تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان وکړ چې په پاکستان کې د پښتنو د وژنو او ستونزو د مخنیوي پر لارو چارو د خبرو لپاره به د مارچ په درېمه نېټه په کوټه کې لویه غونډه جوړه کړي.
ښاغلي پښتین وویل، د پښتنو خلاف روان جنګ دغه ستر ملت ته غمونه، خپګانونه او اوښکې راوړي دي او دوی د کوټې په غونډه کې په دې خبرې کوي چې د پښتنو بې موجبه قتلونه او ځورونې څوک کوي، ولې یې کوي او هدف یې څه دی؟
ده همداراز وویل چې په دې به هم خبرې وشي چې ولې له پښتنو سره ظلم روان دی او د بې درکه شویو پښتنو پوښتنه به هم وکړي.
منظور پښتین وروسته له دې په درسته سیمه کې نوم وګوټ چې په اسلام اباد کې یې د لس ورځو لپاره د احتجاجي پرلت په بریالیتوب لارښوونه وکړه.
ښاغلي پښتین د پښتنو خلاف د روانو ظلمونو په وړاندې د ټولو پښتنو ډلو او ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړای شو.
منظور پښتین وايي چې د کوټې په غونډه کې به د پښتنو په ټولو ستونزو خبرې وشي او یوه تکلاره به جوړه شي.
ده همداراز وویل چې د پښتنو د یووالي لپاره به غونډې او لاریونونه وکړي.
ده په سوات کې د تلاشۍ د پوستو خلاف د ولسي اعتراضونو ملاتړ وکړ.
ښاغلي پښتنین د سوات د خلکو احتجاج له ترهګرو سره تړل ناروا هڅه وبلله او ویې ویل چې هرڅوک چې د خپلو حقونو دفاع کوي د ترهګر په نوم ځپل کېږي.
پرون /سې شنبه/ د باجوړ زرګونو خلکو په کراچۍ کې د پښتنو پر سیستماتیکو وژنو اعتراض وکړ. دوی چې د فبرورۍ په پنځلسمه د باجوړ د یوه پښتون د وژل کېدو په پلمه د ټولو پښتنو د بې رحمانه وژنو خلاف راغونډ شوي وو، وویل چې دا نه لومړی ځل دی او نه به وروستی وي.
wish you sucsess
اسسلام عليکم ورحمته الله و برکاته ….
الحمدلله ستاسو ميړانه ستايو خو په احتياط سره مخ ته ځه ځکه بي دينه بي ناموس
بي ناموسه او بي ضميره ظالمانو له لاسه خطر درته جوړ نسي الله مو کامياب لره…
Salam.manzor saib Allah de hefazat okra.taso pukhtano tha hawsala werkara.aw da state da zulum khelaf mo awaz portha kro.
د حفیظ الله امین آیدیالوجیکل او کلچلر بنسټ د ټولو پښتنو د یووالی غوښتونکئ ده، د لر او بر د یووالی لپاره بایدله ممکنه امکاناتو نه استفاده وشی دا د شهید امین اساسی امید او آرزو وه، او دی آرزو ته رسیدنه به نه تنها د ټولو پښتنو کړاوونو ته د پای ټکی ږدی بلکه زمونږ د نیکونو روح به پری خوشاله شی که هغه لوی احمد خان وی که خوشحال وی او که ستر غفارخان وی
مونږ عدم تشدد خپله عقیده وګرځوله او نورو سیاست خو مونږ نقصان وکړ او نورو سیاست یووړ اوس د تاریخ له درسونو نه دا په کار ده چې د پراخ افغانی نیشنلیزم آواز د لر او بر د یووالی په قدرت پورته کړو او د افغان خاوره د تورو پنجابیانو او شین سترګو له منګلو نه وژغورو زمونږ بریا فقط په همدی محور را څرخی
د ح.امین د ایدیالوژی نه لیری لیری کېږه که نه بېړه به دی نوره هم غرقه شی
ښاغلی پښتین صاحب تاسو اوستاسو دلیاری ټولو ملګروته سلامونه سلامونه ا و بیا سلامونه وایم . عزتمنده : ستاسو آواز دحق آواز دی . اوحق دخدای ج نوم دی ، منکر یی کافر دی . نوځکه تاسی بر یالی یاست بریالی انشاالله .، نو پر ټولو د لراوبر پښتنو ، افغانانو اوباوجدانه انسانانو ته ددی ستر اوبرحق حرکت تاید ،ملاتړ اوحمایت فرض دی . سرلوړی و بر یالی اودښه صحت خاونداوسی . ،په درناوی