تاند- کاناډايي موسسه (پګواش) چې تراوسه پوري یې د طالبانو په ګډون د سولې څو غونډې جوړې کړي، بله غونډه په اسلام اباد کې بللې ده.

دا موسسه غواړي له دې لارې د ښېکېلو افغان خواوو دریځونه سره نژدې کړي.

په دې غونډه کې به، چې ګومان کېږي، راتلونکې اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي، د افغانستان او پاکستان یو شمېر سیاسي مشران د افغانستان د سولې پر امکاناتو وږغېږي.

تېره اوونۍ د ولسي جرګې غړي سید اسحق ګیلانی ازادي رادیو ته وویل چې یو شمېر کابل مېشتو سیاسي شخصیتونو په دوحه کې له طالبانو سره څو ځلي کتلي او د سولې په اړه یې خپلې لیدتوګې تبادله کړي دي.

د ګیلاني په وینا همدا ډله، چې د نوې جبهې مشر ډاکتر انوارالحق احدي، د مجاهدینو د حکومت صدراعظم احمدشاه احمدزی، د ولسي جرګې غړی حاجي فرید او د اسلامي حزب محمد زمان مزمل او یو شمېر پکې شامل دي، د کوټې له شورا سره سم په تماس کې ده. (تفصیل)

د پګواش سرچینې وايي چې د اسلام اباد په غونډه کې به د احدي ترڅنګ د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردک، ضیا الحق امرخېل، روح الله وکیل، خلیل الله صافی او یو شمېر نور هم د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

همداراز ویل شوي چې د پاکستان له خوا په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند، د آی ایس آی پخوانی مشر اسد دراني او ځیني نور ګډون کوي.

خو د طالبانو د استازو د نومونو یادونه نه ده شوې مګر ګومان کېږي چې د دې ډلې د قطر د سیاسي دفتر غړي به د اسلام اباد عونډې ته ځان ورسوي.

د پګواش سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان له لوري ګډون کوونکي به د دواړو هیوادونو د حکومتونو رسمي استازیتوب نه کوي.

پګواش تر دې پخوا په فرانسه، جاپان، قطر، متحده عربي امارت او څو نورو هیوادونو کې هم د افغانستان د سولې په اړه غونډې ترتیب کړي دي.

طالبانو پخوا په دې ډول غونډو کې د خپلو استازو د ګډون هدف نړیوالو او افغانانو ته د طالبانو د تحریک د دریځونو څرګندول ښودلي دي.

One thought on “پګواش د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې غونډه جوړوي”

ځواب ورکول Zarghoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *