خبریال: شکور کامران ــ د پکتيا د ولايتي شورا مسوولانو په دې اندېښنه ښکاره کړه چې د امنيتي ادارو د نه همغږۍ له امله په دې ولايت کې امنيتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
دوی په یوه خبلري غونډه کې وويل که حالت همداسې روان وي نو د دې ولايت لرې پرتې ولسوالۍ به د دولت له لاسه ووځي.
دوی امنيتي ځواکونه په تېره د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان محمدشريف يفتلي په نه همغږۍ تورن کړ او ويې ويل چې نوموړی ګوندي اړيکې پالي او خپل مسوليت په سم دول نه ترسره کوي.
د ولايتي شورا مسولينو د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان هم په ناغيړۍ تورن کړ او ويې ويل چې د دې زون د ادارې په رهبري کې هم زياتې ستونزې شته.
د پکتيا د ولايتي شورا غړی الامير بهرامزی وايي د تندر قول اردو قومندان محمدشريف يفتلي له ولايت مقام او نورو امنيتي اورګانونو سره همغږي نه لري چې له امله يې په امنيتي ستونزو کې زياتوالی راغلی دی.
بهرامزي تور ولګاوه چې يفتلي غواړي په لوی لاس د پکتيا ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
الامير زي وويل:((د پکتيا ملي اردو له ولايت مقام او نورو امنيتي ځواکونو سره همغږي نه کوي او غواړي په پکتيا کې شته امنيت له ګواښ کړي، که چېرته همدغه نه همغږي په همدې ډول دوام وکړي نو د پکتيا لرې پرتې ولسوالۍ به د دولت له ولکې څخه ووزي او له سقوط سره به مخ شي.))
د ولايتي شورا منشي محمدرحمن قادري هم وايي چې د ملي اردو مسولين ولسواليو او هغو سيمو ته چې له خطر سره مخ دي، نه ورځي او د دوی د غوښتنو په ځواب کې ورته وايي چې هدايت نه دی ورته شوی.
قادري اندېښنه ښيي که حالت همداسې روان وي نو د پکتيا په امنيتي حالت کې به لويې ستونزې رامنځته شي.
محمدرحمن قادري وايي:((ملي اردو ځواکونو فقط په قول اردو کې اړولي نور نه ولسواليو او نه هغو اسيب پذيرو نقطو ته، چې هلته باید د دوی پوستې موجودې وي او دوی د خلکو او ملت لپاره امنيت تامين کړي، بدبختانه رسيدګي نه کوي او کله چې موږ ترې غوښتنه کوو، نو راته وايي چې موږ ته هدايت نه دی شوی؛ موږ وايو چې دوی ته به هدايت کله کيږي؟))
خو د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند فضل خدا پر قومندان لګيدلي تورونه ردوي او وايي چې دا څرګندونې د شخصي غوښتنو او اغراضو په اساس شوې دي.
فضل خدا وايي:((د دوی ادعا کاملاً بې اساسه ده، هماهنګي څه شی ته وايي، خو هماهنګي دغه ته وايي چې دښمن د ټولو يو دښمن دی او �� دغو په مقابل کې ټول هماهنګي لري، دا خبره بې اساسه ده، دوی شايد کوم خواهشات درلودل له قومندان صيب د قول اردو څخه چې هغه نه دي پوره کړي او دوی داسې خبره کوي.))
دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د هوا له ګرمېدو سره دهېواد د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم امنيتي حالت خراب شوی دی او خلک يې اندېښمن کړي دي.
په تېرو څو ورځو کې د ياد ولايت په بېلو سيمو کې يو شمېر امنيتي پېښې رامنځته شوې او ور سره وسله وال په خلاص مټ د ګردېز ښار نږدې سيمو او لويو لارو ته راوزي او خلک تلاشي کوي.
ګرانو لوستونکو ته سلامونه کوم. ددی خبر په اوریدو می زړه ډیر خپه شو . داولس او دپکتیا سپین ږیری چه پلرونو اونیکونو یی دډیری زیان منونکی پولی او دبلاګانو دمور یا پاکستان سره پرتی سیمی دفاع کړی ، اودخپلی سیمی په وړاندی امنیتی ستونځو ته ګوته نیسی او په دی باوردی چه دقل اردو دلوړ مقام دغفلت له وجی امنیت ورځ تر بلی خرابیږی، اودهم اهنګی دنه لرلو په وجه داستونځه راغلی ده.
دقل اردو ویاند ته دی خدای نوره پوځی پوهه هم ورکړی، چه داډول نوی او نوی کشفیات!!! دپوځی اصطلاحاتو په هکله وکړی، هغه هم اهنګی تعریف کړی ده:
هم اهنګی څه وایی داچه دښمن معلوم دی!!!
نومړی فضل خدا او هغوی چه نومړی یی په پوځی خدمت ګمارلي ده ، باید پوه شی چه هماهنګی یا تشریک مساعی یا سوق اداره ، دپوځی علومو هغه برخه ده چه کلونه ، کلونه دپوځ دښوونو مرکزونه دهغه په هکله تدریس کوی ، نه داچه نوموړی یی په هکله فکر کوی.
زما په نظر دنوموړی قل اردو رهبری کادر دپوځی علومو څخه لازمه پوهه نلری ، یا غیرمسلکی کسان دی ، ددفاع محترم وزارت دی دنوموړی قل اردو رهبری کادر دمسلکی لحاظه بررسی کړی او که چیری غیرمسلکی اوتنظیمی رهبری وی ، ژر تر ژره یی خپلو پخوانیو کارونو ته واستوی او دلوی پکتیا او دپولو امنیت مه خرابوئ.