محمد اکرم شهاب \ پکتیکا
د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته په راکډه شویو وزیرستاني کډوالو د نغدي مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمن ایاز وایې چې یادې مرستې په برمل ولسوالۍ کې د کډوالو په نږدې پنځه زره کورنیو وېشل کېږي او د ۳۳ میلیونو افغانیو څخه هرې کورنۍ ته شپږ زره شپږ سوه افغانۍ ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي چې دغه مرستې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي آر له خوا وېشل کېږي او د ولایت پلاوی د وېش په دې لړۍ کې شامل دی.
رحمن زیاتوي چې د ولایت یوولس کسیز پلاوی د دې لپاره سیمې ته لېږل شوی چې مرسته په شفاف ډول د کډوالو مستحقې کورنۍ ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د برمل ته د راغلیو کډوالو څخه یو تن شاه جهان وزیر که څه هم دیادې نغدي مرستې په ترلاسه کولو څخه خوښ ؤ ، خو یې ویل چې کډوال نورو مرستو ته هم اړتیا لري.
نوموړي دغه راز له دولت او ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې وخت پر وخت یې د دوی د ژوند حال اخیستی خو وایې، کډوالو ته د حکومت او مرستندویه ادارو ځانګړی پام غواړو.
شاه جهان وایی که چیرته دولت له موږ سره د نغدو پیسو په څنګ کی ځینی نورې مرستی لکه د ژمې لپاره واسکټونه کالې او د کور ځینی اړین مواد راکړل شی نو د زیات مشکل مخه به ډب شوې وي.
پر همدې مهال د پکتیکا د والي ویاند له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوي چې برمل ته د راکډه شویو کډوالو د ژوند ښه کولو لپاره دې ورسره نورې اړینې مرستې هم وکړي.
د ویلوده چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال زرګونه کورنۍ راکډه شوې ، له دې کډوالو سره وخت پر وخت له کډوالو سره د مرستندویه نړیوالو ادارو او حکومت یوڅه مرستې شوي دي ، خو کډوال لا هم نورو مرستو ته اړتیا لري.
ماته خو داخبره ډېره جالبه معلومه شوه چې ددولت شپږ کسیره پلاوی دمرستې دشفاف په موخه سېمی ته تللی دی. دخندا وړه ده.څومره به شه وو چې دپلاوې دغړو نومونه یی هم په ډاګه کړی وای.