الیانا راته وویل:

– د زامنو دې پیشو نه خوښیږي؟

– پوښتنه مې ترې نه ده کړې خو د پیشوساتل دلته په پراګ کې اسانه نه دي

– یو پیشو خو ډیر زحمت نه لري

– هو له ډیرو سره خو به کور هم سوړ بوی اخلي

– زه چې لندن ته ځم یوه پیشو به تاسو ته درکړم ایله یوه یې له ځان سره یوسم

– خو هغه حکومتي دفتر ته یې ورکړه چې څاروي ساتي

– هغوی ته مې وویل، راته ویل یې که پیشو دې تر یو نیم کال ډیره ساتلې وي بیا یې  یو دوست اشنا ته وسپاره موږ یې نه اخلو

– عجیبه ده دغه دفتر خو یې په نورو بیا خرڅوي

– ته پوهیږې ما هم له دوی خپلې دواړه پیشوګانې په پیسو اخیستې وې اوس یې که ته وانخلې زه مجبوره یم چې د یو چا د کور مخې ته یې پریږدم

ما څه ونه ویل. الیانا راته وویل:

– که پیشو نه ساتې یوه بله مرسته راسره وکړه زما پیشو د خپل کورخواته د یو چا د کور مخې ته پریږده

ما د دې لپاره چې د دې له پیشو ځان خلاص کړی وي ورته وویل:

– ډیره سخته ده چې پیشو په خپل لاس په سړک بې برخلیکه خوشي کړم

الیانا سړه ساه وایسته، په تګ تګ کې یې وویل:

– دغه غم له ما سره دی کنه وختي به مې لا یو ځای خوشي کړې وه.

چې یوه اونۍ وروسته مې الیانا ولیده د پیشو پوښتنه مې ترې وکړه. دې سترګې پټې کړې مزغی یې کوږ کړ:

– د یوه کور مخې ته مې پټه خوشي کړه، نه پوهیږم چې څه به کوي کوژدن مې وایي زړه ورته مه خوره هوښیاره پیشو وه په چا به یې ځان منلی وي، خو له تا هیله کوم چې بیا یې رایاده نه کړې زه غواړم چې له ذهنه یې وباسمه.

                        پای، پراګ

6 thoughts on “پیشو / اجمل پسرلی”
  1. د اجمل پسرلي صاحب ليکنې مې ځکه خوښيږې چې د ژوند له يوې شيبې څخه ټول ژوند انځوروي. دا کمال په ډېرو ليکوالانو کې نشته، دوی تل په لويو موضوعاتو پسې ګرځې او وايې چې د ليکلو له پاره نوې موضوع نه لرو، خو تکړه ليکوال هغه دی چې د پسرلي صاحب غوندې په يوه وړه موضؤع کې ډېر څه ووايي ، هغه هم په دومره مهارت او خوږوالي .
    همدا د ليکوالي هنر دی. .

ځواب ورکول سمیع الله حلیمی تندر چمتو ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *