۱۳۹۲کال د مرغومي ۴ مه نېټه
د پکتيکا ولايت د شخيل اباد، بکخېل او اومنې ولسواليو په ګډه پوله شنه څاه کې اوه تنه د دولت او ولس وسلوال مخالفين ووژل شول
يادې اوه کسيزې ډلې غوښتل تر څو په خيرکوټ ولسوالۍ کې ورنکاري کړنې ترسره کړي، چې ددې ولايت د امنيه قومندانۍ لخوا کشف او د پوليسو او ايساف په ګډ چټک غبرګون کې ياده ډله نن له غرمې وروسته دوه بجې د چورلکو په مرسته په هوايي بريد له مينځه يوړل شوه، ياده اوه کسيزه ډله د دولت د وسلوالو مخالفينو سيمه ييز قومندان قدير پورې تړلې وه چې د لومړنيو مالوماتو پر اساس ويل کيږې قومندان قدير هم په وژل شويو وسلوالو کې شامل دی، د وژل شويو وسلوالو درې جسدونه خيرکوټ ولسوالۍ ته لېږدول شوي خو د پاتې څلورو وسلوالو جسدونه يو موټرسايکل او يو سراچه ډوله موټر په بشپړ ډول له مينځه تللي دي او شپږ د راکټ مرمۍ، کلاشنکوفونه، ماينونه او نورې درنې وسلې د ملي پوليسو ته په لاس ورغلي دي
په سيمه کې ملکي وکړو ته ځاني او مالي زيان ندی اوښتی
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند
زه خو وایم چې دا د افغانستان د دولت رسنيز فعالیت کمزوری دی. دوی کولی شي چې د افغان ولس د دښمنانو نوم ورکړي، دوی چې انسانان وژني په سلو کې لس یې هم د دولت خلک نه وي بلکه اکثره ملکیان وژني نو دوی د دولت نه بلکه د ولس دښمنان دي. دا اوسني ټکی چې ورته کارېدلی دا د دغو داړونکو ځناورو له پاره ښه مناسب دی.