تاند- د پینتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت له یوه راپور سره سم، په داسي حال کې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو وخت په رانژدې کېدو دی، د وسله والو طالبانو د لویو حملو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

پینتاګون په دې راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، په عین حال کې ویلي، سره له دې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په مجموع کې د طالبانو حملې لږې شوي خو په لویو هدفونو د دوی بریدونه په سلو کې ۴۳ زیات شوي دي.

راپور وايي چې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر له لومړۍ څخه د مارچ تر ۱۳مې پوري یوازې په کابل کې دا ډول ۱۰ بریدونه شوي وو.

راپور وايي چې پر لویو دولتي ودانیو او تاسیساتو موټر بمي بریدونه او نورې حملې چې د توجه د اړولو لپاره کېږي، په ځانګړي ډول خورا لږې شوي دي.

خو پینتاګون اټکل کوي چې دا ډول بریدونه به دوام وکړي.

راپور وايي چې پر مهمو ځایونو حملې تر اغېز لاندې د خلکو د راوستلو او د امنیت په ټینګولو کې د افغانستان د حکومت د بې اعتباره کولو یوه وسیله ده. دا ډول بریدونه د یاغیانو لپاره تبلیغاتي اهمیت لري او په رسنیو کې یې خبرونه زیات خپرېږي.

د پینتاګون راپور په عین حال کې د طالبانو د دې ډول بریدونو ستراتیژیک اهمیت لږ بولي.

راپور یادونه کوي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ورتېرو ۱۲ میاشتو په پرتله د طالبانو بریدونه په سلو کې ۲ لږ شوي دي.

د سړک د غاړې چاودنې په سلو کې ۲۴ کمې شوي، د ماینونو چاودنې په سلو کې ۱۱، د پېچلیو او هماهنګو حملو په سلو کژ ۸ او د غیر مستقیمو حملو شمېر په سلو کې ۱۵ کم شوی دی.

د پینتاګون په وینا د مستقیمو حملو شمېر په سلو کې ۵ زیات شوی دی.

0 thoughts on “پینتاګون وايي، په لویو هدفونو د طالبانو حملې زیاتې شوي”
  1. !دتاند دویب سایت درنو لوستونکو
    زما په هاند دافغانستان خلک باید نور و انتخابات باندی عقایده ونه لری موږ داسلامی نظام څخه پرته چی هلته داسلامی قانون حاکم وی بل غوره لاره نه لرو دا صیح خبره ده چی دیموکراسی هغه تک لاره ده چی دیو هیواد هروګړی خپله برخه یا خپل تصویر لیدلای شی لاکن په افغانستان کی دغه نسخه دیره پرمختللی ده ځکه ددی نامه څخه که طالب دی او که اوسنی دولت دیرناوړاستفاده کړی ده
    نو ای دافغانستان بادورو خلکو راپورته شی اوددی وطن ویجاړو نکو عناصرو څخه ځان خلاص کړی چی یو ډله ځان داسلام ټیکه
    داران بولی او بله ډله ځان دیموکراسان بولی په داسی حال کی چی خلک ددواړ ډلو څخه سر ټکی دی
    یوډله بی ګناه ځوانان اوفغانان په ځان مرګی بریدونکو وژنی اوبل ډله بیا درشوت دخلکو وینی زبیښی
    ګل دهلمند ولایت څخه

ځواب ورکول gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *