قاتل ځوړند سر ولاړ و، ښځه خوشاله وه، ځکه چې نن يې د قاضي په امر د خپل وژل شوي خاوند غچ اخيسته، له قاتل سره خپل ماشوم زوی هم په خوا کې ولاړ و خو هغه په دې نه، پوهيده چې څو شيبې وروسته به يې د پلار سر غوڅ شي، هغه به بې پلاره شي، د خلکو ګڼې ګوڼې ته حيران و، ځليدونکې سترګې به يې يوه خوا او بله خوا اړولې…

ښځې د خپل يتيم ماشوم په سر لاس تېر کړ، يتيم حيران و چې د مور سترګې يې ولې له اوښکو ډکې دي، کله ژاړي، کله بيا په ژړا کې موسکې شي، ددې دوو ماشومانو پرته نور ټول خلک په دې خبر و چې لږه شيبه وروسته به څه کېږي، ښځه څو قدمه مخکې لاړه، د قاتل زړه په درزا شو، له ويرې يې ټول وجود رږديده، ښځې توره پورته کړه، قاتل سترګې پټې کړې…

 کړنګ شو، توره پر ځمکه پريوته، دقاتل پر وجود سړه پليشه تيره شوه، سترګې يې پرانيستې، لکه يو ډارونکی خوب يې چې ليدلی وي، ښځه پر ځمکه ناسته وه، په چيغو چيغو يې ژړل، زړه يې ښه سپک کړ، لکه په اوښکو يې چې مينځلی وي، بيا يې د قاتل زوی ځان ته رانږدې کړ، په ژړا يې ورته وويل:

 له دې ځليدونکو سترګو دې جار شم، ته پوهېږې زما خاوند چې له کومې ورځې وژل شوی، دا ځلا مې بيا د خپل زوی په سترګو کې نه ده ليدلې، هغه موسکا چې ستا په شونډو خوره ده، زما د ييتم پر شونډو نه شته… ځه ورځه! پلار دې قاتل دی خو ته بې ګناه يې، زه نه غواړم چې زما د يتيم غوندې ستا سترګې بې ځلا او شونډې بې موسکا پاتې شي.

2 thoughts on “ځلا / ليکوال : ذبيح الله قرار”

ځواب ورکول جانان فرديس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *