پاچا خان (خان عبدالغفار خان) د عدم تشدد ( له تاوتریخوالي کار نه اخېستل) د فلسفې بنسټګر و.

د ده پلار بهرام خان نومېده چې د اشنغر د سیمې خان و او پاچا خان همدلته په اشنغر کې زېږېدلی دی.

پاچا خان د پښتنو مرضونه ښه پېژندلي ول او د دې مرضونو د تشخیص او درملنې لپاره يې د پښتنو د سمولو او په سمه لار د رهبري کولو لپاره مټې رابډ وهلې او ډېر څه يې وکړل.

لومړی يې په خپله سیمه کې د اتمانزو ازاد هايي سکول جوړ کړ او خپل دواړه زامن غني خان او ولي خان او دغه راز يې خپله لور هم په همدې سکول کې شامل کړل.

پاچا خان د پښتنو د اصلاح لپاره د (انجمن اصلاح افاغنه) په نامه یوه ټولنه جوړه کړه چې دوی به خیره کارونه کول، یعنې له خلکو سره به يې خټې کولې، جوماتونه به يې جوړول او هر هغه چا ته به يې لاس ورکاوه چې مرستې ته به اړ و.

دغه ټولنه بیا په ۱۹۲۸ کال کې د خدايي خدمتګارانو په نامه بدله شوه او همدغه خیره چارو ته يې دوام ورکړ.

که څه هم تشدد د پښتون په خټه کې اغږل شوی دی،  مګر بابا به ویل تشدد ـ تشدد زېږوي، نو پکار ده چې له نرمۍ او عاطفې کار واخلئ او په نرمه ژبه خپل مقصد ته ورسېږئ.

پاچا خان د پښتنو د ناسمو دودونو او رواجونو پر ضد ډېره کامیابه مبارزه پیل کړه او پښتانه يې را ويښ کړل. دی په دې باور و چې پښتانه یو لوی قوم دی او د سترو ویاړنو د ترلاسه کولو قابلیت لري، خو خپلو تربګنیو او تربورولیو خوړلي دي.

د پاچا خان په تحریک کې داسې نه و چې ښه او بد په کې و، انسانیت ته پکې درناوی و او هر چا ته يې انساني ارزښت ورکاوه.
روایت دی چې پاچا خان به ویل که مو  کور ته بې وخته مېلمه راغی، ښځې به نه په تکلیف کوئ او هر هغه څه چې د خوراک لپاره په کور کې تیار ول هماغه به مېلمه ته ږدئ.
دغه راز پاچا خان په پښتنو کې لومړنی سړی دی چې ښځې يې له ځان سره په یوه درستاخوان کېنولې او ګډه يې ډوډۍ يې وخوړله، تر دې پخوا او اوس هم په پښتنو کې دا دود دی چې لومړی نارینه ډوډۍ خوري او وروسته  هغه خسوسکي چې له نارینو پاتې شي، ښځې يې خوري.

پاچا خان، مهتمم صاحب، فضل واحد او ملګرو ( مهتمم صاحب چې اصلي نوم يې مولوی تاج محمد و او د پوهاند صدیق الله رښتین پلار و) لخوا يې جوړې شوې ټولنې  “انجمن اصلاح افاغنه” داسې بڼه لرله  چې کټ مټ یو علمي مرکز و، چې د کلتور، ادب، ژبې، پوهنې او سیاست لپاره يې له هغه وخت راهیسې په لره او بره پښتونخوا کې بنیادي کارونه کړي دي.

دې  “انجمن اصلاح افاغنه” ټولنې چې وروسته بیا د خدايي خدمتګارو په تحریک بدله شوه، نه یوازې په سیاست کې بنیادي کارونه وکړل، بلکې پښتو ژبې او ادب ته يې ډېرې هڅې وکړې او له همدغه وخته په پښتو ادب کې نوي نثري ژانرونه او اثار رامنځته شول.

 دغې ټولنې به اوونیزې ناستې کولې او په دې ناستو کې به يې سټېج ډرامه وړاندې کوله چې ټولنیزې ناخوالې به يې پکې انځورولې د دغو سټیج ډرامو لوبغاړي ولې خان، غني خان، ماستر عبدالکریم او د اتمانزو د ازاد های سکول نورو زده کوونکي ول.

په پښتو ادب کې له همدغه وخته ډرامه لیکل رامنځته شول او عبدالاکبرخان اکبر لومړنی ډرامه لیکوال و چې د درې “یتیمان” په نامه يې ډرامه ولیکله. اکبر تر دې وروسته د “خدايي خدمتګار”، “تعلیم جدید او تهذیب جدید” په نامه نورې ډرامې هم ولیکلې.

دې ټولنې د ادب په برخه کې بل د پام وړ کار دا کړی چې د “پښتون” په نامه يې اخبار چلوه او دغه اخبار سربېره په پښتونخوا او افغانستان کې د نړۍ په لرو بر کې پښتنو ته رسېده او ډېر لوستونکې يې لرل.

د څېړونکو په باور دا یو منظم اخبار و چې د جریدې شکل يې لاره او سیاسي، اقتصادي، کولتوري او فرهنګي مسایلو يې نشرول.

پاچا خان او ملګري وو چې خلک يې تعلیم ته راوبلل او په پښتنو کې يې تعلیم عام کړ او ورته يې وویل چې ستاسې د عروج یوازینۍ لار علم او تعلیم دی.
پښتو ادب ته د خدايي خدمتګارو هڅې بېخي ډېرې دي او دا چاره په یوه کوچنۍ مقاله کې نه شي ځایدای او په دې برخه کې پراخې څېړنې ته اړتیا ده چې باید وشي.
په پښتونخوا کې د پښتو د معاصر ادب اوسني سر لاري د همدغې ټولنې او تحریک برکت دی چې موږ نن په پښتو ادب کې د غني خان، اجمل خټک، حمزه شینواري، دوست محمد کامل مومند، تقویم الحق کاکاخېل، راحت زاخېلي، مهدي شاه مهدي، ماستر عبدالکریم، سیف الرحمن سلیم، صاحب شاه صابر او سلګونو نورو ستر لیکوال او شاعران مطالعه کوو او پر اثارو يې څېړنې کوو.

لنډه دا چې پاچا خان د پښتنو د بیدارۍ لپاره تر خپلې وسې هڅې وکړې.

که تاسې غواړۍ چې پاچا خان ولولئ، نو د هغه د ځان پېښو یا آټوبیوګرافي اثر ولولئ!

د پاچا خان اټوبیوګرافي (زما ژوند او جد جهد) نومېږي.

دغه اثر د افغانستان په اکثرو کتابپلورنځیو کې موندل کېږي.

3 thoughts on “پښتو ادب ته د خدايي خدمتګارو هڅې/ خالد تکل”
  1. تکل صایب په ګوتو مو برکت او ډیر ښایسته مطلب مو لیکلی دی. الله ج د مونږ ته وس راکړی چی د خدای بخښلی پاچاخان وصیتونه پرځای کړو.

  2. تکل صيب! ښايسته ليکنه مو کړې ده ، په تېره بیا يو ځای تاسو راوړي، چې خان بابا به ډوډۍ له ښځو سره يو ځای خوړله همدارنګه به ده ويل چې که مو مېلمه کورته راشي، نو ښځې مه تکلیف کوئ، کوم څه چې مو تيار کړي وي هغه د مېلمه مخې ته کېږدئ.
    همدارنګه خان بابا : ترکومه چې پښتانه د ښځو په وړاندې له تاوتريخوالي لاس وانه خلي تر هغې به پښتون ولس د بدمرغيو ښکار وي.
    خان بابا دې الله وبښي موږ ته په کارده چې دهغه لاره تعقيب کړو.

  3. دمعلوماتو نه دي نړي مننه ددعدم تشدد دلاري ,فکر او خيالاتو لاروې يم . ژوند ژوند پښتون ستر څښتن دي دپښتون عزتمند قوم اتحاد راوويني . دسرحدي ګاندي روح دي ښاد وي

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *