هميم جلالزی

موږ په مدرسه کې د يونان پخواني منطق او فلسفه لوستل چې مهم بحث يې جزء لا يتجزا و، چې په معاصر علم کې ورته ايټوم وايي. جزء لا يتجزا د دوی په وينا هغه ذره وه چې نه تجزيه کېدونکې ده. موږ ته هغه کتابونه تدريسېدل چې سوونه کاله مخکې ليکل شوي و او د ليکوال په باور په دنيا کې جزء لايتجزا هم شته. دوی ملامت نه و، هغه مهال ساينس وده نه وه کړې او عام باور همدا و، چې ايټوم نه تجزيه کېږي، خو وروستيو ساينسي تجربو او واقعيتونه دا معادله سرچپه ثابته کړه. اوس خو ايټوم هم تجزيه کېږي او نور ذرات ترې جوړېدای شي.

د حزب اسلامي په اړه هم پخوا نظر داسې و، چې دا په ګلبدين حکمتيار باندې ډېر ټينګ ولاړ دي او که مري که پاتې کېږي، نو د ښاغلي حکمتيار تر سيوري لاندې به روان وي. مقصد سم دم هغه زموږ د مدرسې د ملايانو جزء لا يتجزا يې ورڅخه جوړ کړی و. خو اوس چې ورته ګورم دا جزء لا يتجزا نه دی، بلکې په ډېرو وړو وړو کتلو تجزيه کېدای شي. لنډه يې درواخلئ، ښاغلی ارغنديوال او کابينه يې له عبدالله عبدالله سره روان دي. د دوی حافظې د نويمو کلونو ډز و ډوز هېر کړی دی، چې له عبدالله او د هغه له ملګرو سره يې درلود. خالد فاروقي، په بله خوا روان دی. نوموړی خو ددې کريډيت هم لري چې وايي امريکا سټينګر توغندي په لومړي ځل ده ته ورکړل چې د افغان دولت او روسانو الوتکې پرې وولي، کېدای شي اوس هم د همدغسې يوې مرستې په تمه وي. ښاغلی سباوون خو لا هم په ارګ کې خپله حاضري امضاء کوي، خو د خالد فاروقي په څېر دی يې هم د ارغنديوال په کاسه نه خوري. هلال صاحب هم بېله کيسه روانه کړې ده، چې له کبله يې حکمتيار صاحب غوسه شوی او دی او ارغنديوال صاحب دواړه يې سياسي عاق کړي دي. د پکتيا والي جمعه خان همدرد بيا خپل دربار لري، هغه بيا تر ټولو وړاندې روان دی  او که خان يې په ياران يې متل د ارغنديوال حزب اسلامي ته مخکې مخکې کوي. په تخار کې د حزب اسلامي تر ټولو سترې کتلې له حزب اسلامي سره خدای پاماني کړې ده. په دې نژدې ورځو کې به حزب اسلامي نورې څانګې هم ولري او دا ونه به لا ګوره شي. ځکه نو اوس حزب اسلامي جزء لا يتجزا نه دی، بلکې تر هغه به تجزيه کېږي چې وروستۍ ذره يې پاتې وي. وخت د حکمتيار کارېزما هم له کاره وغورځوله.

د حزب اسلامي رايې:

عبدالله عبدالله هم اوس پخپله له دې پوښتنې سره مخ دی، چې د انجنير محمد خان په ټاکنه يې کومه ګټه وکړه؟ انجنير محمد خان د ښاغلي ارغنديوال د حزب اسلامي مهم مشر دی چې يو وخت حکمتيار ته د نژدې کسانو په ډله کې و او ان د هغه د اطلاعاتو مشر هم پاتې شوی دی.

له غزني څخه ولسي جرګې ته کانديد دغه پخواني وکيل په دويم ځل هومره رايې هم پوره نه کړې چې بيا پرې ولسي جرګې ته راشي، دا ځل يې نيت کړی دی چې عبدالله عبدالله بريالی کړي. ممکن يو څوک ووايي، چې دی يوازې د غزني د قرباغ په رايو حساب نه کوي، بلکې د حزب اسلامي رايې به له ده سره وي، خو دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده چې حزب اسلامي لا له مخکې څو ټوټې دی.

د حکمتيار د پلويانو رايې کېدای شي هېڅکله د ښاغلي ارغنديوال يا انجنير محمد خان په برکت د عبدالله په صندوق کې و نه لوېږي. شونې ده د جمعه خان همدرد پلويان هم د ځينې محلوظاتو له کبله د ښاغلي هلال ملا ور وتړي، خو خالد فاروقي او ښاغلی سباوون چې څو پلويان لري ممکن هغوی يې بل داسې کانديد ته رايې ورکړي چې پر بريالي کېدو يې باوري وي.

د حزب اسلامي يوه بله لويه کتله هم شته چې په سياست کې هومره مطرح نه دي خو رايې يې کېدای شي پرېکنده رول ولري. دا په شمال کې په تخار او بدخشان کې حزبيان دي. د بدخشان د اکثرو حزبيانو رايه ممکن استاد سياف ته ولاړه شي او د تخار د هغو رايه به درېيم کانديد ته ځي چې همدا اوس يې په اړه خبرې روانې دي. پر دغو رايو ځکه ډېر حساب په کار دی چې تېر ځل يې په شمال کې د ولسمشر کرزي د رايو سلنه ډېره لوړه بېولې وه.

عبدالله عبدالله هم اوس پر دې پوهېدلی دی، چې انجنير محمد خان يې د غاړې بار دی او که يې د انجنير محمد خان پر ځای له کوم بل پښتون تکنوکرات سره لاره وړې وای ممکن ډېرې رايې به يې ګټلې وې. له بلې خوا د حزب اسلامي پښېماني هم تر عبدالله کمه نه ده. هغه مهال چې جمعيت او بيا شورای نظار ووېشل شوه، نو عبدالله يوازې پاتې شو او لږو ډېره رايه يوې او بلې خوا ته ولاړه. د حزب اسلامي  تېروتنه دا وه چې خپله محاسبه يې د واقعيتونو پر ځای په خيالي نخشو يا Fantasy باندې ولاړه ده. دوی تلواره وکړه او له يوې غټې کتلې څخه جلا شو چې پايله يې دا وه شوه چې نه يې پردی ملاتړ راخپل کړ او نه هم خپل قوت ورپاتې شو.

ننګوونکې ټاکنې:

اوسنيو ټاکنو د نوماندانو په ډله کې درې مطرح کسان، ډاکټر اشرف غني احمدزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او قيوم کرزی حسابل کېږي. ممکن ځينې خلک په ټاکنو کې پر دې حساب وکړي، چې يو کانديد ډېر مشهور دی، هغه بل بيا زور او زر لري او هغه بل بيا حکومتي ملاتړ لري، هغه بل په قومي حسابونو کې مخکې دی، خو اوس شرایط د ۲۰۰۹ کال په پرتله توپير کوي. خلکو د کانديدانو ژمنې هم ولېدې او عمل يې هم وليد، اوس پوهېږي چې له چا سره چې پروګرام نه وي له هغه سره تګ بې مانا دی. زما يوه پوښتنه دا ده چې فرض کړئ عبدالله عبدالله نن بريالی شو، څنګه حکومت به کوي، هغه چې د بهرنيو چارو وزارت اداره نه کړای شي، نو د حکومت به يې څه حال وي. که قيوم کرزی بريالی شي څه به کوي؟ اصلي خبره د تګلارې ده چې په دې برخه کې اشرف غني احمدزی تر ټولو مخکې دی. د اشرف غني مهم خصوصيت دا دی چې کومه خبره کوي هغه عملي کولای هم شي او دا په ماليې وزارت، کابل پوهنتون، د لېږد په بهير او د هغه په نورو دندو ثابته شوې ده.

خو ټاکنې به داسې هم نه وي چې خلک به ټول په اشرف غني باندې سلا کوي. د افغانستان په سنتي ټولنه کې لوی قومونه څه ان واړه واړه هم مطرح دي او له ډېرو مسايلو سره قومي چلند کېږي. ممکن يو شمېر نوماندان د قوم پره پورته کړي او له همدغې لارې د رايو خيرات وغواړي. ځينې کېدای شي جهاد، ګوند، لږکی او ډېرکی او ځينې نور مسايل رامخې کړي چې دا ټول پخپل وار سره په رايو باندې تاثير لري له همدې کبله دويم پړاو ته د ټاکنو د وتلو اندېښنه شته. موږ په ۲۰۰۹ کې هم دويم پړاو ته د ټاکنو د وتلو تجربه وکړه، خو زموږ شرایط اوس هغسې نه دي.

هغه مهال امريکا له ولسمشر کرزي سره په دښمني کې د افغانستان ټاکنې وننګولې او دويم پړاو ته يې و ايستلې. که دا کار رښتيا هم د عبدالله عبدالله د رايو د ډېرښت له کبله شوی وای، نو هغه عبدالله چې زه پېژنم هېڅکله به هم ارام نه وای کېناستلی او په دويم ځل ټاکنو کې به يې برخه اخيستې وه. د تېرو ټاکنو پر مهال مې له ښاغلي عبدالله سره مرکه کوله، ترې ومې وپوښتل چې که ناکام شې څه به کوې؟ هغه په ډېره تونده لهجه وويل: زه ناکامېږم نه، خو که درغلي را سره وشوه نو کوڅو ته به راووځو.

خو دا ځل د رايو د وېش له کبله د دويم ځل ټاکنو شونتيا شته. خو که دويم پړاو ته هم ټاکنې وځي او کومه لويه معامله و نه شي نو حزب اسلامي او عبدالله يې د ګټلو چانس نه لري. دوی هغه پره ډېره پخوا بايللې چې دغه ميدان پرې ګټلی شي ځکه بايد بيا هم د کوڅې او تاوتريخوالي افشن ته لاس واچوي او په دولت باندې د نيمه کودتا هڅه وکړي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

17 thoughts on “پښېمانه جوړه، له عبدالله سره د حزب اسلامي ايتلاف”
  1. داکتر عبدالله په نظامی بخش کی د مسعود ترڅنګ لږ او ډیر کار کړی دی او کله چی د مسعود د کورنی جنګ وزیر و دی یی ویاند او بیا لندن ته د انګلیسی ژبی زدکړی لپاره ولیږل شو د استاد ربانی د خواجه بهاوالدین او کولاب د امپراطوری د وخت په وروستیو کی د باندنیو چارو وزارت سرپرستی ورله غاړی شوه ، ځکه چی د ربانی د باندنیو چارو لپاره د دولت وزیر نجیب الله لفرایی په خیرخانه کی په خپل کور کی بند پاته شوی وو چی بیا وروسته د طالبانو په وروستیو ورځو کی د چادری په استفادی لومړی پاکستان اوبیا نوی زیلاند ته مهاجر شو.
    داکتر عبدالله د حامد کرزی په اوله دوره کی د افغانستان د باندنیو چارو وزیر وټاکل شو. دی په خپل کار کی ډیر بریالی وو او خپل تنظیم او ولسوالی ته یی نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی د ښاغلی عبدالله له برکته د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ټول پرسونل یعنی د هیواد په داخل او بهر کی ( د افغانستانو په سفارتونو ، سیاسی او ديپلوماتیکو اوقونسلی نمایندګیو ) جمعیت اسلامی تنظیم ته وفاداره او د هغه وخت د پنجشیر د شپيته زره کسیز ولسوالیو له خلکو نه ډک دی . د افغانستان د باندنیو چارو پالیسی همدوی ټاکی . په نیویارک ، واشنګتن ، مسکو ، بروکسل، برلین، پاریس ، روم ، تهران ، ژنیو ، نوی دهلی ، عربی هیوادونو او بالاخره په ټوله نړۍ کی د دوی نازولی په کار پوه ، مسلکی او غیر مسلکی ، کسان په دندو ګمارل شوی دی او دوی ته کار کوی
    هغه پخوانی او تجربه درلودونکی ديپلوماتان او مامورین چی یواځی یی د خپل دیپلوم او مسلک له مخی په باندنیو چارو وزارت کی کار کاوو له دندو لری او یا زړه توری شول . دا کار د ښاغلی داکتر عبدالله د بریالیتوب او د ښاغلی حامدکرزی د ناکامیدو اصلی علت دی . که څوک باور نه لری نو مهربانی د وکړی او د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ټولو مامورینو سوانح د وګوری چی څو سلنه پنجشیریان هلته کار کوی او څو سلنه نور یی پښتانه او مسلکی کدرونه دی.

  2. همیم صاحب زه ستا دنطر سره کاملآ موافق یم او په ریشتیش شه تحلیل د کړی ده انتخابات دوهمی مرحلی ته ځی چه هلته څو شیان ډیر دپام وړ دی
    د خلکو ملاتړ
    جهانی ټولنی ملاتړاو نور

  3. وېيل کېږي چې له دې وروستيو بدلونونو سره او د حزب د وېش د ګړندۍ پروسې په مشاهده کولو د ګلبدين عصاب خراب شوي او ګډې وډې وايي. او دا خبره ډېره کوي چې اخر هم افغانانو او بيا په تېره خپلو حزبي غړو وپېژندم چې زما فکر پردی ؤ او ما د پنجاب د مېښو شيدې خوړلې

  4. دا خبره درسته دي چي فعلا خالد فاروقي له حزب اسلامي نه بيل فعاليت كوي خو ډير په نږدو كي به واوري چي بير ته له حزب اسلامي سره خپل يوځاي والي اعلان كړي همدارنګه جمعه خان همدرد اوس هم دحزب اسلامي يو مهم غړي دي له جميعت سره دحزب له يو ځاي والي خوښ نه وه خو اوس بيرته پخلا شوي پاتي شو سباوون هغه نه رسمي حزب لري اونه هم دومره پلويان لري له عدلي وزارت سره يو حزب ثبت دي چي دارغنديوال په مشري حزب اسلامي دي

  5. جلال زی صاحب ځینی به درسره ومنم لکه دحزب اسلامی یوتعداد کسان چی اوس دځانګړی ډلی لرونکی دی، خوحزب اسلامی دارغندیوال صاحب په مشری اوس هم په هیواد کی، دلوی نفوذ لرونکی دی، یوه خبره دی دلته بی بنسټه ده چی انجنرصاحب محمدخان له غزنی یعنی خپل ولایت څخه ومګرکامیاب نه سو، انجنرصاحب دغزنی نه بلکه په تیرکی دکابل ولایت څخه کاندیدو،، دویمه داچی ستادلیکنی څخه واضح معلومیږي چی اشرف غنی احمدزی ته کمپاین کوی هغوی مو ترټولو مناسب شخص معرفی کړی ، موږ څه اعتراض نه لرو، خوګوره پربل حزب او بیاداسی حزب چی ابتکارات او کارنامی یی دهیریدولونه دی داسی بی رحمه ګذار کول ستاسی اشتباه ده، بل داچي تاسی په دی حزبی تعصب کی داسی وړاندی تللی یاست چی د دوستم له وجی دکمونست نوم نسی اخستلای بلکه وایاست چی مجاهدینو پرافغان دولت سټنګر غورځول، دافغان دولت پرځای باید ستا وجدان کمونست حکومت نه دی منلی.

  6. السلام علیکم ۰۰۰۰۰ خدای ج فرمایی چی څوک کبر کوی او فه خفل کبر فخر کوی الله ج به هغه ذلیله او رسوای کوی ۰۰۰بیشکه چی حزب اسلامی یو مغرور تنظیم وه چی دهیچا خبر یی نه منله او دجهاد وقت کی زیاتی تنظیمی جګړی وکړی دمثال فه توګه کڼر کی مولوی جمیل الرحمن سره هلمند کی نسیم اخوندزاده سره شنډند کی اسماعیل خان سره فکتیا کی منصور صاحب سره میدان شار کی حرکت او جمعیت سره تخار کابل شمالی او کندوز کی احمدشاه مسعود سره او داسی ډیری زیاتی او بی حسابه جګړی حزب اسلامی دحکمتیار فه مشری کړی چی لقب یی جګړه مار تنظیم ته اوړی ۰۰۰او دا ټولی بد بخطی ددوی له لاسه را روانی دی چی دهمدغه کبر نتیجه وه چی معا وینت ته هم خوشحاله کیږی او خالی یو ریاست ته هم خدای ج به دوی نور هم ذلیله کړی که دافغان ولس فه عقلو کی لږ درک وی ۰ داځکه چی دوی بل هیځوک نه منل او شاغلی حکمتیار څخه خفل ورونه ځامن خفلوان ملرګی ټول نا رضه شول او موږ هم ددوی نږدی خفل و چی نا راضه او خفه یو ۰۰۰۰ والسلام

  7. د اشغالگرو ځواکونو په شتون كي به انتخابات له يوې ډرامې پرته بل څه نه وي، پايلي ئې هم تېرو انتخاباتو ته ورته.
    دا هم يو دردناک حقيقت دئ چي ولسشمر يه په کابل کي د امريکا سفارت ټاکي نه هغه افغانان چي خپلي رأيي په صندوقونو کي اچوي

  8. داکترسهیل صیب زه ستا دنظرسره کلک مخالف یم زکه چی حزب اسلامی هغه تنظیم دی چی دجهاد داولی ورزی خخه ترنن بوری دخبل ولس به خنک کی دریدلی او دولس به شادی خوشحاله اوبه غم یی غمجن دی نو داخبره دحقیقت نه دیره لیری ده حزب اسلامی هیخکله دکوم خبلواک اوآزاد گوندسره ندی جنگیدلی بلکه هر وخت دبردیو اوغلامو گوندونو چی دبردیو به اشاره یی چی ددی تنظیم به وراندی دسیسی جوری کری یوازی دخان خخه یی دفاع کری ده داچی تا دذلیل خطاب کری دی دلمرنه روشانه دی چی خوک خوار اوذلیل دی هغه چی نن به کابل کی دی دیهود دواکمنی لاندی اوکه هغه چی دالله ج درضا اود ددین دکلمه الله داوچتولو لباره به سنگرونو کی براته دی.بل داچی زه خبله دافغانستان به یوه لیری سیمه کی بروت یم اوددی تنظیم به شان بل کوم شه تنظیم نه گورم نو داچه ته دمحترم انجنیرصاحب خبل یی کیدای شی دقدرت یا دامتیازد غوشتلو به خاطربه خبه شوی وی یا داچی داسلام اوشریعت سره به برابرنه وی نو به آخرکی هیله کوم چه رانه خبه نشی مننه

  9. عبدالله کله څېد دوستم په کورکې دخپلې ډلې ملاتړنه باورمن سو،پښتون لا پریږده،دوستم ېې هم ځواب کړ۰دعبدالله په سوچ دمحمدخان په نوماند به هم پښتانه اوهم حزبیان به استعمال کړم[څې مآ ټول دما]حال داڅې محمدخان دخپل استخباراتي اواطلاعاتي دوران د[ای،اس،آی]په مشوره ډیرمشهوره پښتانه داجل کندې ته واچول۰

  10. Da Islam pa noom yee speyan stalli wooo, che khalak baye khowaral, yad mo shey Sarobi hai hai Allah pak ta ba sa jawab owayeee da kooonayanoo tanzim, tool hagha nakam sazmanian ow be natiji communistan che Hora nari bayee wahali da khapal zowand da zghorallo lapara le hezbi islami sara yowzai showal ow hagha karoona yee okrak che mogak pa godam ke ham nadi kareee

    Zinda Bad waqi Isalam

  11. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي ليکوال له تحليله مې دغه څو کرې «موږ په مدرسه کې د يونان پخواني منطق او فلسفه لوستل چې مهم بحث يې جزء لا يتجزا و، چې په معاصر علم کې ورته ايټوم وايي. جزء لا يتجزا د دوی په وينا هغه ذره وه چې نه تجزيه کېدونکې ده.» را واخيستې، خو بايد ورته ياده شي، چې په فزيکي نړۍ کې ريښتيا هم د نه وېشېدونکې يا نه بېلېدونکې زرې يا بڅرکي شتون شته، چې ورته بلاتشبېعې د خدای زره يا د څښتن نښه هم وايی.
    په هستوي او بيا په سُب نوکليآر فزيک کې د کوانتوم فزيک تر څنګ د زراتو فزيک، چې ورته د ميکرو-ټوټې فزيک هم ويل کېږي ليا له ۱۹۷۰ کاله خپل شتون تثبيت کړی دی، چې يو شمېر فژیکپوهانو پکې د نوبل جايزه هم اخيستې ده. د مادې په دغه فزيکي حالت کې شپږ داسې زرات تثبيت شوي، دې، چې تر آټوم يعنې د يو عنصر تر ټولو وړه برخه، چې د عنصر ځانګړتياوې ولري، په جوړښت کې کارېږي او همدغه شپږ زرات د مادې په جوړښت کې اساسي رول لوبوي، چې د فلسفي ميتازيک اړخ يې پياوړی کړی دی.
    دغه شپږ بڅرکي د (ښايسته، رنکين، ځلېدونکی، ښکتنی، پروتنی او لنډکی) په نامه سره پېژندل شوي دي، چې ځانګړتيا يې دا ده، چې په يو او بل اوړي، له يو او بله سره په تضاد کې وي او هر ي، يې کولی شي خپلو ځانکړتياوو ته بدلون ورکړي، چې د زرات د موجوديت دغه ځانکړتيآوې بيا د فزيکي دياليکتيک بس منظر ته نغوته کوي، نو له دغو مفاهيمو داسې برېښي، چې اټوم خو ليآ ۴۰ کاله مخکې په خپلو برخو يعنې (منفي چارج الېکترون)، مثبت چارج پوزېترون او بې چارجه يا خونثی نيوټرون باندې، تجزيه شوی دی او ميندلييف بيا د عناصرو کيمياوي اډانه ورته جوړه کړې ده، نو ځکه د ميتافيزيک فلسفه هم ليا ۳۰۰ کاله زړه ده، نو ښاغلي هميم جلالزي صيب په مدرسه کوم زاړه کتابونه او د يونانيانو زړې خبرې لوستې دي، چې ليآ هم د آټوم په کچه سوچونه کوي!!
    په دې کې شک نشته، چې په فلسفه کې انتيکه فلسفه يا د يونان خوږې خبرې خپل ځای لري، ديني فلسفه بيا خپل اړخ لري او د ماټرياليزم او ايډياليزم فلسفه، چې ميتافزيک طرزتفکر يې هم برخه دی، د اتلسمې پېړۍ زېږنده ده او داسې ډېر نور فلسفي ښوونځي شته دی، خو ستاسو پرته ليزه ټولنيز يا تاريخي دياليکتيک تحليل بيا د ميتافزيک فلسفې سره سر نه خوري، ځکه نو د پښتو متل دی، چې اول يې زده کړه او بيا يې کوژده کړه!
    د ښاغلي حکمتيار صيب په اړه بايد ياده شي، چې د ۴۵ کلونو په بهير کې د حکمتيار نوم د افغانستان د تاريخ نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلی دی، چې ليا مخکې له سرې غميزې په ۱۹۷۲ـ۱۹۷۳ کال شاوخوا د دېمزنګ له بنديخانې تښی دی او تر ننه يې د افغانستان د يرغلګرو پر ضد د جهاد مورچل تود ساتلی دی، خو د غويي د غميزې له پيله يې هم ډېر خلک د اسلامي ګوند او ګلبدين سره په تړاو کې تری تام کړل، چې د «مرګ په ليست» کې هم اکثريت د اخواني په نامه وژل شوي دي.
    د کابل پوهنتون د انجينيري فاکولته د ګلبدينيانو ځاله يآدېدله او څوک چې به د انجينيري د پوهنځي محصل شو، نو د «ګلبديني» ورستاړی ورپورې تړلی وو! او د اګسا، کام، خاد او واد سپاهيان به ورپسې سيخ ول.
    د اسلامي تفکر يو شمېر خلک د ډالرو، کلدارو او دينارو قربانيان او يآ روږدي شول او لکه مې غوندې په هر مجمه کې ورغښتل او يو شمېر يې لکه اوبو غوندې د هر لوښي رنګ ونيولو، چې په پيل کې رباني، نبي، سياف، خالص ترې په څنګ ووتل او بيا پسې له تيکنوکراتانو سره دا نوي ګونديان او يا ګوندونه يې راپيدا شول، چې سپينې سترګې يې شنو ډالرو ته سرې شو! او آن دا چې له رقيبانو سره يې هم لاسونه په وينو کې سره کړل!
    په دې ذهني او ګوندي وېشنه کې بايد صرف د يو او يا بل شخص وجدان او ضمير ته نغوته وشي، اما نه د حکمتيار رهبري او يا هم د ګوند منشور ته، ځکه حکمتيار په خپلو هغو ايډيالونو ولاړ دی، چې په اسلام کې دي او د جهاد په برخه کې يې په زغرده ويلي دي، چې تر هغه به جهاد کوي، چې تر څو بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي! او د افغانستان لپاره د يو اسلامي دولت غوښتونکی دی.
    زه د حکمتيار له دغه دريځ سره موافق يم! مګر يو نقل به ورکړم، چې امريکايانو خو له افغانستان پښې سپکوي او په ۲۰۱۴ کې به يې تېښته حتمي وي، مګر افغانستان يو مصرفونکی مملکت دی، چې پرته له اپينو بل توليد نه لري، مګر د افغانستان ۳۰ ميليونه خلک ډوډي، جامو او کور ته اړتيا لري، چې په ۲۱ پېړۍ کې يو انسان نشي کولی له حيواناتو سره په غوجل، له مېږو سره په مېږتون کې او يا هم له ځنګليآنو سره د غرونو په سمڅو کې ژوند وکړي، نو يو شمېر پوښتنو ته بايد ليا اوس ځواب ارائه شي.
    داسې ګومان وکړی، چې په افغانستان کې انتقالي دولت جوړ شو او بيا انتخابي واکمني رامنځ ته شوله، نو ايا د حکمتيار ګوند او يا د طالبانو غورځنګ او يا هم د نننيو تېکنوکرتانو او يا حرفوي غلو د جموجم لخوا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره کوم پروګرام شته دی! او يا دا چې په غشو به وختونه تېروو!
    د غشو کيسه داسې ده، چې وايي يو ځلې د يوافغان له يو هندو سره مخ پر هندوستان مزل يو ځای شوی وو، لکه چې وايي، هندوې په ناز او کرشمو سمبال دي، نو د له هندو سره هندوه هم ښه شی وه! نو د افغان ورته نس په تخنېدو شو! نو پلمه پسې لالهانده وو! چې خپله ليندۍ يې له غشې سره راوايستله، نو يو او بل پلو ته يې غشې وار کړې! د هندو غشې ته پام شو، نو د سيالي هوا يې په سر کې تېره شوه، نو پټان ته يې ورغږ کړ! راځه غشې دواړه وولو!
    لومړی هندو غشته ووېشتله او پټان غشه بيرته راوړله او بيا نو پټان غشه واخيستله او له راده يې ها پلو ووېشتله او هندو پّ اوبو ورګډ شو! نو هندو په غشه پسې ولاړ، خو هندوه پټان بايي ته موسکا شوه، چې په هوس کې په هوا شوه! نو کله چې هندو په حال پوه شو، نو په پټه خوله يې د غشې لوبه تېره کړه! کال ليا نه وو تېر چې د هندو بيا په افغانستان سر شو! په ښار کې يې خپل زوړ پټان لاروی وليدلو، نو ورو يې په اوږه ټپ تپ کړ او ورته يې وويل! پټان بايي، د کور مور سرشته دې کړې ده او که اوس هم په غشو وخت تېروې!
    درنو لوستونکو! نو د افغانستان ټولنيز ژوند هم تر پايه د غشو په کانو نه کېږي، ځکه نو د افغانستان لپاره بايد يو دايمالعمر مګر نه دايمالخمر حللاره وموندل شي، چې د افغانستان د خپلواکي ارمغان ولري، د هوسا ژوند پيغام ولري او د سولې وږمې ولري! ځکه نو د حکمتيار ګوند او د طالبانو غورځنګ بايد د افغانستان لپاره د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، امنيتي چارو، روغتيايي چارو د افغانستان د ملي ارزښتونو د ساتلو او پلي کولو يوه پراخه کړنلاره او پروګرام په ليکلي بڼه ملت ته وړاندې کړي، ځکه په دغه حرفوي غلو د افغانستان ښه نه کېږي! ځکه دا د انتخاباتو ډنډوره هم يوه موقتي ساتيري ده، چې خير يې نه ملت ته رسي او نه هم رئيات ته! نو د هيلې سترګې همدغه مقاومت دي، چې دوی به څه کوي! د مشر ملا واليان، ولسوالان او داسې نور هم ليا مخکي مقرر شوي دي، نو دې هم لکه چې لکه يوه اېنټرنيتي لوبه د عاميانو مغزونه مغشوش کړي دي!
    معه سلاموک الاهلول مسلمين و الاهلول صادقين
    ملا ميوند آخوند

  12. ملا میوند اخونده،‌ستا له لیکنو څخه داسی معلومیږی چی زده کړی دی ښی کړی دی،‌خو د سوچ نه دی داسی معلومیږی چی ستا لوړو زده کړو ستا زاړه ماغزه نه دی بدل کړی او اوس هم د امارت خوبونه وینی. ستا په څیر ملایانو افغانستان برباد کړ او خلک یی په نړی کی په شرمونو و شرمول. ته هم ماته هغه د پل خشتی د جامع جومات د ملا په څیر ښکاری چی څلویښت کاله یی خلکو ته مونځونه ورکول او په اخیر کی د انګلیس جاسوس راوخوت. خو ستا او د هغه ملا توپیر په دی کی دی چی هغه د انګلیس جاسوس ؤ او ته د پاکستان او آی ایس آی جاسوس یی.‌ آلله ج نه غواړم چی دا زمونږ ناپوهه ملایان یا اصلاح کړی او یا دی هم له افغانستان څخه ورک کړی تر څو دا خلک د سیاست نه لری ملایانو پسی مونځونه وکړی او خپل دینداری سرته ورسوی.‌ تاسی د دین ا خپرولو پر ځای د قدرت او پیسو پسی لیونی ګرځی او په دی لاره کی د هیځ کار نه دریغ نه کوی.‌ بی ګناه خلک شهیدان کوی،‌سړکونه،‌پلونه او ویالی په بمونو الوځوی، د خلکو نه په زوره عشر او ذکات اخلی،‌جوماتونه شهیدان کوی،‌د الله ج عظیم الشان کتاب کی بم ګږدی او دا سپیځلی کتاب په جومات کی شهید کوی،‌ خلک د لمانځه په سر وژنی او په دی وروستیو وختونو کی خو مو بله کیسه هم شروع کړی،‌او هغه د تنکی ځوانانو سره لواطت کول دی چی اول ورسره معامله کوی او بیا یی انتحاری حملو ته استوی.‌ الله تعالی به مو هیڅکله انشاالله و نه بښی.‌ تاسی د افغانستان لپاره د مکناټن څخه هم خطرناک یاست. پنجابی د سپی زامن په خپل ملک کی ښځی ګډوی،‌ فاحشه خانی لری،‌ په سینما ګانو کی یی سکس فلمونه خپریږی او بیا د افغانستان په خلکو غواړی ستاسو اجیرو څیرو په وسیله اسلامی حکومت جوړ کړی.‌ دا اسلام دی تورو پنجابیانو ته همدغه د افغانستان خلکو ور زده کړ. دوی اوس هم په دین خبر نه دی.‌ د څو وزیرانو ویډیوګانی یی په فیس بوک کی خپری شوی چی حتی د قول هو والله هو احد مبارک ایت یی هم زده نه ؤ او غلط یی وایه خو بیا د افغانستان خلکو ته غواړی اسلام ور زده کړی. الله تعالی دی دوی د دوزخ په لمبو کی وسوځوی او تاسی دی ورسره یو ځای تباه او برباد کړی.‌ آمین.

  13. السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته / داسی شکاری چی حزب اسلام دوه نور ځامن تنظیمونه زیږولی دی ۱ دمحصیلینو اسلامی تنظیم چی مشری جکمتیار خفل ځوی ته ورکړی چی بعضی تروریستی فیشی هم فه خفله فړه اخلی او دا ځان دمجاهدینو ځامن ځانونه منصوبوی البته دایی مشر ځوی دی۲ دوهم ځوی دحزب اسلامی چی نوی نوم لری او مخ فه وړاندی روان دی دهغه نوم دی داربکیانو اسلامی تنظیم چی دری فلرونه لری اوداسی ځوی ته فشتو کی حرامی هم وای چی یو فلار یی سباون بل یی عبدالهادی ارغندوال او بل یی قطب الدین هلال دی ددی تنظیم تمویل امر یکا یان فخفله کوی چی زیاته برخه نفوس میدان وردګو کندوز غزنی لوګر اوداسی اکثرو ولایاتو کی فه مستقله توګه دامریکا فه مالی مرسته او دکابل ددولت فه تا ید مخ فه وړاندی روان دی خو داسی معلو میږی څو ورخي وروسته حزب اسلامی یو بل ځوی هم فیدا کړی او دهغه لفاره قاضی عبد الحکیم چی دحکمتیار معاون ځان بولی لټوی کیدی شی دا نوم برتا نویان ورته خوش کړی او مشوری فری روانی دی ۰ خو خدای ج وکړی ځوی شی لور نشی ګر چی ډاکترانو فه طبی معایناتو کی دهلک تشخیص کړی دی ۰۰۰ والسلام

  14. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته / زه به شاغلی مدثر ته دا ووایم چی حزب اسلامی خو ټول افغانستان سره وجنګید همدغه جمعیت سره یی جګړی وکړی چی یی نن حزب غیږ کی ږوند کوی ځکه تاسو ملامت نه یا ست لری وسیږی او له واقعت سخه خبرنه یاست رادوهم لکه چی نلری وروره داسی اسلامی تنظیم چی نن ورخ ورسره ټول حزبیان خفلوی کوی دوستی ورسره کوی دمثال فه توګه داکتر غیرت خفله لور دحرکت دتنظیم دمشر یو خوی ته ورکړه خو څوکاله مخکی ورسره جنګیدل۰بیا یی هر تنظیم یو یا دوه نه بلکی داسی یو تنظیم را وشیه چی دوی ورسره جګړه نه وی کړی او بیا فه اخر کی ورسره یو ځای شو ی نه وی۰۰۰ دخدای ج لفاره ولی خبری نه کوی زه دا وایم چی حکمتیار فه خفله ځان ته سباون ارغندوال هلال او هغه خلق چی ته جناب وای کابل کی دیهودو غیږ کی فراته دی اختیار کړی ۰ولی حزب کی نور خلق نه وه نورمسلمان نه وه نور مجاهد نه وه چی دچا به څټونه لږ غټ وه هغه به دحکمتیا مشاورهم وه وزیر به یی هم وه او ځوم به یی هم وه /موږ دا وایو حکمتیار مجاهد وه خو سیاسی نه حکمتیار عالم وه خو تنظیم کی دعلماو خوشبین نه حکمتیارمهاجروه خو دحیات اباد دوسیدونکو غم خور نه دخیمی او دخټو دمهاجر غم خور۰حکمتیار عصری وه نه فقیر حکمتیاریو ځوی هم فه دینی علم کی ونه روزه او یو یی سغودی کی موږ سره دی چی کلک سلفی ورسخه جوړ شو که مشر شی بیا به یی جنګ صرف احنافو سره وی تا سو حق ووایی له خدایه وویریږی زموږ زړونه درد کوی

  15. Asalam Alikum,
    Once Mr. Mutmayen (Taliban Spokesman) said that anyone who sided with Mr. Hekmatyar is deemed to be failed. I guess Hizbi Islami made a mess for all politicians in Afghanistan. Even Mr. Abdullah is not immune in it. Mr. Abdullah is deemed to be failed again.

    People should not blame Mullahs for the mess in Afghanistan. The corruption, killings, suicide bombings, Quran burnings, abuse of power, looting, robing, warlords, ignorance and other crimes are sicknesses that exist in every society. We should fight these sickness or crimes through legal means.

    Regards,

    Mullah Habibullah

  16. حزب اسلامي که حزب پنجابي ؟؟؟؟

    دا خبره خو ټولی نړۍ ته څرګنده ده چه ګل بدین ، رباني او احمد شاه مسعود هغه وړومبي خاینین ول چه د سردار داود خان په واکمني کی پیښور ته ولاړل او هلته یی د نصیرالله بابر په لاس په د بالا حصار په کلا کی د افغانستان د ورانولو سوګند وکړ ! هماغه ؤ چه بیا مسعود د پنجاپ په امر په پنجشیر کی پاڅون وکړ او ګل بدین په نورو ځایونو کی . د دری لسیزو په اوږدو کی دری واړو ټول هیواد خاوری هیری او په پای کی د پنجاب د خیرات کچکول ته کښیناوه! یو ملګري لیکلي چه حزب اسلامي( پنجابي ) ابتاکارات او کارنامي لري !! هو بلی د پنجاب لپاره ډیری کارنامی او لاسته راوړنی لري خو د افغانستان لپاره یواځی د شرم او بی ننګۍ څخه ډک یو تور تاریخ لري! حزب اسلامی او جمعیت اسلامي هغه دوه پنجابي سازمانونه ول چه د افغانستان بنیادونه یی ولړزول! افغانان به په هیڅ قیمت دوی پرینږدي چه خپل تور پنجابي مخونه بیا د اسلام او بل څادر کی پټ کړي او د افغان وینی بیا تویوی کړي ! دا تور مخي او پنجاب مخي شرمیدلی رسوا شوی خلک هیڅ افغان ته د منلو وړ ندي ! تف په دواړو

  17. جلا لزی صا حب : څو ورڅی مخکی می یو ه پو ښتنه مطرخ کړیوه چه سیا ست څه ته وای چا څواب رانکړ بعضی لیډاران خپل عیبونه نه ښکاره کوی د خپلو عیبو په ارتباط کومه فیصله نه صادروی نن یو څوک وای چه انتها ری نا روا کا ر دی ولی پرون چه دکا بل په ښار او ولا یا تو دباران په شا ن تو غندی اوریدل هغه ثوابی کا روه دڅواب په طمعه؟

ځواب ورکول Mudaser ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *