برایان ټریسي لیکی: ((بریالي خلک هغه څوک دي، چې خپلې لنډ مهالې راحت طلبۍ او خوند اخیستنې ځنډوي او په کار او تلاش سره په راتلونکي کې نورې ارزښتاکې پایلې ترلاسه کوي او ناکام خلک زیاتره وخت ځینو بې دوامه خوښیو او خوندونو ته پناه وړي، په هغو کې فکر کوي او خپل راتلونکي ته ډېره کمه پاملرنه کوي.

د دوه زره شپاڼس په مارچ کې مو هلمند کې د مهربانۍ دېوال پرانیست. پر دې دېوال به خلک خپل اضافي جامې، څپلۍ او نور څېزونه ځوړند کوي او هغه به یې وړي چې اړتیا ورته لري. که فکر وکړو، د مهربانۍ د دېوال جوړونه او له دې لارې بې وزلو خلکو سره مرسته کول د ټولنیز تړون اصلاح یوه ځواکمنه نسخه ده. د مهربانۍ د دېوال له لارې بډایه خلک له غریبو هغو سره خپل وس شریکوي.

د مدني ټولني مسئولیت یواځې دا نه دی چې پر حکومت باندي نیوکه وکړي، بلکي د ټولنیزي اصلاح، اقتصادي ځواکمنتیا، ملي او تولنیز مشارکت سربیره د ټولنې د ناخوالو پر وړاندي د قانون، قلم او منطق په ژبه مبارزه کول دي چې د خلکو ژوند ورسره ښه لور ته لاړ شي.

عامو خلکو د مهربانۍ د دېوال جوړېدو تود هرکلی وکړ. د هیواد معتبرو رسنیو پرې راپورنه جوړ کړل. د هېواد له بهره هم ددې کار د هرکلي او ستاینې په موخه ډېرو خلکو برېښنالیکونه راولېږل. هلمند کې ځینو ځان خوښو، خیر ضد او نا پوه کسانو د مهربانۍ له دېواله د خیر او ښېګڼې پر ځای رشخند جوړ کړ. په دې کسانو کې د ځینو دولتي ادارو مشران، مدني فعالان او یو شمیر ځوانان وو. دوی پوهېدل چې دا کار د ټولنې په ښېګڼه دی، خو دا چې دا کار دوی نه و کړی، ددې زغم یې نه لاره چې د خیر کار دي هم په ټولنه کې وشي. هغوی چې د مهربانۍ دېوال په تخریب څومره انرژي ولګول، که یې دا انرژي د خیر په کارونو لګولې وای، اوس به د لښکرګاه ترڅنګ په ولسوالیو کې هم په لسګونو نور د مهربانۍ دېوالونه پرانیستل شوي وای، خیر او ښېګڼه به یې غیریبو خلکو ته رسېدلای.

ما هغه مهال هم ددې خلکو و بې ځایه نیوکو ته په ځواب ویلو خپله انرژي و نه لګول، خپل ځان مې لوی څښتن (ج) او د هیواد بې وزلو خلکو ته ژمن و باله. د ښو پر وړاندي بد کول، د کار پر ځای ډېرې خبرې کول، د شخصیتونو سپکاوی، زموږ په ټولنه کې د اوږدو جګړو له بنسټيزو ستونزو څخه شمېرل کېږي چې لا به لسیزې نور هم ورسره لاس او ګریوان یو.

میاشت وړاندي مې یوه ملګري راته د نهرسراج ولسوالۍ یو قومي مشر معرفی کړی و. لښکرګاه کې یې کومه اداره کې کار بند و، له ما یې مرسته غوښته، له حاجي صیب سره پر تلیفون وږغېدم، خبرې یې ډېرې اوږدې کړې، تر دې چې د هلمند له ستونزو ووت، د افغانستان د ستونزو یې راته ډېرې وکړې. حاجي کلیوالي اساطیرو باندي هم راسره وږغېدی. زما او د حاجي صیب خبرې خلاصې شوې، یو بل کس سره پر لیکه شوم، هغه هم ورته د زړه درد لاره او ښه ډېر و ږغېدی.

دریمه نړۍ، په ځانګړې توګه افغانستان کې د وخت ارزښت نه دی درک شوی. موږ خپل ډېر وخت په بې معنی خبرو او کارونو تېروو. که کومي غونډي ته بلل شوي یو، ناوخته ورځو، که رانه د ناوخته ورتګ له کبله ګیله کېږي، بیا ورڅخه په دروغو ځان خلاصوو. که په غونډه کې د خبرو نوبت راکړای شو، په هر کمال او علم پوه یو، ډېرې خبرې کوو، سیاست خلاصوو، امنیت ته ځو، پر لوږه هم ږغېږو، له بهرنیانو هم ښه ډېرې ګیلې کوو، پر پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو نیوکې خو عادي خبرې دي. اقتصاد باندي پوه یو، نړیوال تاریخ باندي ږغېږو، تلوېزیون ته پر کومي ځانګړې موضوع د ږغېدو لپاره چې باید پرې پوه یو نه ورځو، هره موضوع راته په زړه پورې ده او باید خبرې پرې وکړو.

دا او دې ته ورته ستونزوې زموږ په ټولنه کې موجودي دي. په استدلال یې غندنه عقلاني مبارزه ده. د ټولنې نادودې، ناسمې او ناخوالي باید وسپړل شي، وغندل شي او د اصلاح په موخه یې طرحې وړاندي او پرې عملي کار وشي. ځوانان زموږ د هیواد شپېته سلنه نفوس جوړوي. دا اسکېرلی ولس د ځوانانو په تمه شپې او ورځې تیروي. له بده مرغه چې ځوانان مو هم خبرې ډېرې، عمل لږ دی. خپل وخت او انرژي په بې ځایه کارونو تیروي. ددې پر ځای چې د ټولنې ستونزې درک او د حل په موخه یې کار وکړي، هر څه ته د شک په سترګه ګوري. که دا حالت نور هم دوام وکړي، ښایې د ولس پر ځوانانو هم باور کم شي.

زه د ۲۰۱۶ز په مارچ کې کابل سټار کې د ځوانانو رهبرانو د روزنې یو پرورګرام ګې ګډونوال وم. یوې بهرنۍ رانه په هلمند کې د پوهنې په اړه پوښتنه وکړه، تر دې مخکي چې خپله پوښتنه بشپړه کړي، راته ویې ویل: ((افغانان ډېرې خبرې کوي، لږ عمل پرې کوي. هدف یې له دې خبرې دا و چې زه یې باید د هلمند د پوهنې په اړه په لنډو کې سر ور خلاص کړم. د هغې خبره پر ځای ده، موږ ډېرې خبرې کوو، خو عمل پرې نه کوو.

که زموږ د هیواد له هر فرد سره خبرې وکړو، هر یو یې خورا ډېرې خبرې کوي، د ستونزو په اړه پوهېږي، ښایې حل لارې هم ورته وړاندي کړای شي، خو د کور ترڅنګ به یې د یوې وړې ستونزې د حل په موخه عمل نه کوي. په سیاسي حوزه کې هم ورته ستونزه شته، مشران او سیاستوال مو ډېرې خبرې کوي، لویې ژمني کوي، خو په عمل کې هیڅ هم نه تر سره کوي.

دا چې ډېرې خبرې کوو، خو عمل کې څه نه کوو، اړیتا ده چې دا اساسي ستونزع مو درک کړو او د اصلاح په موخه پرې کار وکړو. په ټولنه کې ټولو هغو انسانانو باور له لاسه ورکړی چې ډېرې خبرې کوي، خو لږ کار کوي. بریالي انسانان او په ټولنه کې د باور وړ کسان هغه دي چې لږ خبرې، خو ډېر کار کوي. هغه چې ډېرې خبرې کوي، هغوی ماغزه په خبرو خوري، هغه چې ډېر کار کوي، ماغزه په حل لارو او عملي کار لګوي.

په ننني عصر کې زموږ ټولنه تر بلې هغې زورېدلې او کړېدلې ده. دا ټولنه رښتینو او په کار پوه انسانانو ته اړتیا لري، هغو انسانانو ته چې د وخت په ارزښت پوه وي. هغه چې د خپل ژوند هرې شېبې ته حساب کوي او بې ځایه یې نه تیروي. که مو د وخت ارزښت وپېژندی، لږ خبرې مو وکړې، ډېر کار مو وکړ، پوه شئ چې موږ د خپلې ټولنې ناخوالي لیرې کولای شو، تعلیم او پرمختګ کولای شو. له سیال سره ځان سیال کولای شو.

موږ د تاریخ په اوږدو کې تل خپلې ناخوالي خپلو راتلونکو نسلونو ته په مراث پرې ایښي دي. هغوی بیا په خپل وار په خپلو کې هغه ناخوالي سترې کړي او تر هغوی وروسته نسلونو ته یې پرې ایښي. که نن ورځ، موږ د ناخوالو پر وړاندي پاکه او رښتنیې مبارزه وکړو، سبا ورځ به زموږ د نن ناخوالي زموږ د بچو پر د اوږو بار نه وي. تاریخ ښودلې ده، زموږ هغو مشرانو چې له خبرو یې کار ډېر کړی، په تاریخ کې بریالي یاد شوي.

راځئ! اول یې له ځان پيل کړو، چې خبرې به لږ کوو، منطقي، د قانون او قلم په ژبه به یې کوو، خو کار به ډېر کوو. خپل کارونه به لیست کوو، هغوی کې به لومړیتوب لټوو او بیا به یې په تدبیر او مهارت ترسره کوو.

 مطالعه زموږ د کار لپاره ذهني خواړه جوړوي. که له مطالعې لیرې شوو، بیا به د ډېرو خبرو او لږ عمل به نارغۍ اخته شو. مطالعه کې د نبوي سیرت تر څنګ د روانپوهانو د اغېزمنو اثارو مطالعه ستاسو بریا ته لنډه لار پیدا کوي. زموږ هیواد ډېرو خبرو ته نه، بلکي ډېر کار ته اړتیا لري. هغسي کار ته لکه جاپانیانو او چینایانو چې پرې خپل ښارونه او هیوادونه رغولي او ښکلي کړي دي. د ډېرو خبرو پر ځای د ډېر کار کولو فارمول تر بل هر چا په ځوانانو کې باید ترویج شي. ډېر کار کول له موږ اتلان جوړوي، له موږ د تاریخ پاکې څېرې جوړي، زموږ اولادونو ته پر ښېګڼو سربیره زموږ له ویاړه ډک تاریخ پرېږدي.

One thought on “ځوانانو کې د لږ خبرو، ډېر کار ځواکمنه نسخه / آغامحمد قریشي”

ځواب ورکول دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *