راپور: همت –

پکتيا کې د ولايتي اداري تر څنګ نورې دولتي ادارې هم د جمهوري رياست د ځانګړي نوماند په ګټه دولتي وسايل کاره وي.

دا په پکتيا کې د ښاروالي د رياست کارکوونکي او د ښارولي موټر دی چې د ګردېز او کابل په لويه لاره د زلمي رسول تصوري برډونه لګوي.

د ښاروالي کار کوونکو چې تصويرونه د تيرې ګنډو په سيمه کې نسبول له  رسنيو  سره په خبرو کې وويل چې د ښاروالي د مسوولينو په غوښتنه يي د تصويرونو د لګولو اراده کړې، د ښاروالي د رياست يو موټر چلوونکي وايي: (( موږ هيڅ ملامت نه يو مزدوران يو چې څوک څه راته و وايي کار کوو، په ښاروالي کې د کريم په نوم يو کس راته وويل، چې دا تصويرونه د سرک په غاړه کې خښ کړۍ))

د تېرې کنډو پوليس وايي، د ښاروالي کارکوونکي چې دولتي موټر هم دی ورسره د زلمي رسول تصويرونه په عامه ځايونو او ښار په منځ کې لګوي خو په اړه يي څوک اقدام نشي کولي: (( دا د ښاروالي د رياست موټر دی د زلمي رسول برډونو او تصويرونه پکې راوړي د ښاروالي کارکوونکي يي هم تصويرونه وړي راوړي))

خو د ګردېز ښاروال، انجنير اغامحمد سيدي له دې څخه ناخبري ښۍ او وايي چې په دې اړه به وروسته معلومه شي چې د چا له لوري د ښاروالي کارکوونکو ته لارښوونه شوي چې د يو ځانګړي نوماند په ګټه د ښاروالي کارونکي او دولتي موټرو کاروي: (( زه په کابل کې يم له دې څخه خبر نه يم چې د ښاروالي موټر دي د يو کانديد تصويرونه خښ کړي،که بيا يي وړي هم وي چا به په زور بولي وي))

دا په داسي حال کې چې يوه اونۍ وړاندې پکتيا کې قومي مخورو او ځوانانو د بېلا بېلو نوماندانو استازو په يوه اعتراضيه غونډه کې د پکتيا په والي جمعه خان همدرد نيوکه وکړي چې د قانون خلاف په غونډو کې د زلمي رسول ملاتړ کوي او د دې ولايت په مقام  کې چې قانوني حق نلري د ياد نوماند په اړه قومي مخور راغواړي او کمپيان کوي.

د پکتيا اوسيدونکي وايي، په راتلوونکو ټاکنو کې به د يو ځانګړي نوماند په پلوي پراخې درغلي وشي، او وايي چې په داسي حال کې به د ولس او دولت تر منځ ټکر او لوی ناورين رامنځ ته شي، چې مسووليت به يي د اوسني ولس مشر حامد کرزي او د ټاکنو د شکايتونو د کميسون په غاړه وي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، که د ياد نوماند څخه دولتي چارواکي ملاتړ پري نږدي، په دې ولايت کې به د دوئ پد ضید پراخ لاريونه وشي.

دوئ په دې نظر دي اوس ولس په دې پوه شوی چې نور له فاسدو چارواکو ملاتړ نکوي او نه به هم د چا په خوله کوم نوماند ته رايه ورکړي.

5 thoughts on “پکتيا کې د ښاروالي وسايل د ځانګړي نوماند په ګټه کارول کيږي”
  1. محترم همت صا حب تاسو خو تر یو څو وړی نمونی د دوی دی کار راټولی کړی دی محترما تاسو ددوی له یوی مصاحبی نه به خبر نه یاستی چه له ښاغلی زلمی رسول نه یو ژورنالیست پوښتنه کړی وه چی تاسو ولی دوهم مرستیال یوه ښځه وټاکله دوی په ځواب کښی ورته ویلی وه چی ما نور داسی نارینه ونه لید نوځکه می دا کار وکړ

  2. دا موټر هم د شاروال د پلار نده نه د همدرد د پلار یا نیکه ده یا دده د جهاد د برکته ده بلکه دا د
    RAMP UP
    موټر ده چه ورکړی یی ده شاروالی ته یی ورکړی ده چه ښار پاک کړی ولی پریږده چه د همدرد صاحب د لالا خدمت وکړی

  3. همدرد خو نه شرم لري نه حيا دوبي ته لار شي د الكوزي نه رشوت او تحفي واخلي او دده او گلبدين دي دورو مخ تور شي او د زلمي رسول خوتي ور پاكوي چه نوره حو كاله وليت وكري او چور وكري .

ځواب ورکول عثمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *