تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، د احمدشاه مسعود د مړینې د تلین د لمانځنې په ورځ یې د هغه ۱۳۸ وسله وال او لنډه غر پلویان نیولی دي چې په ګزمو، سرغړونو او ډزو یې خلکو ته یې ستونزې جوړولې.

نصرت رحیمي په دې تړاو تاند ته وویل، له دغو کسانو یې لسګونه میله وسله او ۵۱ رنګ کړې موټرې نیولې دي.

نوموړي تاند ته وویل، د لنډه غرو په ډزو کې د ملي اردو یو افسر او یو ملکي وګړی وژل شوی خو ۷ نور ټپيان شوي دي: (( د نیول شویو کسانو دوسیې به ژر بشپړې او عدلي و قضايي ادارو ته به یې واستوو.))

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین پر خپله فیسبوک پاڼه له ولس څخه مننه کړې د لنډه غرو په مخنیوي کې یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی: (د ټولو پوليسو، د CRU قطعې، کومانډو، کابل ګارنيزون او د ملي امنيت له منسوبينو خاص مننه کوم چې د خلکو له غوښتنو سره سم يې د ولګردانو او لنډغرو په خلاف عمل وکړ.د جلالتماب جمهور رئيس له هدايت سره سم زمونږ ژمنه ده چې قانون به په ټولو غير له کوم تبعيض، سمتي او سياسي تمايلاتو پرته تطبيقوو.))

دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله بیا د امنیتي ځواکونو لخوا د لنډغرو وسله والو پر ضد د عملیاتو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا کار غیر انساني و.

د مسعود پلویان هر کال د سنبلې په ۱۸مه د هغه د وژل کېدو د ورځې په نمانځنه سړکونو ته له برچو، وسلو، موټرو، د جمعیت له بیرغونو سره راوځي او په ګزمو کې خلکو ته مزاحمت کوي چې له کبله یې ښاریان په دغه ورځ له کوره نه راوځي.

2 thoughts on “ځانګړو ځواکونو پرون د مسعود ۱۳۸ لنډه غر پلویان نیولي دي”
  1. د افغانستان خلک او خصوصا د کابل ښاریان له خپلو امنیتي ځواکونو نه مننه کوي چې پرون یې د کوڅه ډبو او بې مسوولیته ګزمه کوونکو ډلو مخه ونیوله .
    دوی د مسعود پلویان نه بلکې په حقیقت کې د هغه دښمنان دي چې هرکال پدې ورځ کوڅو اوښار ته راځي ، د ښاریانو ژوند او امنیت تهدیدوي . په مقابل کې د ولس نفرت او کینه د نظار شورا له پلویانو راټوکوي.
    د کابل ښار اوسېدونکي نه غواړي داسې چاته رایه ورکړي چې یو ځل بیا ښار په کنډوالو بدل کړي او د افشارو د جنوسایډ جنایت بیا تکرار کړي. مونږ خپل هېواد کې نظم او قانون تطبیقول غواړو .

  2. ښه اخلاق زمونږ د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم مونږ ته را پاتې نمونه ده . زه نه پوهېږم دا لنډغر زورچاته ښیي ددې پر ځای چې دا خلک لنډغري وکړي ښه داده دا دوی چې ورته امر صاحب وایي ختمونه دی ور پسې وکړي. او پاتې شو ګل مرجان هغه خو یې هسې هم نه مني دا قانون به آخر څه وخت په ټولو عملي کیږي

ځواب ورکول دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *