راپور…… احمدزی –

د پکتيا اوسيدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې چې د متحد ملت ګوند له لوري جوړه شوې وه له ولس مشر غني څخه غوښتنه وکړه چې دا ځل لويې پکتيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دغه غونډه کې چې په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه قومي مخورو ځوانانو، او د متحد ملت ګوند مشرتابه برخه اخيستې وه.

د غونډې پر مهال د پکتيا د پخوانۍ ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي له ولس مشر اشرف غني څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې سويل ختيځو ولايتونو ته دا ځل په کابينه کې ځانګړې برخه ورکړې.

(( په سويل ختيځو ولايتونو کې له ميلون زياتې رايي د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ وکاريدي، له ولس مشر څخه غوښتنه کوو، چې موږ ته د ۳۴ ولايتونو په تناسب نه بلکې د خپلو رايو په اندازه واک او قدرت راکړي))

د افغانستان متحد ملت ګوند مشر عبدالرحيم ايوبي له پکتياوالو وغوښتل چې د قبيلو ترمنځ ملي يوالي وساتي او په اوسني دولت کې د پکتياوالو اغيز زيات وباله.

ايوبي د امريکا څخه وغوښتل چې په رښتني ډول سره ولسواکي ته کار وکړي او په افغانستان کې دې دلاس وهنې په ډول حکومت په سهامي شرکت نه بدلوي.

(( ډاکټر اشرف غني د خلکو له لوري يو منتخب ولس مشر دی، د خلکو په رايو راغلی ولس مشر دی، خو امريکا غواړي په حکمت کې لاس وهنه وکړي او يو يو مصلحتي نظام جوړ کړي))

د جوړې شوې غونډې په پای کې ياد ګونډ په سويل ختيځ زون کې د خپل دفتر پرانيسته په رسمي ډول وکړه.

په سويل ختځ زون پکتيا کې د جمهوري رياست د ټاکنو وروستو د سياسي ګوندونو فعاليت زيات شوی او په دې وروستيو کې په دې ولايت کې يو شمير ګوندونو، مدني بنسټونو خپل خوځښتونه تر بل هر وخت زيات کړي.

2 thoughts on “پکتياوال په کابينه کې د ونډې غوښتونکي دي”
  1. أيوبي صاحب ته كه كوم تكليف أويا حزبي ستونخي ونه لري كه وكرلي شي دخبل حزب مرام او أساس نامه دتاند دلاري خبره كري بهتره به وي تر خو ستاسي مرام تحليل او دخلكو تصميم وروكرخي تش به نامه مبارزه مشكله ده.

  2. د سمت ، قوم او ژبی پر بنسټ [د چوکۍ غوښتل سم کار ندی، موږ باید داسی ووایو چی ریښتنی په افغانستان مین او اهل کار د په کار وګمارل شی. موږ به هغه پښتون یا پکتیاول څه کوو چی په کار نه بوهیږی ولی ځای یی ډک کړی وی. ، خدای د وکړی چی ټول د بدخشان یا د بامیانو اوسی خو چی ریښتنی او پاک انسانان وی.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *