فاروق سرور

دا نه معلومېده چي سر به د چا خوري، خو تورک دا مهال ډېر خشمېدلي وو، لکه کړېدلي اروا د کلي په سپېرو کوڅو کښي ګرځېدی. يو زورور غلېل يې په لاس کښي وو چي ګټي تيار پکښې پروت وو او مازي يې د ده اشاره غوښته.

د دغه نېک کار دپاره د کلي برېتور خان دا هم ورته ويلي وو چي د چرې توپک به درکړم، ډېر ښه دي، دم دستي به دي کار په اوسي خو د خلګو له وېري ده د چرو توپک نه سو ګرځوي، حالانکه د ده د چرې نښان هم ښه وو. بل بيا خلګو به هم ورباندي خندل چي لوی په تورو برېتو سړي ګوره او د کوچنيانو توپک ګوره، البته په غلېل څوک نه ورباندي خبرېدي، ولي چي ده به په پټو کښي کړي او چا دا نه سو ويلای چي ده نو په څادر کښي څه ايښي دي.

د غرمې وخت وو، دا مهال د کلي په خالي کوڅو کښي يو دي وو او بل سپېرې دوړي وې چي دواړه لکه کړهاندي ارواوي پرله ګرځېدل، را ګرځېدل، دوړو خو خورا شور جوړ کړي وو، د ورارو، بورو او کونډو ښځو په شان په چيغو او ماتم وې، خو دي خاموشه وو، البته سترګي يې نه وې خاموشي او د چا په لټون وې او دې شي څرګندوله چي دي له دننه ډېر ناکراره دي او خورا سره خوړل کېږي هم .

ناڅاپه يوه ناره سوه چي د يو مرغه معلومېده. دغسي هغه په خپل ځای وچ ودرېد او مخ يې تک سور سو. سترګي يې داسي وبرېښېدې لکه لېوه چي په غره کښي د يو کمزوري وري ږغ واوري، هم هغه وري چي دي يې په انتظار وي او خوله يې له اوبو ډکه سي چي کله به يې د نس شومه کوم .

اوس تورک پوهېدي نه چي دا ږغ له کومه راغي، ځکه نو هغه وار دواره سترګي پټي کړې چي اندازه ولګوي چي د ږغ ځاي چېري دي، خو پای يې مغزو کار وکړي چي ږغ د ميرک اکا له باغه را روان دي، ځکه نو دغسي، په هغي خوا په بل مخ په منډه سو.

کمال دي، داسي چمونه به هلکانو کول، تورک د بچيانو پلار وو، لوي سړي او اوړ مرغه په غلېل وهل، له هغه سره د يو معمولي مرغه وژني ګرسره خوند نه کوي، خو د ده لېونتوب دا څرګندوله چي د ده او مرغه ترمنځ يو څه دي او قيصه معمولي هم نه ښه غټه ده. څه ده او ولي ده، په دې نو دي ښه خبر وو.

دا ساعت ده منډي وهلې، په تېز باد کښي ملګرو دوړو هم په ځغاسته کښي مقابله ورسره کوله، خو دغه مهال له خپله لېونتوبه دي ورباندي زورور وو او مخته وو.

 بياهم يوه زوروره او کلپه سپين سترګي دوړه داسي په پسې وه، خاص لکه بلا، خو دي په خپله بلا وو، بلا به له بلا څه وېرېده .

کلي خورا زرغون وو او ټول کورونه له درختو ډک وو. دا وخت داسي ايسېده لکه د کلي دېولو چي سترګي کړي وي چي خورا حېراني وي چي دا تورک ولي په لېونتوب دي او د دېولو په شان درختي هم ګوته په غاښ وي ، ځکه نو په نارو وي او له يو او بله پوښتني کوي چي اخير د تورک لانجه څه ده ، لېوني سوي دي ، ماغزه يې چپه سوي دي که چا کوډي په کړي دي ، خو لوي سړي دي ، غلېل يې په لاس کښي دي او داسي منډي وهي لکه ماشوم ، اخير نکل څه دي؟

هغه به لا ږغ سم نه اورېد چي د خاموشه باد يوه بله تېزه او شيلي څپه راغله چي له ځانه سره يې بيرته د مرغه ږغ راوړي او په ده يې نور اور ولګوي. پاي دي د ميرک اکا و باغ ته ور نږدې سو چي دا مهال په پسرلي کښي يې ځاي ځاي دېوال مات وو او زياتره به ،ماشومانو په دغه لاره ترنک ځني غلا کول ، باغوان يې نه درلود او اوس اکا ويلي وو چي دېولونه به يې بيرته ورسموي چي باران مات کړي وو .

پاي ده په لاره کښي له هغي رارواني ويالې هم ټوپ کړل چي مخته د پېغلو د ښايسته ګودر په خوا تله چي ښايست به يې د کلي ځوانان لېوني کړي وو او له هغه باغه څو ګامه لېري ودرېدي چي ږغ ترا وتي چي مرغه په ده پوه نه سي ، کنۍ دغسي به واولوزي . اوس يې بالکل دا ډول په احتياط ګامونه اخيستل لکه پيشي چي د يو ناخبره موږک په لور ځي  .

دا د هغه چا ږغ وو چي ده يې ارمان درلود ، خوبونه يې ليدل ، مينه يې ورسره کوله ، لېونۍ مينه ، خو نن يې دښمن وو ، بدي يې ورسره پيدا سوي وه ، بده بدي او اوس يې وژل غوښت .

دا يو ښايسته مرغه وو چي رنګارنګ وزر يې درلود او ږغ يې نه وو،   جادو وو  جادو . د هم دغه خواږه ږغ په اورېدو به پخوا دده په زړه کښي تل دا ارمان پېدا کېدي چي کله به دا مرغه زما و لاس ته راځي او زه به باچا جوړېږم ، خو نن يې د سر دښمن وو او په هر حال کښي يې غوښت چي بس و يې وژني ، د همېش دپاره سر وروکوټي . که څه هم سوال پيدا کېدي چي ولي ، خو په ځواب او راز يې دي ښه خبر وو .

اوس دي د باغ دباندي له يو داسي دېوال سره پټ ودرېدي چي لا نه وو مات چي مرغه يې نه وويني . ده به و دغه مرغه ته تل د هغي مخصوصي درختي لاندي ځال خوروي چي د خوراک دانې به له ورايه پکښي ښکاره وې چي هغه ورباندي کښېنستي او کله به يې هم نه بدلوله خو بس مرغه ظالم هم ځان په لاس نه ورکوي ، نه به يې په دانو کښي چرت وهي او نه به ورا کښته کېدي چي دا دي حاضر يم ، ومه نيسه.

هسي خو دده نوم وو تور  جان ، خو خلګو بلي تورک . تورک د کلي بدمرغه غل وو چي پخوا به په غره کښي په هغه لاره کښي پټ ولاړ وو چي ناولده خلګ به ورباندي تلل او راتلل . دا ډول به يې دغه ناولده مخلوق د چاقو په زور شکوي.

کله چي دا غلا د کلي خشمېدلي خلګو ورباندي ودوروله چي مېلمه به يې لوټ سو او ښه د اخلاصه يې وډبوي ، نو د شپې يې غلاوي پيل کړې ، خو دغي غلاوي به ده په نورو کلو کښي کولې ، ولي چي د خپل کلي له خلګو يې اوس خورا وېره کېده ولي چي هم نوم بدي وو او هم هر چا د شک په نظر ورته کتل.

پاي هلته هم څو واره ونيول سو او ځوانانو ښه ځواني ورباندي ښکاره کړه او دا ډول قيصه د کلي تر بريتور خانه ورسېده چي په وډاي کښي يې ساري نه درلود ، باغونه او مځکي يې بې حسابه وې او له ښه مرغه دده تربور وو . اوس خان راوغوښت چي د بد بخت زو ، غلاوي ته کوې او نوم زما درباندي بد دي ، هلکه ما خو به نه وي درته ويلي ، خو خلګ له ما ګيلې کوي . بس که مي عزيز نه وې ، نو اوس به مي يا دوړه کړي وې يا به مي چپه راځړولي وې ، ولي چي وړ خو يې د ګولۍ .

دا وخت د تورک سر لاندي وو او شرمنده ولاړ وو . ناڅاپه د خان سرې سترګي و برېشېدې چي راسه چي تربور دي و زړه ته ور نږدې کړي ، يو نوي کار درکړي او په سمي ګټي سپور سې . هم به دغه بدمرغه غلا پرېږدې ، هم به دي څوک له ګرېوانه نه نيسي او هم به مي پوزه نه وي پرې . ته خو خبر يې چي زه د مرغانو شوق لرم ، پيسې خرڅوم او له نورو مرغان اخلم چي نخرې يې بالايه وي او مهمان خانه مي ددغو مرغانو له قفسانو ډکه ده ، که څه هم له خواږه ږغه يې نه يم انکاري ، خو په دغه شوق مي نوم ګټلي دي ، شاوخوا په دغو مرغانو او قفسانو پېژندل کېږم. چي بس په دغه ډګر کښي تر ده نامي او لوړ نسته ، په دغه خو د هر يوه ومخته بريتو ته تاو ورکوم او په هم دغه شي مي شمله هم تر ټولو لوړه وي . اوس نو ته د ورور دپاره مرغان نيسه ، پيسې به درکوم ، تر ګزران هم زياتي او که دي کله نه نيول ، نا جوړه وې يا په لاس نه دراتلل ، پرواه نه لري ، بيا به دي هم خيال ساتم او نازوم به دي کور سپيرې ، څه وکړم ، خو هم مات لاس يې ، هم شپږمه ګوته يې. بس زما د برېتو به خيال ساتې او مرغان به را زياتوې . پام کوه چي په برېتو او شمله کښي مي فرق را نه سي ، کنۍ سر به در پرې کړم .

دا ډول به اوس د غله تورک په لاس کښي ځال وو ، د کلکو سپڼسو مضبوطه ځال او کار يې بدل وو چي پکښي تر پخواني زيات هم په عزت وو او هم په کراره .

 څنګه چي کلي له رنګينو باغو ډک وو ، دغسي يې غرونه هم له چينو ډک وو ، ځکه خو يې کارېزونه او ويالې له اوبو ډکي راتلې چي ميده ميده سندري به يې ويلې ، بس لکه بېلي بېلي غاړي چي يې رااخيستي وي . په دغه به د هغو مستو پېغلو په شان کال ښه په زور کښي هم وو چي دف او دريې يې په لاس کښي وي او اتڼونه او شلي کوي. هم به يې کروندې له شنه رنګه او هم به يې باغونه له رنګدارو ، خوشبودارو ګلانو او زرغونو پاڼو ډک وو . بلکه اوس خو د کلي کورونه هم له درختو ډک وو او د مرغانو به ورباندي رند و روند وو . تا چي به ويل زه خاص د جنت ننداره وينم او خوشبوي به هري خواته خوره وه چي مست شمال به لوبي ورسره کولې .

دلته د يوې ګڼي اوني لاندي ده ځال خور کړي ، خورا دانې به يې ورواچولې او رنګارنګ مرغان به يې نيول ، خو دا څه ، يوه ورځ ناڅاپه داسي غټ پټ او ښايسته مرغه هلته ښکاره سو چي هم يې ږغ په چا لېونتوب کوي او هم يې خوږو سندرو دي وڅرخوي او دداسي ناولده مرغه کله دده و روح ته هم نه وه لوېدلي چي زه به يې وينم . حېران سو چي چي دا له کومه راغي ، دمخه خو مي نه وو ليدلي ، زما په خيال ناولده دي .

مرغه هم عجبه وو ، برناحقه يې و ځان ته مصيبت جوړوي ، بس لکه لېونتوب چي ورلوېدلي وي او د خان کره به هم ډير تلي او راتلي چي تر کليوالو به يې زيات لېوني کړي چي دا بيا څه بلا ده او کله به يې تر لاس کوم ، وش وش ، نه به سي په لاس را . بس تورو ته به وايم چي بچکه زور کوه ، زيات مزي سه ، زوي مړې نا ، قيصه ټوله په تا ولاړه ده ، پايڅې ورته ونغاړه چي دغه يې وخت دي او زر تر زره يې نيسه چي درڅخه ولاړ نه سي ، آهو خو نو د هوا شي دي او هيڅ يې نه ده معلومه . که يې يو وار مخ و بلي خوا ته سو ، بيا به څه مخ توروو . دا راز يې برناحقه د خان هم ځان ته پام کړي .

اوس نو د تورک نوري مزې سوې ، لاندي ، پسونه ، چرګان ، کڼ ، شلومبې ، شيدې ، پېروي ، هګۍ ، کوچي ، رنګارنګ مېوې او بادام او جوز به ورا روان وو او کورداري يې تر پخوا زياته خيالوره وه، بلکه اوس خو به د زنانو هم ورباندي رش وو او دا به يې په منځ کښي ناسته په غيبت داسي اخته وه لکه بلبله او د خندا ږغونه به يې تر ليري ليري تله. دا ډول به ساعت و دم چلمان هم تازه کېدل او د ګوړي توري ترخې چاي به هم په وار وار راتلې چي مجلس به نور ورباندي خوږ، تازه او تود سو.

د مرغه قيصې ډير وخت نه واخيست . يوه ورځ تېره سوه ، دويمه او دا ډول پوره هفته ، خو مرغه و لاس ته نه وراغي . عجبه څالاکه وو ، نه به و ښو ښو دانو ته لاندي و ځال ته راکښته کېدي او نه به يې د نورو مرغانو په شان ځان ورباندي نيوي . بس د مرغه هم دا يوه درخته وه ، ګرسره به يې نه بدلوله لکه و ده ته چي خار ورکوي او په کسده يې کوي چي ګرانه که داسي پالوان يې ، نو نر سه او ومي نيسه .

دلته به تورجان پوره ورځ ورته تېره کړه ، ستړي به سو، سترګي به يې تل په مرغه کښي وې چي د درختي په شاخونو به يې مستۍ ورته کولې ، داسي به الوتي، راالوتي، لکه د رنګين فطرت ټول حسن چي دده وي ، په ده به يې سړې ساوي کښې او هلته به خان سور سور ورته کېدي چي ملا ماتې يو مرغه هم نه سې نيوي ، خو ورځ په ورځ داسي پنډېږې لکه اېږ، بې کراماتهth.

ده څو واره خان ته وويل چي اسانه ده، په غلېل به يې په وزر ووهم ، نښان مي ډېر پوخ دي، خو دا خبره خان نه ورسره منله چي بدبخته ، کورخرابې، ډېر قيمتي مرغه دي ، داسي مرغه نه له ما سره سته، نه له نورو شوقيانو سره او په دې به نور نوم وګټم . زه باور نه درباندي لرم ، لاسونه دي هر وخت په کپ اخته وي ، يو لړزانده شي يې ، په سر يا بل نازک ځاي به دي ويښتلي وي او له لاسه به دي راڅخه ايستلي وي ، بيا به نو ټول عمر ارمان کوم او ژاړم به. خبردار که دي دا خبره بل وار په زړه کښي هم راوسته .

تورک د مرغه په طبيعت ښه خبر وو چي دي شپه بل ځاي تېروي او هلته يې ځاي دي ، خو د ورځي دلته راځي، ځکه نو ده په شپه شپه په هم هغي درختي کښي داسي پټ ځالونه ولګول چي د مرغه په ګمان کښي لا نه وو، خو عجبه ده چي بله ورځ لکه د مرغه تېز نظر چي له ليري بيا ځالونه وويني او سحار چي څنګه ښکاره سو، نو دا څه زړې اوني ته نه راغي او اونه يې بدله کړه چي د تورک ماغزه يې د لږ ګړي دپاره و څرخول چي دا څه وسو او په رښتيا هم دا د نه منلو خبره وه. آهو، مرغه نو څنګه پوهېدي چي په درخته کښي پټ ځالونه دي ، بس ناشوده وه ناشوده .

تورک هم په زنه لاس ورته تېر کړي چي زويه والله که دي زه هم پرېږدم. اوس ده د هغه خاص کوچني باغ په ټولو درختو واړه واړه ځالونه ولګول چي خان د سترګو په رپ کښي ورته راورسول چي مرغه به ورته راتلي، خو مرغه تر تورجان دوې نېزې بالايه وو، دا مهال به هغه ګرسره درختو ته کتل لا نه ، بلکه را به غي ، په ديولو به کښينستي او تورک او خان دواړه به حق حېران وو چي دا اوس مرغه دي که پېري چي په هر څه وختي لا خبر سي . بله دا چي مرغه به په عجبه ډول و دوي ته کتل هم چي دوي به نور ګوته په غاښ سول چي دا يې بيا څه مطلب دي؟

دا ډول به ددوي تر منځ پټ پټاني روان وو. اوس شکاري تورک لږ نور ورته په چم کښي سو او د باغ په شاوخوا دېولونو يې هم ځالونه خواره کړل، خو مرغه به په تېزۍ، د سترګو په رپ کښي داسي ځاي راغي ، چيري چي به ځال نه وو خور چي په داسي چم به يې تورک نور سوروشين سو او په زړه کښي يې دا خبره هم پخېده چي دا حتما” پېري دي چي په هر راز د مخه لا خبر وي. ياره د داسي مرغه خو مي په نکلونو کښي لا نه وو اورېدلي .

دا څه ، اوس داسي ناولدي قيصې پيل سوې چي تورک يې نور ولړزوي. مرغه باغ بدل کړي، نوي باغ سو ، چيري چي به آزادي وه او يو ځاي به هم ځالونه نه وو خواره او څنګه چي به يې ناره کړه . دغسي به د وزرو يو زورور سرپي سو او د سترګو په رپ کښي به خورا ډېر مرغان په سيل سيل داسي ورته راغلل لکه بس دده د ږغ په انتظار چي وي چي تورک به يې نور پرېشان کړي چي دا يې بيا بله، اي څه دي .

اوس به نو ټوله ورځ تورک په منډه وو چي نن به بيا مرغه چيري کښېني او دا ډول چي به يې مرغه او نور مرغان له لېري په يو باغ کښي د درختو په منځ کښي وليدل، نو به پټ پټ کېدي او په ننداره به يې سو .

دا څه، نوره ناشوده، دا ډول به اوس مرغه ږغېدي او ټول به چپ وو، کټ مټ لکه دي چي څه ورته واي او دوي يې په خلاصو غوږو اوري او د يو بل په ژبه پوهېږي. دا يوه نامنونکي قيصه وه او داسي وو لکه تورک چي خوب ويني، يو داسي بد خوب چي بيا په سړي چيغي هم وهي .

اوس عجبي قيصې پيل سوې . د تورک ځال به يو مرغه هم نه نيوي ، خواره مرغۍ لا نه او دا ډول تورجان او خان دواړه پوه سول چي دغه دا مرغه دي چي ټول يې خبرداره کړي دي چي و ځال ته ور نږدې نه سي کنۍ ټول عمر به مي غلامي او سرګرداني په نصيب وي .

هو هو دا مرغه خو ډېر خطرناکه دي . دا که دغسي قيصې رواني وې ، نو به مو کور په چرګه را بار کړي .

دا ډول پاي، په ډېر دړد او افسوس ، يو مين خان دا فېصله وکړه چي له دې جانان مرغه خو آپي مار وختي، د اووه سرونو تر مار لا خطرناکه ښامار، ځکه نو که موږ دداسي بد ښامار سر وکوټو ، ښه به وي او په حق به يو .

هم دا هغه سوب وو چي اوس به غليل د تورک په لاس کښي وو او په مرغه پسي به ګرځېدي ، خو مرغه له ده هوشيار وو ، يو داسي پټ ځاي به يې نور مرغان په ځان را ټول کړي وو چي د تورک په ګمان کښي به لا نه وو او څنګه چي به يې دي وليد ، د سترګو په رپ کښي به په داسي تېزۍ والوتي چي دده نښانه به خطا سوه ، خو نن تور عجبه څالاکي وکړه چي په ډېري تېرۍ سره او په يو نه منونکي چسپاندي د سترګو په رپ کښي د مات دېوال له شا داسي راووت لکه پېري او دغسي يې د غلېل ګټي ور چالان کړي .

دا څه ، څرخېدونکي ګټي سم د ناخبره مرغه په ککري کښي ونيښت او هغه دغسي را چپه سو چي درب يې سو ، لاندي راولوېد . ده چي په منډه ور تراټ ول، نو ښايسته مرغه بيا په وينو لړلي وو او مړ وو .

بيرته خوشحالۍ سوې او خان او تورک د کراري ساه واخيسته او شکر يې وکشي چي بلا وه برکت يې نه وو. اوس د خان رالوېدلي برېتونه بيرته شک ودرېدل .

د مرغانو خو څو موده د ښکلي مړ مرغه نصيعت په ياد وو ، خو بيا لکه يو بد بخته قام هر څه داسي ځني هېر سول لکه په ژوند کښي چي يې مرغه کله ليدلي او اورېدلي لا نه وي .

اوس يو ځل بيا د خان ډوډۍ سوې، اصطبل به يې له اسانو ډک وو چي لوي لوي او ماړه خانان به له ليري لېري ورباندي راغلي وو. دوی به دده ښايسته مرغان ليدل چي په قفسونو کښي به بند وو او نارو به يې دوي لېوني کړي وو. که څه هم مرغانو به د غم سندري ويلې، خو ټول به لکه بې حسه ديبان نه ورباندي پوهېدل او خوند به يې په اخيست. دا ډول د تورک بيرته مزې سوې .

دغه راز به بې شعوره مرغان بيرته ځال نيول . د خان کورته به هره ورځ له بازاره نوي قفسونه راتله چي نوي مرغان به جګ جګ پکښي غورځېدل او خپل سرونه به يې پکښي خوږول چي کله کله به ويني هم سول او زاره چاودي وو، خو څوک وو چي دوي به يې ځني راايستل او نه مرغه وو چي دوي يې د مخه لا پوه کړي وو او دوي به دا وخت بنديان نه وو .

اوس هم هغه کلي دي، هغه خان او هغه تورک دي . که څه هم اوس دوي هغه د پخوا ځوانان نه دي ،خو د خان برېتونه زيات په خيال سوي دي، بلکه نور غټ سوي دي. اصلي تېل او رنګ ګرسره له دباندي وراځي . نوم يې خورا لوړ سوي او خور سوي دي ، بلکه د ډېرو قفسانو او مرغانو له سوبه دده سور مخي او شين سترګي شخصيت بېخي ستاره دار سوي دي چي په ښکار او قفسانو کښي نو دي د نړۍ باچا دي .

پاته سو تورک ، نو هغه هم له خانه په کمه نه دي ، دي هم باچا دي باچا ، اوس ماړه او شتمن خان په پيسو داسي نازولي دي چي دده په مخ هم لوي برېتونه ليدل کېږي چي دي واي چي زه يې هم د خان غوندي نور لوي وم ، ولي چي دا د لوهي او فخر نخښه ده .

دا وخت نو دده هم خوندوره حوېلي ده ، له خېره د يو دوو باغونو هم څښتن سوي دي چي هر کال په ښه بيه خرڅېږي ، يوه بله ، اوس دي په کور کرار ناست وي بلکه دا کار دده مذدوران کوي او ځالونه يې هم زيات سوي دي چي هم ډول ډول مرغان په زيات شمېر سره ورنيسي چي خپل کلي خو پرېږده ، اوس دوي په شاوخوا کلو کښي هم ځالونه خوروي او ورځ په ورځ مخته ځي او لا روان دي ، ګوره چي کوم کوم ولاتونه به لا نيسي په خپلو ځالو .

البته يو فرق دي چي دواړه ، هم خان ، هم تورک ،اوس هم د مرغه د وخت په شان ستړي ستړي وي بلکه مات مات ، بد بد خوبونه ويني ، بې سکونه وي ، په خوبونو کښي يې له خلګو سره جنګونه وي . که څه هم ناپوه حکيمان واي چي دا ستاسي بد پرهېزي ده ، خو د هر ډول علاج او پرهېز باوجود هر خوب يې اوس هم دروند وي بلکه داسي چيغي ورباندي ووهي چي راويښ سي ، تر ډېره يې ساه نه سمېږي او مېرمني خواراني يې په سرو سترګو په ژړا وي چي څه په وکړو ، څه په وسو او تل يې له هغه ښکلي او غټ پټ مرغه سره جنګ وي چي ددوي د ناورين په ضد يې لمړي ځل د بغاوت بېرغ پورته کړي وو او بيا ظالمانو په سرو وېنو ولړي .

د کمال خبره خو داده چي دداسي ، بالکل د هم دغه رنګ مرغانو د راتګ سلسله اوس هم روانه ده ، نه ده درېدلي چي په کال کښي يو نيم يو وار حتما” ښکاره سي او کټ مټ و اولني ته سوي وي ، د يوې بڼوکي رنګ يې لا نه وي ځني بدل چي هم دوي حېران کړي ، هم يې ولړزوي او په ناولده بنده خو نو لېونتوب کوي او دا راز د څو موده دپاره نور مرغان يو ځل بيا ځالو ته ځان نه ورکوي ، خو خان او تورک زر په خپلو نښانه بازانو ، دغه بلا هم په سرو وينو ولړي او له دې جهانه يې د سترګو په رپ کښي رخصت کړي .

که څه هم د خان د کلا مېلې نه ختمېږي ، بلکه نور دوام اخلي چي اوس خو د ساز او اواز محفلونه هم پکښي وي او ښکلي هلکان په ناز ناز پکښي رخصي چي د پشو د ږمږغو ږغ يې لېوني باد تر لېري لېري وړي ، خو د ځنو هوشيارانو پټي خولې يو نښانه باز هم نه سي تړي او نه يې زورور خان ور ماتوي سي . ددوي بيا عجبه وينا وي . ددوي ګاي څه داسي وي .

هر نوي ياغي مرغه په اصل کښي د هغه اولني مرغه لمسي ښکاري ، ولي چي هم په رنګ سل په سله ورته سوي وي ، هم په خواږه ږغ او هم په خوي ، ولي چي ددغو دا د ځال بدي په وينه کښي ده، نصيب يې ده ، په قلم کښل سوي ده ، په بد بختانو کښي هر يو سر خوري خو له خپله ياغي توبه ګرسره راګرځي نه ، خبر نه يو چي دا نو ولي ؟

مارچ دوه زره شپاړس

One thought on “ځال (وړه کيسه) لیکوال: فاروق سرور”
  1. واه علامتي افسانه په حقيقت کښۍ فاروق سرور صېب ليکي او پوره ګرفت يې پرې حاصل دے
    چې څومره ستائېنه يې هم وشي کوه ده

ځواب ورکول وصال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *