ښوونکي له زده کوونکي وپوښتل: زه ژاړم، ته ژاړې او هغه ژاړي، ووایه چې دا کومه زمانه ده ؟
زده کوونکي ځواب ورکړ: دا د اشرف غني او عبدالله د واکمنۍ زمانه ده

پخوا به مو هیوادوال په ځانګړي توګه ځوانان له دوه زره اوڅوارلسم کال څخه د ډار له وجې له هیواده تیښتې ته اړ کیدل خو اوس چې دوه زره او پنځلسم کال دی ځوانانو مو ولې له هیواده پښې سپکوي؟

ولې مو تنکي ځوانان په دریابونو کې د ماهیانو او ځنګلونو کې د ځناورو خوراک شول؟ دلیل یې څه دی؟ ایا حکومت او مشران مو دغه ځوانانو ته د کاري ځواک په سترګه نه ګوري او که دوی ته د کار برابرولو توان نلري؟ څه لاملونه لري او د حل لارې یې څه دي؟

په هره ټولنه کې ځوان نسل یوه لویه قوه ده چې هر ډول ګټه ترې اخیستل کیږي، حتی داسي وسله ده چې هم د هیواد د پرمختګ او هم د بربادۍ د سترې آلې په توګه کارول کیږي. په هغه هیوادونو کې چې دغه ستر بشري ځواک ته په درنه سترګه وکتل شي او د کار مناسبه زمینه ورته برابره شي نو بیا د پرمختګ کاروان یې د سیالو هیوادونو په سر کې ځای نيسي خو په هغه هیوادونو کې چې دغه ځواک شاته وغورځول شي او سترګې پرې ړندې شي نو بیا یې زوال شروع شي. دلته زمونږ په هیواد کې بشري ځواک ته نه پاملرنه او یا ورڅخه په سمه توګه ګټه نه اخیستنه؛ له هیواده د ځوانانو د تيښتې ستر لامل دی.

د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې پر امنیت او د هیواد پر راتلونکې بې باورۍ، ولس ته د ګډ حکومت د مشرانو بې تفاوتۍ، د ټاکنیزو غوړو ژمنو په عملي کولو کې د غني او عبدالله پاتې راتللو، سیاسي بې ثباتۍ، په هره وړه او لویه خبره د غني او عبدالله کړکيچ، اروپا ته د رسیدلو یو شمېرافغانانو لافي شاپې او د انساني قاچاقچیانو هڅونې ددې سبب شوې چې تربل هر وخت ډیر افغانان په ځانګړې توګه ځوانان او وړې کورنۍ د ژوند او مرګ ترمنځ خطرناکې لارې خپلې کړي او هره ورځ سلګونه افغانان د یو ناڅرګند برخلیک په لور له خپل هیواده ووځي.

ولسمشر غني او اجرایوي مشر عبدالله عبدالله چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې خلکو ته د ژوند ښه کولو،امنیت راوستلو، د ولس په دسترخوان کې د تغیر راوستلو، فساد له منځه وړلو او یو میلون ځوانانو ته د کار زمینې د برابرولو ژمنې ورکولې اوس په خپلو کې سره نه جوړیږي او د ابدي اختلاف نظر له امله یې هرڅه له یاده وتلي او ولس یې هیر کړی دی. د نوي حکومت په تیره یو کلنه دوره کې نه یوازې دا چې یو میلون کسانو ته د کار زمینه برابره نه شوه بلکه یو نیم میلون په کار وخت ځوانان مو بیکاره او د خلکو له دسترخوانه هغه نیمه وچه ډوډۍ هم ورکه شوه. همدا لامل دی چې افغانان د یوه احتمالي ژوند ښه کیدو په هیله له هیواد څخه تښتي ، د کډوالۍ ټولې ناخوالې پر ځان مني او ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالی راځي.

د مرکزي احصایې د ریاست د ارقامو او د هغو معلوماتو له مخې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې وړاندې کوي؛ د هیواد د ټول نفوس ۲۵ سلنه د کار په شرایطو برابر کسان مو بیکار او کم کاره دي چې ۱۷ سلنه یې کم کار او ۸ سلنه یې مطلق بیکاره دي. ددې تر څنګ ۹ میلونه هیوادوال مو چې د ټول نفوس ۳۶ سلنه جوړوي؛ د فقر ژوند لري او ۶ میلونه نور مو فقیرۍ ته نږدې ژوند لري چې په ټوله کې د هیواد ۱۵ میلونه نفوس مو فقیر خلک دي.

په ټوله کې ویلی شو چې د هیواد د وروستۍ سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې ثباتۍ ستر لامل؛ له ولس سره په ژمنو کې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو پاتې راتلل دي. که چیري افغان حکومت د هیواد د بشري ځواک (ځوانانو) او بهر ته تلونکو هیوادوالو اړوند همداسې ګنډلې خوله او کاڼه غوږونه پاتې شي، نو لیرې نه ده چي د دوی يو لوی شمېر به د افغان حکومت له وسلوالو مخالفينو سره يو ځای کېږي او د دولت په ضد به په جګړه کي برخه اخلي

حل لارې

  • د هیواد له جیواکنامیک او جیوپولیټیک موقعیت او د ګاونډیو هیوادونو له اړتیاوو څخه چې افغانستان ته یې لري؛ په سمه توګه ګټه اخیستنه
  • د نورو هیوادونو سره د ښې راکړه ورکړې درلودو لپاره د هیواد د اقتصادي لارو او بندرونو لکه د وریښمو او لاجوردو لارو بیا فعالول
  • د یو جیواکنامیک او جیوپولیټیک موقعیت لرلو ته په کتو په منځنۍ اسیا او په ټوله نړۍ کې د ستر اقتصادي هیواد په توګه د خپل موقعیت ثابتول
  • د هیواد طبیعي منابعو او کانونو په سمه توګه کیندنه او په کې هیوادوالو ته د کار زمینه برابرول
  • له هیواده نورو هیوادونو ته د سلونو مترمکعب اوبو د تګ مخنیوی او په سیندونو د اوبو بندونو، فابریکو، نهرونو او بریښناکوټونو جوړول چې په دې سره هم په زرګونو هیوادوالو ته د کار کولو زمینه برابریږي
  • په هیواد کې د شته نیمه فعالو او په ټپه دریدلو فابریکو بیارغاونه او فعالول
  • په هیواد کې کرهنیز سکتور ته وده ورکول، په هیواد دننه کرهنیزو توکو ته د پروسس او بسته بندۍ لازمې اسانتیاوې برابرول او په بهر کې افغاني کرهنیزو توکو ته بازار موندنه
4 thoughts on “ځوانان مو مسافرۍ او هیواد مشران مو سیالۍ وخوړل/ خوشحال اصفي”
  1. سلام
    جاپان او افغانستان د خپلواکي په حساب همزولي دي ما نا داچې په کال ١٩١٩ ميلادي کې ېې خپلواکي تر لاسه کړې ده . جاپان يو اسلامي هېواد نه دى بلکې د نورو مذاهبو خلک په کې اوسيږي. حال داچې له نېکه مرغه افغانستان يو اسلامي هېواد دى او په اسلام کې عدالت ، انصاف، خواخوږي، او انساني کرامت د نورو مذاهبو په پرتله ډير اوچت معيار لري. دغه پاکه عقيده په پېړيو زموږ له فرهنګ ،ټولنې خلکو او سيمې سره ډير نژدې او نه بيليدونکي ريښې لري اوس پوښتنه داده چې ولې موږ ونه کړاى شو په يوې داسې عقيدې او مفکورې کې خپل ولس ته سوکالي او بلون راوړو ستونزه څه ده؟ ستا خبره سيالي ده، خودخواهي او سفاکي ده، چل او پلمه ده، شخصي ګټې او خپل شهرت ده، دزر او زور خبره ده. دارک او من رواېې ده . کوم کار مو پر اساس ديوه تاريخي مسوليت او رسالت چې د ځانګړې جهان بيني نه نمايندګي وکړي سرته رسولى موږ خو په لوى لاس دغه هېواد د تباهيو په مرکز بدل کړ ليوني ته چا وويل څه دربناندې شوى هغه وويل چې ما غزه مې وتلي.په څلورو لسيزو کې زموږ سيالي پاى ته نه رسيږي دادي يو بل نل را لوى شو خو موږ بياهم خپل احساسات دومره اوچت ساتلي چې مچ پر پوزه نه پريږدو
    تا ډير و ښو ټکو ته ګوته نېولې که موږ سم کار وکړو بل چاته هېڅ ضرورت نه شته او هرڅه په ښکيږ:
    کر د ګلو کړه چې سيمه د ګلزار شي
    اغزي مه کره چې پښو کې به دې خار شي

  2. ښاغلی ع . شریف زاد ورور ته سلامونه وړاندی کوم .
    ستاسو نظر ډیر ښکلی دی خوله یوی خبری سره مو موافقت نه لرم چی افغانستان او جاپان دواړو په یو وخت کی آزادی ترلاسه کړیده. د افغانستان خپلواکی د 1919 کال د آګست په 18 نیټه د لویی بریتانیی له خوا په رسمیت وپیژندل شوه چی دادی سږکال مو 94 کالیزه ونمانځله.
    اما د جاپان هیواد څه وخت او د چا له خوا مستعمره شو؟
    دجااپان خلک هرکال د فبروری 11 ورځ د خپل هیواد د ملی ورځی په نوم لمانځی . جاپان د خپل تاریخ په اوږدو کی تر نن پوری مستقل پاته شویدی او د کوم بل هیواد مستعمره نه وه نو ځکه د آزادی ورځی په نوم کومه ورځ نه لری. د جاپان خلک عقیده لری چی 600 کاله له میلاد نه مخکی امپراطور جیمو پدی ورځ د خپل امپراتوری تاج په سر ایښی وو.
    له 1892 کال راپدیخوا تر 1919 پوری چی افغانستان د لویی بریتانیی د امپراطوری نیمه مستعمره و او خارجی سیاست یی د هغوی له خوا محدود شوی و مګر په کورنیوچارو کی مطلقه آزادی درلوده چی دا وخت د امیر عبدالرحمن خان ، امیر حبیب الله خان له واکمنی سره برابره ده .

    اما جاپان له (۱۸۶۸ـ۱۹۱۲)، د خپل مقتدر امپراتور له خوا چی « میجی » نومیده په یوه مدرن او صنعتی هیواد بدل شو . جاپان پدی وخت کی د خپلی سیمی یوه لویه امپرتوری درلوده ، جاپانیانو په 1905 میلادی کال کی د روسی لویی امپراتووری ته په لری ختیز کی ماته ورکړه او د لومړی نړیوال جنګ له مهمو ګډون کوونکو نه شمیرل کیږی. جاپانیانو تقریبا ټول چین ، تایوان ، منګولیا او د جنوب ختیزی آسیا هیوادونه اشغال کړی وو . په لومړۍ نړیواله جګړه کی جاپان په آرام سمندر کی د آلمان مستعمری ونیولی او د آلمان پر ضد په جنګ کی داخل شو ، جاپان په 1931 کال کی منچوریا ، په 1939 کال کی هندوچین اشغال کړ. اما د د دوهم نړیوال جنګ په جریان کی یعنی په 1941 کال کی د آلمان او ایتالیا سره متحد شو خو د جنګ په پای کی د امریکا له خوا د دو اتمی بمونو د استعمال او دوه میلیونو خلکو د تلفاتو په نتیجه کی د جاپان نظامی رژیم ماته وخوړه او له 1945 تر 1952 پوری د متفقینو له خوا پدی شرط تسلیم شو چی امپراتور « هیرو هیتو » به په خپل ځای پاته وی .
    پدی وخت کی د جاپان رژیم له نظامی حالت نه ملکی او سیاسی خواته توجه وکړه ، د جګړی پرځای یی تعلیم او زده کړی ته مخه کړه او اوس د نړۍ له پرمختللیوهیوادونو په قطار کی حسابیږی.

  3. Salamoonah;
    Wronno Khoshhal khan aw A`yn Sharifzad sab; xabiry aw likany mo reshtya diy kho tsok yi awry aw ka na?. bal da che asli a`elat d bad-amniy ; d zorwako , jangsalarano, gilam jamano, la DDR` patto krril shavo selahkottwalo , daxily aw xareji watan-ploronko jasoociey kirryo la lasa Ghani sahb tsok hatta tafakur ta ham na-pregdy; nejdy da che AFGHAN milli hovyet ham trena waxistel ci!..

  4. وایی په کوم هیواد کی چی ټوپک سالاران حاکم وی د هغی ملت همدا حال وی ځکه څوک دلته قانون نه منی مشرانو ته احترام نه کوی ټول د نورو هیوادونو لپاره کارکوی څوک مو په پيژند پاڼو کی هویت نه منی هغه څوک چی مو په مرمی وژنی د هغوی نه دوی خطرناک دی .
    ستاسو شاګرد

ځواب ورکول h.s.z. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *