فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

که د سپتمبر یوولسمې نړۍ بدله کړه، د بې ګناه او بې دفاع فرخندې بې رحمه اوظالمانه وژنې هم افغانستان بدل کړ. په رښتیا هم کابل نور هغه کابل ندی کوم چې لدې نه مخکې چا لیدلی ؤ. ښځې، ماشومان او ګڼ شمیراوسیدونکي یې ټول د شوک او وحشت تر تاثیر لاندې دي اود پولیسو په شتون کې د فرخندې د وژلو زړه بوږنونکې پېښه یې په سترګو کې ګرځي راګرځي او حتی په خوب کې هم آرام نلري. دا نور ملک هم همداسې در واخله.

پوښتنه داده چې آیا تر غوږونو په فساد کې ډوب چارواکي او په دوی پورې تړلي بې کفایته پولیس د دې ضمانت او ګرانټي ورکولی شي چې د قانون په شتون کې به بیا دې ته ورته غیر اسلامي او غیر انساني کړنې نه تکراریږي؟ اخر څه وجه ده چې زمونږ په ملک کې مذهبي زور زیاتی او تشدد ورځ په ورځ زور آخلي؟

چې مجاهدین او مقاومتيان مو هم چارواکي او هم قانون جوړونکي وي او په سل ګونو سخت دریځه ملایان مو په جوماتونو او د جوماتونو نه د باندې د یوه نرم او رښتینې اسلام پرځای له تشدد او وحشته ډک اسلام د خلکو په مغزونو کې پیچکاري کوي او په ډاګه دې کار ته لمن وهي  نو ځوانان او حتی لویان مو بیا څه اړتیا لري چې د فرخندې خبرو ته غوږ ونیسې. بس نر هغه دی چې حمله پرې وکړي، په سوکانو یې خوله ور ماته کړي، په لاغتو یې ووهي او په غبرګو پښو پکې وغورځي او پښتې یې ورماتې کړي، په تیږو یې سنګساره کړي، په لرګي، سوټي او هر څه چې په لاس ورغلل وار پرې وکړي، ځان پرې « غازي » کړي او په پای کې یې د اور خوراک او له خاورو سره خاورې کړي.

څرګنده خبره ده چې که څوک د فرخندې په شان د چا له تورې څېرې نه سپینه پرده پورته کوي او واقعیتونه رڼا ته راباسې  نو هروهرو به یې په وړاندې یو عکس العمل ښودل کیږي. که دا سخت دریځي ملایان وي او دا زهرجن تبلیغ، کوم چې واړه او زاړه په جوش راولي، نو بیا هیڅوک هم د دې ضمانت او ګرانټي نشي ورکولی چې بیا به داسې پېښه نه تکراریږي.

یوه خبره روښانه ده. هغه داچې دا ډول افغانستان نور چاته د منلو ندی. بدلون ته اړتیا ده. هغه بدلون ته چې څوک پرې مړه شول او د چا ګوتې ورباندې پرې شوې. حکومت ته پکار ده چې خپلې ژمنې عملي کړي، په هرڅه کې اصلاحات راولي او پرې نه ږدي چې سختدریځي ملایان د اسلام پرځای تشدد او خشونت د خلکو په مغزونو کې پيچکاري کړي.

نن سبا هر څوک کولی شي چې خپل دښمن د قرآن کریم د سوزولو او یا د کفر د ټاپې په وهلو سره په ډېرې اسانې سره له مینځه یوسي. ځکه چې سخت دریځو ملایانو دې کار ته داسې زمینه برابره کړې چې د الله اکبر د کلیمي په اوریدو سره د خلکو له سرونو نه عقل او فکر آلوزي او ځای یې احساسات ، وحشت او تشدد نیسي. بیا نو دې ته نه ګوري چې دا سړی ګناهکار دی او که بې ګناه، منطق او دلیل ته هم غوږ نه نیسي، بس نر هغه دی چې له ټولو نه مخکې ځان پرې«غازي» کړي او بس.

نن سبا هره ورځ په سل ګونو مسلمانان د طالباني اسلام له خوا د کفر په تور وژل کیږي او سرونه یې د الله اکبر په ویلو سره له تنه جدا کیږي. نن سبا په سل ګونو مسلمانان د لعنتي داعشیانو له خوانه په ډله ایزه توګه د الله اکبر په ناره حلالیږي او یا هم ژوندي سوزول کیږي. نن سبا لعنتي ځانمرګي د الله اکبر په ویلو سره له چاودیدونکو توکیو ډک ګاډي د مسلمانانو په ګڼه ګوڼه کې په داسې بې رحمانه ډول چابدوي چې نه د چا سر معلوم وي، نه لاسونه او نه هم پښې. او نن سبا د همدې سخت دریځو له خوا د خدای په کور کې بمونه ایښودل کیږي او یا هم د الله اکبر په ویلو سره ځانمرګي بریدونه کیږي، چې نه یوازې په لس ګونو مسلمانان پکې په شهادت رسیږي، بلکې په لس ګونو قرآن شریفونه هم. نن سبا څه، چې زه خدای پیدا کړی یم دا ناروا روانه ده او لا هم دوام لري.

آیا دا د رښتینې اسلام انځور دی چې مونږ یې نړیوالو ته وړاندې کوو؟ آیا الله تعالی پدې کړنو خوشحالیږي؟ آیا نبي علیه سلام دا ډول اعمال روا بولي؟ نه ، په هیڅصورت نه. دا وحشت دی، دا ځناورتوب دی، دا بربریت دی. د دې لپاره په اسلام کې ځای نشته. له همدې کبله مدني ټولنو په کابل کې یو ستر لاریون وکړ. دا عمل یې په سختو ټکو وغندلو او له حکومته یې وغوښتل چې مجرمان محاکمه کړي، د سخت دریځو ملایانو خولې ور وتړي او نور د دا ډول کړنو مخنیوی وکړي. جالبه داده چې یوه ورځ وروسته دیني عالمان هم د مدني ټولنو په شان، خو د مدني ټولنو پر ضد په هغه ځای کې سره راغونډ شول چیرته چې فرخنده وژل شوې وه او له همدې ځایه یې په مدني ټولنو لفظي ګوزارونه وکړل. سربیره پر دې چې د فرخندې مرګ یې پر دوی او غربیانو ور وتپلو ویې ویل چې مدني ټولنې د دیني عالمانو سپکاوی کوي او له دولته یې وغوښتل  چې د دوی په فعالیت بندیز ولګوي که نه دغه به وکړي او هغه به وکړي…

چې خبره داسې وي نو د حل لاره یې څه ده؟ زما په اند یوازې په کوډګرو او تعویذګرو باندې بندیز لګول او په همدې باندې قناعت کول یې په هیڅصورت د حل لاره نده. خبره د افراطیت ده. دا  لویې پاملرنې ته اړتیا لري. لکه:

– تر هرڅه د مخه د افراطیت په وړاندې کلکه مبارزه او د هغه د مخنیوي لپاره د ګټورو لارو چارو لټول.

– د پلرونو او میندو له لورې د اولادونو کنترول، له افراطیت نه د هغوی ژغورل او پدې باب د حکومت هلې ځلې.

– له ښوونځیو او لوړو تعلیمي موسیسو او پوهنتونونو نه  د افراطي استادانو او ملایانو لیرې کول.

– د حکومت لخوانه پولیس خپل مسولیت ته متوجه کول چې په راتلونکې کې ښاریان له داسې خطرونو نه وژغوري.

– د خلکو د پوهاوي لپاره یوپراخ کمپاین په لاره آچول. اکثریت هېوادوال مو نه له خپلو حقونو خبر دي او نه هم د نورو. په کار ده چې دوی پوه کړل شي چې آیا د قانون په شتون کې دوی د دا ډول کړنو حق لري او که نه.

–  د ملایمو او منځلارو ملایانوتشویق او د سخت دریځو په وړاندې هغوی ته امتیازاو د اولیت حق ورکول…

بالاخره د دې کړیدلي هېواد اوسیدونکي هم انسانان دي او د دې حق لري چې لږ په آرام زړه سا وباسي. په همدې هیله. ومن الله توفیق

One thought on “ځاځي پورغواړي توري نورغواړي/عثمان رسولي”
  1. مدنی ټولنو؟؟!! (کفری ټولنو) نو بیا کوم سم کار کړی دی دوی د فرخندی په شهادت تجارت روان کړی مدنی ټولنی غواړی چی ځنګه خارج ته لاره پیدا کړی او هلته بیا وتښتی او د پناه اخیستلو غوښتنه وکړی.
    مدنی ټولنی خو کله خر لمانځی او کله چادری اغوندی او کله هم اوسپنیزی زری واغوندی د خلکو کم درد یی دوا کړی ؟؟؟؟
    دا کارونه دی دمدنی ټولنو نه وای کړی ولی به خلک را پاریدل چی بیا یوه بی ګناه ښځه ووژنی ؟؟
    د فرخندی کورنی وایی چی مونږ له علماو نه ګیله نه لرو ځکه چی فرخند هم د دینی علم زده کوونکیه وه نه دی مدنی ټولنی !! غړی .
    د فرخندی وژونکی ملایان عالمان او یا صالخ خلک نه وی همدا خلک وو چی کله د مدنی ټولنو په لباس را ښکاره شی او کله هم په بل شکل کی.
    ټوله ستونزه په د جان کیری او اوباما په جوړکړی حکومت کی دی .

ځواب ورکول sardarwali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *