لومړی څپرکی
۱-۲. د لارې کیسه
څنګه چې ابراهیم د کوټې په بر سر کې پر جګې توشکې کېناست، د زرمينې وړوکي ورور بدني او چيلمچي په لاس کې راغی او لاسونو ته يې اوبه واچولې. دسترخوان وېړ شو د زرمينې خور او وريندارې په څو شېبو کې د وريجو غورۍ او د غوښې او کچالانو د زيمنې تالي پر دسترخوان کېښودل. ترکارۍ او د مستو کاسې هم راورسېدې. ابراهيم، چې نور کله به په خوراک کې ښه تکړه و، ژر شا ته شو.
خبیر وویل: نیسه کنه، تا خو هېڅ شی ونه خوړ.
مور یې له هغې خوا ورغږ کړل: غوښې خو همداسې پاتې شوې، تا خو بیخي لاس ام ورنه ووړ.
ابراهیم په موسکا سره وویل: خوا ته مې نه کېږي. چې رښتیا شي ستړی یم.
د زرمينې پېغلې خور ته يې وکتل: ګلشن خوره کې! ما ته به داسې یو ښه تريخ چاى راجوړ کې. کېنه، ډوډۍ دې وخوره، وروسته به یې راوړې.
ګلشن په چټکو ګامونو د وره خوا ته روانه وه، ویې ویل: خیر دی لالا، چای تیار په ترموز کې لرو.
خبیر ورته د مستو کاسه ورنژدې کړه: ته خو ونیسه دا مستې وڅکه. د کور مستې دي، پوډري نه دي.
ابراهیم کاسه ورپورته کړه. درې – څلور کاشوغې یې ځنې وخوړې. کاسه یې بېرته پر دسترخوان کېښوده.
ګلشن یې مخې ته په چیني پیاله کې چای کېښود. په مړوند کې یې بنګړي وشرنګېدل. له غټې کریستالي شریني دانۍ نه یې یو چاکلېټ راواخیست. زېړ پوستکی یې چې د غوا عکس ورباندې و، ایسته کړ. چاکلېټ یې په ورغوي کې د اوښي مخې ته ونیو. ابراهیم چاکلېټ واخیست، ویې ویل: «ښاده شې خورکۍ، ژوندې دې وې»
زرمینې ورغږ کړل: سړیه! مبارکي نه ورکوې؟
ابراهیم ورته وکتل: د څه شي؟
– نه یې وینې؟ بنګړي یې اخیستي دي.
د ګلشن په لاس کې شپږ دانې د سرو زرو بنګړي د کټور کمیس تر لستوني لاندې د ګیس رڼا ته ځلېدل.
ابراهیم وویل: اوهو، مبارک، مبارک.
د ګلشن خوله له خندا نه راټولېده، ویې ویل: لالا مې له لنډنه رالېږلي دي.
دستر خوان چې ټول شو، د زرمينې مشر ورور پوښتنه وکړه: خير خو به و؟ څنگه ناوخته شوې؟
ابراهيم چې پښې يې غځولې وې، سم کېناست. د واسکټ له جيبه يې د «مونډ» سگرټو دبى راوايست. يو سگرټ يې ترې راوکيښ ويې لگاوه. غاړه يې تازه کړه. شنې سترگې يې تنگې کړې. بې له دې چې خبير ته وروگوري، ويې ويل: وروره گله! کيسه ډېره اوږده ده. چلسيتون ته تللى وم. ها زموږ د بام لاره خو دې ليدلې وه کنه؟ هلته راکټ لگېدلى و.
خبير وويل: ورانی خو به يې ډېر نه وي کړی؟
ابراهيم په دې منځ کې له خپل سگرټه لوخړې پورته کړې، ويې ويل: نه خداى ورباندې فضل کړى. بس يو څو لاړي يې مات کړي وو. کوټو ته يې تاوان نه و رسولى. هغه څه کوې چې کوم ظالم غل مو پر لوښو ورپېښ شوى، ټول مسي دېگونه يې وړي دي.
زرمينې غږ وکړ: وي خدايه! هغه زما چيني لوښي، هغه په جهیز کې …
ابراهيم يې په خبرو کې ولوېد: غم يې مه کوه، هغه يې نه وو موندلي، رامې وړل.
د چپ لاس په گوتو يې نرۍ ږيره وموښله او خپلې خبرې يې وغځولې: چيني او ناشکن لوښي مې کارټن کې واچول. لس لس نيمې بجې به وې چې له کوره راووتم.
