تاند- د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به د بریتانیا له ځانګړو ځواکونو وغوښتل شي چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې کلیدي رول ولوبوي.

د انډپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، امریکايي چارواکي له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې د عملي کولو لپاره د پلان پر جوړولو کار کوي.

انډپندنټ د امریکايي چارواکو په قول ویلي، امریکايي ځواکونه به په شاوخوا ۳ کلونو کې له افغانستانه ووځي، خو امریکا به د افغان امنیتي خواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه راز به یو شمېر امریکايي پوځیان د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

حاضردمه څه باندې ۱۰۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

2 thoughts on “ځانګړي بریتانیايي ځواکونه به په افغانستان کې دېره شي”
  1. چا په ښوونځي کې ریاضي لرله ؟؟
    دامنطق د هلکانو مسخرې دي طالب به هیڅ یو خارجي عسکر په افغانستان کې پرې نږدي چې چښتن ځي نو سپیان به یې هم ورسره زغلي د انګلیس په مقابل کې ټول افغانان حساسیت لري

ځواب ورکول یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *