اکسفورډ -۱۷دېسېمبر۲۰۱۷
د پښتو او ټولو افغاني ژبو لپاره يوه يوازېنۍ کره منل شوې او کارول شوې ابېڅې (Pashto Phonemic Alphabet) ]فونېتيکي او فونيميکي ابېڅې د نوې سايتېفيکې ژبپوهنې اوبيا غږ پو هنې(فونېتکيس) پر بنسټ ټيکاو لري او په اړوندو څانگپوهانو اړه لري، هيله ده، د نورې علمي نړۍ کولتور زموږ پښتانه اماتوران هم را خپل کړي، او يو دبل د پوهنڅانگې درناوی ولري، اوپه دې توگه ځا نته اجازه ور نه کړي ، چې په هره اړونده پوهنه او بيا (پښتو) ژبپوهنه او ور پورې تړلو ربړو (مسألو) کې لاسوهنه وکړي، او په دې لړکې خپلسري ابېڅې (الفبأ) رامنځته کړي- نوې ساينتيفيکه ژبپوهنه د نوي طب غو ندې، بيرته دوه نيم زرکلن زاړه مهال ته ورستنېدای نه شي چې هر ((حکيم جي)) يې راوننگولای شي!- زيار[
غږيزه يا فونيميکي ابيڅې (الفبې) چې ختيځپوهانو، هغه هم اروپايي آريانپوهانو او بيا پښتوپوهانو د نړيوالې سپڼپوهيزې ابېڅې (الفبای خن شناختی) [International Phonetic Alphabet]
پر بنسټ له نژدې يوې نيمې پېړۍ راهيسې د پښتو لپاره ټاکلې او پر کاراچولې ده. نړيواله هغه هم د نولسمې پېړۍ په روستيو کې يانې د نوې ژبپوهنې، او هممهاله د نوې پښتو ژبپوهنې (د نوميالي فرانسي جېمز دارمستېتر له خواله ۱۸۸۰تر۱۸۸۸ د پښتو غږپوهنې او آرپوهنې له کښنې سره) رادود شوې ده. نړ يواله هغه بيا پر۱۹۵۳ کال له دې يادونې سره دويم ځل چاپ شوې ده:
(Courtesy of International Phonetic Association, University College, London. W.C.I. Reprinted by permission.)
پښتو دا د (( افغانستان ژبپوهنې اطلس)) د څه باندې دېرشو افغاني ژبو (۲۸۴ گړدودونو ) لپاره کارول شوې ده. د دغه اطلس لسکلنه پروژه دنړيوال فرهنگي سازمان (يونسکو) په سپارښتنه د دارمستېتر او بيا گايگر د شاگرد نوميالي ناروېژي پښتوپوهانديا دلوېديځوالو په ستاينوم ((د افغانستان د ژبو پلار)) وياړلي استاد ((گيورگ مورگنستيرن)) او زما د سيده سويسي استاد(( ژارژ ردار)) تر لارښوونې لاندې له ۱۳۴۱ تر ۱۳۵۱ل. زما او دوه نورو ځوانو ژبپوهانو له خوا تر سره شوې جې د چاپ چارې يې د پروفېسر ردار له اوږدې ناروغۍ او بيا مړينې (۲۰۰۳) راهيسې د برن پوهنتون د آريانپوهنې په څانگه کې بشپړتيا او چاپ ته سترگې پرلاره ده.
ما اړونده ابېڅې پر۱۳۵۵ لمريز کال د لوی استاد حبيبي تر مشرۍ لاندې د زړو او نويو استادانو غونډې ته وړاندې کړې او تر هوکړې روسته پښتو ټولنې په خپلې رسمي اورگان ((زيري)) کې خپره کړې وه، خو د کوم تش په نامه ژبپوه په لاسوهنه له شپږ دېرشو څخه شپږ څلوېښتو سېمبولونو (توريو) ته رسولې چې تر اوسه يې د پوهنو اکادېمۍ په اډانه کې په هماغه بڼه په سيندونو(قاموسونو)کې د وينگ (تلفظ) په موخه پر کاراچوي. بيايې هم دهماغې آرې بڼې د ور ځايناستي کولو لپاره زما هلې ځلې روانې دي او ډېر ځوان علمي غړي مې همغږۍ ته را هڅولي دي.
هرگوره، په دغه ترڅ کې دوه (ښ ṣ – ږ ẓ ) سېمبوله چې تش په کندهاري گړدود اړه لري او پر وړاندې يې د استاد مورگنستيرن، انگرېز دېويد مېکنزي او فرانسي شارل کيفر، لکه د پښتو (مومند) پلار په څېر د منځنۍ پښتو (ښx̌ – ږ ğ ) کره بللي دي.
د همدغو دوو توريو په پام کې نيولو سره د ٌ زيارٌ په نامه دالاندې رغولی فونيميک فونټ د (قاموسونه آنلاين) د نوښتگر گران احمدولي اڅکزي څخه غوښتلای شئ:
خجنښه (-): چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه (á).
د عربي ځانگړي توريو (ث،ح،ذ، ص،ض، ط،ظ، ع، ف،ق، ء) فونيمي سېمبو
لونو کارول يوازې په قرآن او حديث کې اړين دي چې فونټ يې بياهم له ښاغلي اڅکزي [e-mail:wali achakzai@] راخپلولای شئ!
ابېڅې!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!ا یعنی الفبا!!!!!!!!!!!!!!!!ا زما په نظر خو دی ابتکار ته هیڅ حاجت نه شته!ا