د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره
د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر
خبرپاڼه
۱۳۹۳کال د تلې ۱۴ مه نېټه
د نېکمرغه لوی اختر په دريمه ورځ مازديګر پنځه بجې د هغه ماين چاودنې له امله چې مولوي شهرت الله پخپله په خپل موټرسايکل کې پټ کړای وو، مولوي شهرت الله او مور يې دواړه ووژل شول
د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې مولوي شهرت الله د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د ګوډلو کلي اصلي اوسېدونکی وو، چې نږدې د شپږو کلونو راهيسې ددې ولايت د بکخيلو ولسوالۍ د شاکيخلو کلی د جومات ملا امام وو، نن د اختر په دريمه ورځ له بکخيلو څخه جاني خېلو ته د اختر مبارکۍ په نوم تللی وو، چې د بيرته راستنېدو پر مهال يې يو ترلاسه کړی ماين غوښتل د امنيتي پوستو او تلاشيو څخه د خپلې مور څخه په ناوړه ګټې اخيستنې خيرکوټ ولسوالۍ ته ورسوي، چې د تګ پر مهال ياد ماين د خيرکوټ ولسوالۍ د مليزو او محمدحسن کليو تر مينځ په دوی پسې وچاودېد او د چاودنې له امله پخپله مولوي شهرت الله او مور يې دواړه ووژل شول.
پکتيکا سرپرست والي محب الله صميم د مولوي شهرت الله دا کړنه يو لوی جنايت او نه بښوونکی عمل وباله او ويې ويل چې هيڅوک هم د خپل ځان او بل وژلو حق نه لري، ښاغلي صميم يو ځل بيا د دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل تر څو د هر ډول وژنو څخه لاس په سر شي او د سولې لار غوره کړي ځکه هيڅ افغان نه غواړي پدې خاوره کې بل افغان ووژل شي
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند
خدای خبر چې څوځله به یې دا ډول ماینونه راوړي وي. اوس خو د خپلې مور خون هم ور په غاړه شو خدای پاک خو دې داسې کسان هیڅکله هم له دوزخه نه خلاصوي آمین یا رب العالمین