تاند- په پېښور کې یو شمېر مدني فعالانو په تېره بیا ښځو د یکشنبې په ورځ مظاهره وکړه او د کابل د وروستۍ تروریستي حملې یې وغندلې.

مظاهره چیانو د تروریزم په ملاتړ کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه وکړه، ویې ویل چې د پاکستان له لوري د حقاني شبکې ساتنه د پاکستان او پښتونخوا لپاره منفي عواقب لرلی شي.

په وروستۍ یوه اوونۍ کې د کابل په دوو خونړیو حملو کې د حقاني شبکه، چې په پاکستان کې مرکزونه لري او د دغه هیواد د پوځ له خاص ملاتړه برخمنه ده، په لاس لرلو تورنه شوې ده.

دې ته په پام چې اکثره افغانان د طالبانو له وروستیو یې رحمانه اعمالو کرکه کوي خو د مظاهرې جرات نه کوي، د پېښوري فعالانو مظاهره په خپل ډول کې بې ساری حرکت ګڼل کېدای شي.

One thought on “پېښوري فعالانو د کابل حملې وغندلې او له پاکستانه یې وغوښتل، د حقاني ملاتړ ودروي”
  1. دافغانستان دښمن پنجاب دي او دپنجاب اي ايس اي دي دلته طالبان او دحقاني شبکه يوازي يو نوم دي چه دا دهيرا دمنډي حراميانو ورکړي دي. دافغانستان اودپښتون دبقا لپاره دپنجاب تخم بايد محوه او نابود سي. دا يي يوازني لاره ده

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *