څو کاله وړاندې په یوه سیمینار کې د ګډون لپاره د جرمني کولن ته لاړم. له یوه ملګري سره مخ شوم، خبره، په خبرو کې، ملي ژبې ته ووتله، پخوانی باچا، محمـدظاهر، یاد شو. ملګري مې د آتیایمې لسیزې یوه خاطره را واخیسته، و یې ویل چې، له یوه مشر ملګري سره، د باچا لیدلو ته، روم ته، لاړ و… ویې ویل، چې سبا بل سبا، د باچا له ګروپ سره د خبرو مېز ته کېناستو، مخکې له دې چې د افغانستان په موضوع خبرې پیل کړو، باچا پوښتنه وکړه:

ــ خو، امو حزب تان چطور شد!؟

ملګري مې ورته وویل، باچا جلالتمآبه، ګوند دې له تانه قربان شي، له ګوند نه تېر یو، ګوند به ستا د سرتېري او پېش مرګي رول ولوبوي؛ وړاندې شه، افغانستان مشر نلري، د شوروي یرغل په وړاندې د جهاد او د ملت مشرۍ ته ملا وتړه!

باچا، وایي، ځان پوی نکړ، بله پوښتنه یې وکړه:

ــ خو، امو افغانستان بزرګ تان … امو پشتونستان تان چطور شد!؟

ملګري ورته وویل، لوی افغانستان خپل سر وخوړ، چې اوس دا یو موټی افغانستان لاس ته راشي!

ملګري، باچا ته، د لوی او واړه افغانستان څه بله خبره کوله، خو باچا وار ور نکړ، بله پوښتنه یې وکړه:

ــ امو پشتوی تان چطور شد!؟

ملګري، وایي، د ښي لاس خپړه باچا ته ونیوله، ویې ویل، همایوني زاته، له پښتو ژبې نه، تېر نه یو!

باچا، ملګري مې راته وویل، اریان پاتې شو، ویې ویل:

ــ یې دیګه چطور!؟

ملګري، باچا ته د پښتو ژبې یوه پخوانۍ کیسه را ونیوله، ویې ویل: دی د اطلاعاتو او کولتور مامور و، د کوم رسمي کولتوري کار لپاره هندوستان ته روان و. د اطلاعاتو او کولتور وزیر ورته ویلي و، چې سبا به، هوایي میدان ته له تګ نه وړاندې، یو ځل ارګ ته ورځي او له باچا سره به ګوري؛ ملګری اریان پاتې شوی و، وزیر ته یې ویلي و، چې دې ما واړه مامور ته ګوره او له سفر نه وړاندې له باچا سره لیدو ته!؟

ملګري، باچا ته وویل: همایوني زاته، د وزیر خبره مې، ښکاره خبره وه، ومنله، په ډېر ویاړ، په سبا، له تګ نه وړاندې، ارګ ته درغلم…

ملګري مې وویل، د باچا تره سلطان محمود غازي، د باچا زوم سردار ولي، د سرادار ولي لور (او زلمي رسول، د ولسمشرۍ کاندید)، دې ټولو غوږ نیولی وو.

ملګري باچا ته وویل، چې درغلم، کتل مې چې د ګلخانې په ماڼۍ کې د کټواز د سلېمانخېلو څو کسه مشران ناست وو… پوی شوم چې د اطلاعانو او کولتور وزیر ستا او ستا د قوم تر منځ ژباړې ته درلېږلی وم…

ملګري مې باچا ته مسکی شو، ویې ویل:

ــ همایوني زاته، په یاد به دې نه وي، بیا مې ستا او ستا د قوم ترمنځ ژباړه وکړه!

ملګری مې بیا هم باچا ته مسکی شو:

ــ همایوني زاته! د قوم په ژبه دې، پښتو، نه پوهېدې!

ملګري مې وویل، چې د باچا ډلې، په مانادار انداز، یو بل ته سره، وکتل، غلي پاتې شول!

25/02/2014

ناروې

3 thoughts on “پښتو او ارګ/محمــدانعام واک”
  1. Da humayuni zat os bya de Arg khobuna wini aw la ter osa ye de tarikh na ibrat ne dai akhistai. Sitami Abdullah Pashto zda kerhey kho Zalmi Rassoul humayuni zat cheghey de adalat wahi kho pe khpel wejud key ye adalat ne shta. Pashto ye ne zda, da ham de Pashto sera chey mili aw rasmi jeba da bey adalati da. Sheza ye ne da kerhey da ham pe khpel zat de shezo sera bey adalati da. Nor kewaef kho ye zai pregda.Waye bey guna yem, kho pe jahad aw moqawemat key sha wandha larem. Jahad aw moqawemat kho tol Afghan ules malum dai chey tse wu chey pe key we ne shwel. Sera dedey tolo chey os ham dedey Humayuni zat pesey tsok mendhey wahi no da ba deyra stera jafa wi de Afghanistan sera.
    Doi ba dey 17 miliona Pashtano ta zhbarhen nisi aw ke tsenga!!!!!!!!!!??

  2. که ظاهر شاه خپل قام او ولس ته کتلی وای او خدمت یی کړی وای نو نن به دهغه اولاده هم په واک کی وه. وایی چی لوخی د خپل قام سپکاوی وکړ ، سر یی په اوبو کی شو. خپل قام لکه بړستن داسی ده . د انسان ټول عیبونه پکی پټ وی. مونږ په قام پرستی کی افراط نه کوو خو تری منکریدی هم نه شو. دا د هر انسان طبیعی غریزه ده چی له خپلو سره اوسی.

  3. محترم انعام صاحب ډیره ښه لیکنه او زه غواړم چه خپل یو لیدلی حال در بیان کړم
    د کرزی صاحب اولی شپی ورځی وی او باچا صاحب له خپلی کورنی سره له ایټالیا څخه نوی راغلی وو دطرزی صاحب د کورنی دیوی غړی سره دباچا یو لمسی ځمونږ دفتر دخپل د ایمیلونو دچک کولو لپاره راغلی وو ځکه هغه وخت ډیر کم او دګوتو به شمار کسان په کابل کی انتر نت ته لاسرسی درلود ما دمعمو ل سره سم ور سره روغبړ وکه خو چه په خبرو شوو جناب په پشتو نه پوهیده ما سوچ وکه چه د باچا لمسی حتمی په درباری یعنی فارسی ژبه خبری کوی چه په مات او ګوډ فارسی می ور سره خبری وکړی سړی هک پک پاتی وو او طرزی ته یی کتلی هغه نیک بخت هم په فارسی ښه نه پوهیده او ژر یی د مکناتن په ژبه یی وویل چه دواړه نه په پښتو او نه په فارسی ژبو نه پوهیژی ما له ځانه سره سوچ وکه او ډیر خوشحاله شوم چه دا دالله قهر او غضب دی چه په شاهی کورنی یی نازل کړی ځکه چه دوی په ارګ کی خپل مورنی ژبی ته توهین وکه او فارسی ژبه یی خپل کړه خو دخوشحالی ځای دادی چه هغه هم تری هیر شو او اوس په ایتالوی ژبی خبری کوی

ځواب ورکول hedayt ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *