تاند – د پکتیا ولایت سلګونو اوسېدونکیو نن په دغه ولایت کې د افغانستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پخواني فقید جمهور رییس ډاکټر نجیب الله مړی دې په رسمي مراسمو په کابل کې خاورو ته وسپاري.‌
نجیب الله په ۱۳۷۵ کال کې کابل ښار ته د طالبانو په راننوتلو سره له کومې محاکمې پرته ووژل شو چې د وژلو په هکله یې ډول ډول اوازې موجودې دي.‌

ویل کیږي چې،‌ په غونډه کې د پکتیا د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړو، سپین ږیرو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه. غونډې ته د خبرو کولو پر وخت یوه قومي مشر حاجي ځاځي وویل چې هغوی په دې ګیله من دي چې په تېرو ۱۴ کالونو کې حکومت د بېلابېلو اشخاصو درناوی پرځای کړ خو د یوه سوله خوښي جمهور رییس د قبر جوړولو او په دې لړ کې د اړتیا وړ مراسمو ترتیبولو ته یې هېڅ پاملرنه ونه کړه.‌14102934_1207994852585448_2089256906852944977_o

حاجي ځاځي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې، د ډاکټر نجیب د بیا خاورو ته سپارلو مراسم دې په رسمي ډول ترسره کړي او په کابل کې دې یې په یوه ښه او مناسب ځای کې خاورو ته وسپاري.‌
د غونډې یوه بل ویناوال او دیني عالم خواجه الدین وویل چې، خلک اوس د ښو او بدو شخصیتونو په توپیر پوه شوي او د هغو کسانو د درناوي غوښتنه کوي چې د افغانستان له پاره یې قربانۍ ورکړي دي.‌ خواجه الدین وویل چې،‌ ډاکټر نجیب الله نه یوازې د پکتیا بلکه د ټول افغانستان اتل دی او د دې خاورې له پاره یې ځان قرباني کړ او دا چې دولت یې باید درناوی پرځای کړي.‌
د پکتیا د غونډې برخه والو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ډاکټر نجیب الله په نامه کوم پوهنتون،‌ لوی واټ یا کوم بل لوی ځای ونوموي.‌
ویل کیږي چې،‌ تر دې مخکې په افغانستان کې یو شمېر پخوانیو جنګسالارانو لکه د نظار شورا وژل شوي مشر احمدشاه مسعود، د وحدت ګوند مشرعبدالعلیي مزاري، پرهان الدین رباني او یو شمېر نورو ته د حکومت له خوا القاب ورکول شوي او اوس د حبیب الله کلکاني چې د خلکو تر منځ د غله،‌ قطاع الطریق او بچه سقاو په نومونو پېژندل کیږي، یو شمېر پلویان غواړي چې حکومت د هغه هډوکی راوباسي او جنازه یې په رسمي مراسمو خاورو ته وسپاري.‌
3 thoughts on “پکتیاوال: حکومت دې د ډاکټر نجیب الله مړی په رسمي مراسمو سره خاورو ته وسپاري”
  1. زه له لویې پکتیا هیله لرم چې د ریس خدایداد د مړي شانداره مراسم وغواړي، ځکه خبره غلو ته د احترم ده پس خدایداد هم دغه مسلک درلود

  2. ددې با وجود چې ما پخپله د ژوند په اوږدو کې د ډاکتر نجیب له سیا سي فکر سره مبار زه کړې ده ، خو دا د ډا کتر نجیب الله مسلم حق دۍ چې تر ده ډیر ټیټ کسانو ته القاب ور کړل شول او وا ټونه یا نور ځا یو نه یې په نا مه شول خو بر عکس نجیب ته د یوه خا ین په ستر ګه کتل کیږي، هغه که له وطن سره خیا نت کړۍ واې په ورته سر نو یشت به نه اخته کیده، هغه د بر ها ن الدین ، علی مزاری او مسعود په شان ددې وطن ملي وحدت ته زیان نه دۍ رسولۍ ،حق یې دۍ په خورا شا نداره مرا سمو خا ورو ته وسپارل شي

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *