور نہ لري چې د اصلاحاتو پہ اړ‎ہ يې څہ پرېکړ‎ندہ رول و لوبوي نو ددې ھر څہ سربېرہ د دواړ‎و ګوندونو د غړ‎یو ترمنځ سپکې سپورې نو بیا پر څہ دي او ددې ګټہ بہ بلاخر چا تہ رسېږ‎ي۔؟
دوی خو پہ تالار یا ھال کې ناست پر سټېج روانہ ډرامہ ګوري چې سکرپټ یې بل چا لیکلی، ډایریکټر او اېکټران يې نور خلک دي خو دوی د شا پہ چوکیو کې ناست د ډرامې د ښہ او بد پر سر یو بل پہ ټماټرو ولي راولي۔
دا پو ښتنہ دہ ھم پر ځای دہ چې آیا فاټا دې پہ خېبر پښتونخوا ګډہ شي او کہ نہ بېلہ صوبہ دې شي ؟
خو تردې مھم سوال دا مالومول او پہ دې اړ‎ہ بیا دواړ‎ہ پارټیانو تہ یوہ تګلارہ جوړ‎ول دي چې آخر ولې اویا کالہ وروستہ د زورو پنجاب او پوځ مغزو تہ دا خیال راغلی چې د قبایلي سیمو شتہ حېثیت باید بدل شي۔؟
دا پوښتنہ ځکہ مھمہ دہ چې ځواکمن پنجاب او پوځ تل ھغہ کار کوي چې پکي يې خپلہ ګټہ وي۔
د دواړ‎و ګوندونو مشران او کارکنان باید د فاټا د حېثیت پہ څرنګوالي نہ بلکې د فاټا د حېثیت د بدلولو پہ وجہ پسې وګرځي او مالومہ يې کړ‎ي او بیا يې پر اساس پہ ګډہ یوہ تګلارہ جوړ‎ہ کړ‎ي۔ ھسې نہ دوی يې د څرنګوالي پر سر پہ خپلو کې لاس او ګریوان وي خو ددې تر شا اوږ‎د مھالہ سټرېټيجک لومہ پرتہ وي۔
One thought on “پښتونخوا ملی عوامي او عوامي نېشنل ګوند د فاټا پہ مورچل کې ”
  1. Hello ,
    Afghanistan State must claim via U.N. for its ex- territories as FATA, Beluchistan , Pashtoonistan that were b4 establishing pokistain ;possession of great Afghanistan! i.e. up to 1893!.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlaver Sapfi Be.; T. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *