تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ کارزماتیک مشر منظور پښتین وايي، پښتانه غواړي چې د پاکستان له حکومت سره خپلې ستونزې په محکمه کې حل کړي خو که داسې ونه شول، حاضر دی چې خپل شکایت ملګروملتو ته ورسوي.

ښاغلي پښتین، چې په خپل حیرانوونکي لیډرشپ یې نسبتاً په لنډ وخت او کم عمر په لر و بر کې په ملیونونو پلویان خپل کړي، د پوځ او آی ایس آی له لوري د غیرقانوني نیونو، وژنو، ظلمونو، د ماینونو او ویجاړیو خلاف اواز پورته کړی او په اسلام اباد، کوټه، پېښور او نورو ځایونو کې یې په سترو ولسي غونډو کې د پښتنو دا پیغام ولسونو ته رسولی دی.

ده په یوه مرکه کې وویل چې که د پاکستان دولت (ریاست) قانوني حق ورنه کړ، خپل اعتراض به تر ملګروملتو پورې ورسوي.

ښاغلي پښتین الجزیرې تلویزیون ته وویل«زموږ بل ګام دا دی چې تروسه وسه ډېر خلک راغونډ کړو، څو د فانون پر اساس د خپلو حقونو غوښتنه وکړو. موږ غواړو چې زموږ مسلې په محکمه کې حل شي څو ډاډه شو. موږ غواړو چې دا مسله په پاکستان کې دننه حل شي، خو که داسې ونه شول، بیا موږ خپله ستونزه ملګروملتو ته رسوو او له نړیوالې ټولنې غواړو چې له موږ سره په دې سخت وخت کې ودرېږي.»

منظور پښتین همداراز وویل«دا یوه معجزه ده چې موږ هلوځلو ته دوام ورکړی دی.»

پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ په پېښور کې یولک کسان راټول کړل خو پاکستاني رسنیو د دې سترې مظاهرې خبرونه او تصویرونه خپاره نه کړل ځکه چې ویل کېږي چې پوځ رسنیو ته امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه خپاره نه کړي.

داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ او استخبارات له دې غورځنکه وېره لري.

پښتین الجزیرې تلویزیون ته وویل، کله چې د مارچ په میاشت کې ده له پښتنو سره د زورزیاتیو خلاف هلې ځلې پیلولې، یوازې ۲۲ تنه ورسره ملګري ول. «خو ډېر ژر زرګونه راسره یوځای شول. موږ فکر نه کاوه چې دومره ډېر خلک به زموږ سره ملګري کېږي. دا معجزه وه.»

پښتین وویل، پاکستان به هغه مهال ثبات ومومي چې پوځ او استخباراتي ادارې د خپلو اعمالو مسوولیت منلو ته تیارې شي.

پښتین لومړنی مشر دی چې په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو پر ظلمونو په ډاګه نیوکې کوي.

بې محاکمې وژنې او د خلکو بې درکه کول د پښتنو لپاره څه نوي نه دي. که کوم کمیسیون د دې مسلې د حل لپاره وګومارل شي، نورو ته به یې هم ګټه ورسېږي. که د خلکو خلاف د ایجنسیو (استخبارات او پوځ) دا بې عدالتۍ پای ته ورسېږي، غوسه به هم ختمه شي….»

پښتین تاکید وکړ چې د دوی اعتراضونه سوله ییز او قانوني دي.

«هغه کسان چې سوله نه غواړي، قانون ته هم درناوی نه کوي، او داسې ښکاري چې پاکستانۍ ادارې (پوځ او استخبارات) نه غواړي چې د قانون مطابق وچلېږي. دا حساسه مسله ده او موږ ته پکار ده چې پر دې فکر وکړو چې دوی ولې داسې کوي.»

ده دا ادعا په کلکه رد کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هند د استخباراتو (را) یا د افغانستان د استخباراتو (ملي امنیت) لپاره کار کوي.

«موږ د سولې او ارامښت لپاره کار کوو، څنګه کېدای شي چې د سوله ییز ژوند لپاره هڅو ته دې څوک بهرنۍ اجنډا ووايي.»

ده دا هم وویل چې «هڅې وشوې چې زموږ سوله ییزه تګلاره تشدد ته مخه کړي خو موږ به داسې ونه کړو.»

پښتانه د پاکستان د ۲۰۷ ملیون وګړو په سلو کې ۱۵ تشکیلوي او له پنجابیانو وروسته دوهم ستر قوم دی.

3 thoughts on “پښتین: که مو غوښتنې په محکمه کې حل نه شوې، ملګروملتو ته شکایت کوو”
  1. د پنجاب اتهام پر پښتنو کاملا بې اساسه دی. په فیسبوک کې د پنجابي پوج ویدیو ګانې خپله شاهدي وایی چې دوي په پښتنو ، بلوڅو اونور قومونو ظلم کوي.
    وایی د شپې هر څوک ډاریږي ، څوک حال وایی او څوک یې نه وایی.
    پر هر پښتون ظلم شوي و خو چا له ډاره حال نشو ویلی . اوس چې د پښتنو ملي مشر د خپلو ورونو د تحفظ او امنیت یا د ژوند د بقا غوښتنې کوي ، پنجابیان پردوی د جاسوسانو اتهام واردوي.
    د پښتون قوم ملي مبارزینو ته په کار ده چې د نورو قومونو لکه بلوڅانو او نورو ملاتړ هم تر لاسه کړي او خپله مبارزه تر پوره بریا پورې پرمخ بوځي. اوس ستاسو له هر اقدامه نړۍ په څو ثانیو کې خبريږي. که د الله ج رضا وه بریا ستاسو ده او تورمخي پنجابی به ژر درته په ګونډو شي.

  2. SALAMUALIKUM PASHTANOW /
    WHAT MANZOOR PASHTOON SAYING THAT IS ONE PART OF THAT
    BAD LIFE OF PASHTOONS IN PAKISTAN/ BUT ONE THING MUST REMIMBER/PASHTOON LEADERS LIKE ASFANDYAAR DID BUSINESS ON PASHTOON BLOOD/KARACHI RESIDENT KNOWS BETTER.
    MANZOOR IS A HONEST LEADER ALL PASHTOONS MUST SUPPORT HIM.
    THANK YOU

  3. زه پښتین ته یو صلاح ورکو م هغه داده چی د پاکستان د آی ایس آی د ملایانو څخه ځان ساته ځکه د پاکستان دا ملایان د پیسو له پاره هر څه کوی او تاریخ دا ثابته کړی ده چی په لر او بر کښی د خبر ی او رهبری سړی د همدی مولیانو په واسطه یا له منڅه تللی او یاهم بد نام له وطنه ورک شوی دی. کامیابی مو غواړم موږ تل له تاسو سره یوو.

ځواب ورکول Alakozay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *