تاند- د پکتیا والي وايي، د قومي مشرانو له لوري داسې هلې ځلې روانې دي چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو لپاره یوه خوندي سیمه اعلان شي او بیا له دې سیمې څخه د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لار هواره شي.
د پکتیا والي شمیم کټوازی وايي، په لویه پکتیا کې د قومي مشرانو له لوري له طالبانو سره خبرې دوام لري.
ویل کېږي چې وروستي اوربند طالبان د افغانستان د حکومت پر ژمنو تر ډېره حده باورمن کړي دي او کېدای شي د خوندي سیمې پر خوندیتوب طالبان باورمن کړي.
د شمیم کټوازي په وینا د پکتیا قومي مشران او سپینږیري پر حکومت او طالبانو فشار راوړي چې خپل شرایط ورته ووايي او د خوندي سیمې د خوندیتوب لپاره ضمانت ورکړي.

ویل شوي چې قومي مشران د یوې داسې سیمې د ایجاد غوښتونکي دي چې طالبان او مشران یې پکې ازاد تګ راتګ وکړی شي خو له هغه ځایه پر نورو سیمو بریدونه ونه کړي. دوی هیله لري چې له دې لارې به د پاکستان او نورو پردیو له رول او مداخلې پرته د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو لار هواره شي.
خو د پکتیا والي هیله لري چې له دې فرصته په استفادې خپل ولایت د سولې او امن په ولایت بدل کړي.
شمیم کټوازی خوشبینه دی چې داسې وشي.
طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
تر کوچني اختر مخکې د داسې یوه نظر د عملي کېدو په اړه چا تصور نه شوای کولی خو طالبانو د اختر په درو ورځو کې وښودله چې که وغواړي نو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت د سولې په ولایت بدلولی شي.
په لویه پکتیا کې د جنګ پر ضد او د سولې په ګټه د خلکو د شعور او لېوالتیا کچه زیاته ده. د جمعې په ورځ د دغه ولایت په جاني خېل ولسوالي کې په سلګونو خلک، قومي مشران یې او یو شمېر طالبان راغونډ شول چې خپله ولسوالي د سولې ولسوالي اعلان کړي.
دوی اعلان وکړ چې هیڅ ډلې او حکومت ته به اجازه ورنه کړي چې جګړه وکړي.
تېر کال جاني خېل ولسوالي څو ځلې د دولت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه.
د پکتیا په نورو ولسوالیو کې هم د اوربند د دوام او د دایمي سولې د ټینګښت په ګټه ګڼې غونډې جوړې شوي دي.
دایو نیک نظر ده چه دشمیم کټوازی او دپکتیا دمشرانو له خوا په کار اچول شوی دی الله پاک دپکی برکت واچوی زه ورڅخه په کلکه ملاتړ کوم الله دپه موږ افغانانو ورحمیږی امین یارب العالمین
د پکتیا والی د صلحی او جنګ په باره کی چه کومه فیصله کوی باید د ولسمشر سره یی اول شریکه کړی او د مرکزی اداری سره همغږی شی . زما په نطرخو ولسمشر صفا اعلان کړی چه طالبان کولای شی د جنګ نه د لاس اخیستلو په عوض کی خپل سیاسی دفتر په کابل کی خلاص کړی او د سیاست کولو د پاره سیاسی لاره اختیار کړی ، نو دا خو واضح او ډیر صفا د امن دعوت دی چه ولسمشر ی هغوطالبانوته چه د ناروا جګړی نه لاس اخلی وړاندی کوی ، ددوی امنیت او حتی ددوی د اوسیدلو او سیاسی دفتر ټول شرایط په کابل کی برابروی ، دا خبری خو ټول ملت بلکه ټولی دنیا واوریدلی څو روځی مخکی چه داکتر اشرف غنی د خپلی اعلامییی په ذریعه بیان کړی . اوس چه ولسمشر د طالب قوماندانانو او افرادو د پاره دومره آمادګی اعلان کړی ، نو بیا څه ضرورت دی چه په هر ولایت کی بیا خاصی سیمی د مرکز نه سوا د یو جدا نظم په حیث ایجادیږی او بیا به هلته تر څومره وخته د طالبانو جدا جدا اداری د امن د سیمو تر نامه لاندی موجودیت ولری ، دا طرحی زمان کشه دی او همدارنګه دا د افغانستان ملی وحدت او یوواحد دولت درلودل تر سوال لاندی راولی ، دا طرحی مخکی هم بعضو اشخاصو وړاندی کړی ، خو دافغانستان د تجزیی سره کمک کوی نه په افغانستان کی د یوه قوی مرکزی دولت درلودلو سره چه د یو واحد قوی ملت په خدمت کښی وی( افغانستان یکپارچه) .
د طالبانو د پاره او هم دولایاتو د والیانو د پاره دحکمتیارصلح ددولت سره یو ښه مثال او تمرین دی : د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ، حکمتیار او دهغه ملګرو ته د سیاسی دفتر د فعالیت اجازه د صلح آمیز ژوند کولو ، شرایط به کابل کی برابر کړل ، دحزب د بندیانو د آزادیدو لړی روانه ده ، په انتخاباتو کی د برخه اخیستلو حق ورکړل شو ، نو بیا دحکمتیار دحزب اسلامی دپاره جدا ولایت او په هغه کی د جدا نظم ایجادول ، ددی هیڅ ضرورت پاتی نه شو . په همدغه طریقه طالب مشران ، قوماندانان او ددوی ملګری په مکمل ډول او یا په ګروپیک ( ډله ډله ) ډول د صلحی په بهیر کی خپل تماس دوالیانو او یا ددولت د رهبری سره ، او یا هم مستقیمآ د ډاکتر اشرف غنی سره برقرارکړی او خپل سیاسی ژوند د امن په فضا کی لکه څنګه چه د حکمتیار اسلامی حزب اختیار کړی ، خپل کړی .