راپور: ـ همت

د پکتيا په مزکز ګردېز کې د بېلا قبېلو قومي مخورو د مدني ټولنو استازو او يو شمير ځوانانو د ټاکنو له خپلواک کمیسون څخه په يوه خوله غوښتنه وکړه چې د خلکو رايو ساتنه او درناوی وکړي.

د غونډې ګډونوالو وويل: د پکتيا تر څنګ په ډېرو ولايتونو کې  دوئ ته معلومه شوې چې ډېری رايې د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټر اشرف احمدزي تر لاسه کړي او له دولتي چارواکو او د ټاکنو له خپلواک کمیسون څخه يې په کله غوښتنه وکړه چې د خلکو د رايو امنت وساتي او په رايه شميرنه  کې لاس وهنه ونه کړي.

دوی ګوتڅنډنه وکړه، که څوک په رايه شميرنه کې لاس وهنه وکړي او رايې په درست ډول ونه شميرل شي، په لاريونونه به لاس پوري کړي.

قومي مشر جنت خان منګل وايي: ـ موږ په پکتيا کې د رای ورکولو له ټولو مرکزونو څخه معلومات لرو چې په کوم مرکز کې د چا څومره رايې دي؟! نو که چېرته يې پايلې د خلکو د ارادې خلافې وي نو د پکتيا ټول اوسېدونکي به راپورته شي او په لاريونونو به لاس پورې کړي.

مولوی خالقداد وايي: ـ رايه د خلکو حق دی او په ډېر ناوړه شرايطو کې يې د رای ورکولو مراکزو ته مراجعه وکړه او خپلې رايې يې وکارولې نو په دې اساس بايد د خلکو رايو ته احترام وشي.

په غونډه کې پريکړه ليک د ثواب الدین مخکښ له لوري د غونډې ګډونوالو ته ولوستل شو.

 په بريکړه ليک کې وويل شول چې د پکتيا ولسونه له امنيتي ځواکنو د ټاکنو خپلواک کميسون څخه چې ټاکنې په ښه ډول تر سره کړي، ستايي.

د پریکړه ليک په بله برخه کې وويل شول چې په رايه شميرنه کې به په هيڅ صورت کې  درغلي او د چا غيري قانون�� لاس وهنه ونه مني.

د پرېکړه ليک يوه ماده په دې ډول وه((که چېرته رايې په سم ډول حساب نه شي نو دا به د ولس د ارادې خلاف کار وي او د دې پر ځای چې امن او سولې ته لار هواره شي، خلک به راپورته شي او د واکمن نظام په وړاندې به خنډونه جوړ کړي))

د دې تر څنګ په دې پرېکړه ليک کې ذکر شوي وو چې د هيواد په ټولو برخو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي رايې زياتې دي نو دې رايو ته بايد درناوی وشي او د ټاکنو د خپلواک کميسون پرېکړه بايد د ولس د ارادې خلاف نه واوسي!

د پکتيا قومي مخور په داسې حال کې له دولته او ټاکنو خپلواک کميسون څخه په رايه شميرنه کې د نه لاس وهنې غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې يو شمير دولتي چارواکو په ښکاره له يو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ کاو او اوس انديښنه لري چې په رايه شميرنه کې د خلکو رايې ګډو وډې نه کړي.

د پکتيا اوسېدونکي په داسې حال کې د ټاکنو پايلو ته اندېښمن چې د دې ولايت د مقام له لوري په ډاګه د يو مشخص کانديد ملاتړ شوی او حکومتي چارواکو له خپله موقفه ناوړه استفاده کړې چې ثبوتونه يې له رسنيو او د ټاکنو له کميسون سره هم شريک شوي دي خو تر اوسه پورې د پکتيا د ولايتي چارواکو په اړه کوم اقدام نه دی شوی.

ياده دې وي چې د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې د پکتيا په والي جمعه خان همدرد او د نوموړي په ډېرو مامورينو او ولسوالانو دا تور و چې دوی د زلمي رسول په ملاتړ کار کوي او د دې کار ثبوتونه لا هم په ټولنيزو شبکو کې موجود دي.

د دې تر څنګ د پکتيا يو شمېر ولسوالانو په ښکاره ډول د زلمي رسول لپاره د والايت د مقام په لارښوونه کار کړی دی چې يوه ښکاره بېلګه يې د زرمت د ولسوال کفتان اخلاص له لوري د ټاکنو د خپلواک کميسون د يو کارکوونکي وهل کېدل دي.

2 thoughts on “پکتياوال د ټاکنو شفافو پايلو ته اندېښمن دي”
  1. بكتياوالو ورونو ،بلرونو ، خوياندو، اومياندواسلامعليكوم. !
    دخبلو بلرو تاريخ ته نظر واجوي ،او خبلو حقوقو خخه به نره دفاع وكري اوخبل تاريخي رسالت سر ته ورسوي خرنكه جه شمله مو نيله وه هماغسي نيغه وساتي او دخبلو حقه حقوقو خخه به مير انه دفاع وكري . ملالي به خلميانو داسي. زغ وكره.

    كه به ميوند كي شهيد نه شوي. ٠٠٠٠٠٠. خدا يزو لا ليه بيننكي ته دي سا تمه
    جلالزوي

  2. ډېر ښه!ـ-
    اولس بايد دخپلوپه وينو اوسرونو ګټل شويو حقوقو په کلکه ننګه وکړي. ترڅوپه راتلونکې کښې څوک درغلۍ جرات ونه کړي.

  3. چا چی ځان د طوفان رحم باندی پریښود«» داسی ډوب شول چی بیا هیڅ ونه ختل +++++ نو پاڅیږۍ او خپل حق پخپله تر لاسه کړۍ دا ځکه چی حق اخیستل کیږی ږرکول کیږی نه

ځواب ورکول محمدرفیق باګړزۍ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *