تاند- د افغان ملي دفاعي ځواکونو لپاره د امریکا له اې ایم جنرال کمپنۍ سره د ۴۵ ملیونه او ۹ لکه ډالرو په ارزښت د ۶ زره ۵۷۶ څوموخیزو (Mobility Multipurpose) هاموې نقلیه وسایطو قرارداد وشو.

د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون له اې ایم جنرال سره قرارداد د پنجشنبې په ورځ اعلان کړ.

دا کمپنۍ به په (South Bend, Ind) کې دا هاموې زغرګاډي جوړ او د ۲۰۱۸ د اګست تر یودېرشمې پورې به یې مهیا کړي.

(M115 HMMWV) نفلیه وسایط څلور ویله دي چې د پوځیانو او وسلو د وړلو کار ورڅخه اخیستل کېدای شي.

د دغو وسایطو نوی ماډل زغره وال دي او متوسطې او درنې وسلې لکه ماشینګڼونه، اتومات بم غورځوونکي او ټانک ضد وسلې پکې نصب شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د مځکنیو او هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي او په وروستي یو کال کې یې د الوتکو، زغرګاډو او نورو وسلو او وسایلو څو لوی قراردادونه له بېلابېلو کمپنیو سره لاسلیک کړي دي.

One thought on “پینتاګون د افغان دفاعي ځواکونو لپاره تر ۶ نیم زره د زیاتو هاموې زغرګاډو قرارداد وکړ”

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *