د ساپي پښتوڅېړنو اوپراختيامرکز او د ځيرک خپرندويه ټولنې پرگډو هڅو د ښاغلي نبي مصداق له خوا ليکل شوي له څلورڅلوېښت زورو څخه زياتو لغتونواو ويناوو سره دپښتو- انگليسي ترټولو جامع او علمي قاموس چاپ شو.
دغه قاموس به دپښتو ژبې او ادبياتو د پوهنځي محصلينو لپاره د ساپي پښتوڅېړنو اوپراختيامرکزله خوا په نيمه بېه ورکول کيږي. محصلين یې د اړند پوهنځي د کارد په درلودو سره په پېښور کې د ساپي مرکزاوپه جلال اباد کې د نوموړي مرکز له نماينده گۍ (عبدالمجيد کتابپلورنځي) څخه ترلاسه کولى شي.
آیا د بهیج له انګلیسی پښتو ۲۰۰۹ څخه غني دی؟ که هو په کابل کې به یې چېرې لاس ته راوړم.
ولی تاسی اوس هم په پاکستان کی کتابونه چاپوی ایا په وطن کی مطبعه نه وه ? دا چی دچاپ ګټه ي وطن کی میشت مطبعی ته نه رسیژی نو هیچ محصل به دا غوره نه بولی چه پیشور ته لا شی او خپل د محصلی کارت شکاره کړی او ارزانه ډیکشنری تر لاسه کړی دا دی هم تاسی ( جی) ته مبارک وی مونژ ي نه غواړو
سلام
دا به ښه نه وي چې زه مخکې له کتو د ښه او بد قضاوت وکړم .په معياري ډول که نورو چاپ شوو قاموسو نوڅخه ښه وي نوکيداى شي چې زه له تاسو سره د هغه د پلورلو په برخه کې مرسته وکړم .ډير عالي کار دى خداى دې نور هم تاسو ته همت درکړي