زرمینې یې بیا په خبرو کې ولوېده: نو تر اوسه پورې چېرته وې؟
ابراهیم ورته بد بد وکتل، خو بېرته یې کیسه شروع کړه: د چلسیتون په سړک باندې هاوانونه لگېدل نو د ويسل اباد(واصل اباد) په کوڅو راگډ شوم. زه خو دا دومره وخت کې ها خواته نه وم تللى. ټول کورونه ړنگ شوي دي. د چا دروازه نشته، د چا دېوال نړېدلى. خو مطلب روغ کور به په کې پيدا نه کې. په کوڅو کې نو بني ادم څه چې لا په نوم ژوندی ساری نه ښکاري. چوپه چوپتيا ده. یو نیم ځای کې ټوپکیان وینې چې د خلکو کړکۍ یا دروازې یې په اوږو کړې دي. خير، دغسې روان يم د جنگلک د فابريکې شا ته رسېدلى وم چې چا راباندې غږ وکو «ودرېژه». کتل مې چې له فابريکې څخه دوه ټوپکوال رامنډې وهي. تريس داره اوږده کندهاري ختونه يې په تن، پايڅې يې بډ وهلې، سيلور بوټونه يې پس قات په پښو کړي، کلاشينکوفونه يې ځوړند نيولي، راورسېدل.
دې وخت کې زرمينې وارخطا غوندې وويل: پيسې خو به يې درنه نه وي اخيستې؟
ابراهيم ورته تندى تريو کړ: بابا خبرو ته خو مې پرېږده.
بېرته یې مخ خبیر ته واړاوه: نو وروره گله، لستوڼي يې بډ وهلي دي. دا اوږدې خیرنې څڼې څه وايي، دا د بلا غوندې سرې سترګې یې څه وايي، دا په لاسونو او مړوندونو باندې په شنه رنگ د مار و لړم عکسونه. سم دم ځناور وو.
راته ويې ويل چې درځه. چې هر څه مې ورته زارۍ وکړې، پرې يې نه ښودم. د دوى يو کس مخکې شو، زه ورپسې او دا بل يې په ما پسې روان شو. بار مې دروند دى او لاره داسې خرابه چې دخښتو، د ښيښو ټوټې دي، د کانکرېټو ټوټې دي چې هرې خوا ته پرتې دي او داسې ډز و ډوز روان دى چې څه درته ووايم.
بس وروره گله، يوه خالي انگر ته يې بوتلم. هلته هم هرڅه گډوډ وو. د دروازو او د کړکيو خو بيخي درک نه و. ماشينونه يې په بېخ کې غوڅ کړي وو. دېرش _ څلوېښت نور بايسيکلونه هم ولاړ وو. چا باندې د اوړو بوجۍ، چا باندې د غوړو ټيمونه، يوه نيم باندې بيا د کور سامان بار وو.
نو وروره گله، بايسيکل مې په سټند باندې ودراوه. ټوپکيانو بل انگر ته بوتلم. هلته نو داسې کړنگ و کړونگ روان دي چې ته وا د علي رضا خان کوڅه ده او د ښار ټول ټټاران همدلته راغونډ شوي. ورننوتم چې گورم دېرش _ څلوېښت کسان لگيا دي. څوک د ماشينونو نټونه خلاصوي، څوک د اوسپنو غټې ټوټې لاريو ته خېژوي، د چا په لاس کې مارتول د چا په لاس کې اره چې هره پرزه په رېنج و په پلاس نه خلاصيږي نو يا يې ماتوي يا يې اره کوي.
ټوپکي راته وويل: ماشين خلاصوى سې که يه؟
ما وې ورک کوه يې ځان ترې خلاصوه، ومې ويل: نه بابا، ولله که مې په ټول ژوند کې رېنج په لاس کې اخیستى وي. دا نو خبره نه وه بلا وه. خير وروره گله، زه يې هم د موټرو بارولو ته ودرولم. داسې درندې پرزې يې راباندې پورته کړې چې کولمې يې راوشکولې. مازديگره پورې مو دوې لارۍ ډکې کړې. اوس نو موټروان چې قدرالله کوي، موټر نه چالانېږي. پاټکيان پخپله د خیر په غونډۍ کرار ناست دي، خپله سگرټي څکوي او په موږ باندې موټرې ټيله کوي. ډک زیل موټر وګوره او د سړي زور. نسونه مو هم وږي دي. بس په يو شواخون مو لارۍ چالانې کړې. دپاټک کومندان يوه ټوپکوال ته په سترگو کې څه اشاره مشاره وکړه. هغه د باغ بابر خواته يو فشنگ والوځاوه. کراره کراري شوه. ډزې بندې شوې. لارۍ بې غمه سړک ته ووتې. په پاخه سړک يې چاراسيا خواته کش ورکړ. موږ هم بايسيکلونه راواخيستل. سړک ته راووتلو.
خبیر وویل: چای دېم څښه چې یخ نه شي.
ابراهيم پیاله پورته کړه، یو غړپ یې ترې وکړ، د زرمينې خواته یې مخ واړاوه، پوښتنه یې وکړه: ريښتيا هغه د صوفي کريم زوى، هغه د قاري له دوکان سره يې چې کور و، هغه څه نومېږي؟
_ کوم يو يې یادوې، د هغه خو درې زامن دي.
_ هغه منځوى، د بابه نظر لور چې ورته ناسته ده.
_ ښه، رحيم يادوې؟
هو هماغه. هغه خوارکى هم راسره و. بس وروره گله، همداسې سره روان يو چې څنگه د اوسپنو لارۍ له سترگو پنا شوې، دا زوی مړي بيا سره ونښتل. د باغ بابر د دېوالو شا ته شوراې نظاروالا په مورچو کې ناست وو. کلاشینکوفونه یې له پکول خولیو او برگو دسمالونو سره ښکارېدل خو نور پټ وو. حزب اسلامي والا له فابريکې او دا نور له باغ بابره داسې سره ولي چې قیامت یې جوړ دی. خير يو رقم ته مو ځانونه د باغ بابر د دېوال څنډې ته ورسول چې څنگه موږ ورورسېدو، بيا سره غلي شول. يو دوه تنه برگ پتلانه والا له باغه راووتل. کميسونه يې په پتلونو باندې خوشې کړي، داسې په کبر راروان دي چې ته وا ډيلى يې فتح کړى. نو وروره گله، له چا د اوړو محصول اخلي، له چا د غوړیو او د بورې. ما وې ځه نو تا سره خو سودا نشته خو زه يې هم ودرولم. کارټن يې راباندې خلاص کو. اوس رانه د دې زړو لوښو بل غواړي. يو څو شېبې مې ورته سوالونه وکړل چې پرې مې ږدي خو داسې څپېړې يې راکړې چې ما وې هر څه به ورته پرېږدم خو چې خوشې مې کي. هماغه و چې جيبونه يې راته تش کړل. چې د ټولو شوکول خلاص شو، راته ويې ويل چې: «او مردم از اېجه اموتو گوله وارې مېگرېزين که اگه هزارگيا از خانې الم و فرنگ ديد تان باز ديگه خون تان ده گردن خود تان.»
ما وې، وروره موږ خو به پېژني چې عام خلک يو؛ نو ولې به مو ولي؟ ټوپکي په زوره وخندل، ملګري ته یې وکتل، ویې ويل: «اي لوده ره سیل کو» بیا یې ما ته مخ راواړاوه: «راستي که اوغان غول استي. برو پشت گپ نه گرد، جان بيادر! سر مردم شرت مېزنين که اې نفره ده تالاقش بزنم يا ده پايش. بې ناموسه ايتو نشان مېزنه که حيران بپايي»
موږ چې تر اوسه د ملا او د څټ د درد له لاسه د خوځېدلو نه وو، داسې چابک روان شوو چې ته وا د بايسيکلو مسابقه ده. د گذرگاه پله ته لا نه وو رسيدلي چې د مرميو باران راباندې جوړ شو. چيو چيو چیو، مرمۍ دي چې تېرېږي. کمبخت غورځېږي او بختور تېرېږي. تیار پل صراط و. د گذرگاه فارم ته چې ورسېدو، له مرميو بچ شوو. اوس چې شاوخواته گورم له دېرش _ پنځه دېرشو کسانو به اېله پنځلس کسه پاتې وو.
نو وروره گله، چې گورم د صوفي زوى ورک دى. اوس نو هک حیران يم چې څه وکم. که همداسې ترې نه راشم خو ناځواني ده، بله ورځ به راته وايي چې د نيمې لارې ملگرى وې او که پسې ورشم نوڅوک د دې مرميو مخه ويني. يو څو شېبې همغلته ودرېدم. زړه مې نو داسې درزېږي چې درزا يې پخپله اورم. ساه مې بنده بنده کېږي. خو اخر مې بايسيکل بل سړي ته وسپاره. د فارم دېواله ته جوخت روان شوم. ځان مې سيند ته واچاوه. ښه و چې اوبه په کې لږې وې، د يوې ويالې اوبه به وې، هغم د سيند په منځ کې. څنډې يې وچې وې. دغسې د سيند په څنډه کې تر پله پورې لاړم. کرار کرار مې د سيند د دېواله د ډبرو په چاودو کې گوتې او پښې ښخې کړې او پورته شوم. د سړک سر ته چې ورسېدم، پروت مې وکو. لږ مې سر راپورته کو. چې گورم ډېر کسان په وينو کې لت پت پراته دي. څوک د خپلو بايسيکلو څنگ ته پراته دي او د ځينو خو بايسيکلونه هم نه ښکاري. د باغ خوا ته گورم چې دوه وسلوال دوه دوه بايسيکلونه په غبرگو لاسو کې نيولي او باغ ته ننوځي.
وروره گله، د صوفي زوى مې له سپين واسکټه وپېژاند. ځان مې کرار کرار په پروت ورورساوه. خوله يې خلاصه وه خو سترگې يې پټې وې. ما وې مړ به وي خو چې لږ مې ورته صبر وکو نو ومې ليدل چې په ځنډ سره يې له ستوني خرهار راوځي. ټټر يې دوه ځايه سورى و. له خرهارو سره يې له ټپونو خوټ خوټ وينې راوتلې. اوس حیران يم چې څه وکم؟ که ودرېږم او دی په شا کم؛ خو ټوپکيان به مې وويني، دا ځل به ما وولي. نو همداسې په پراته مې کرار کرار راوڅکاوه. ياره بني ادم څومره دروند شى دى. گز يونيم گز به مې راڅکولى و چې خرهار يې بند شو. چې هر څه مې ورته صبر وکو، نور یې ساه ونه ايسته، سړى ختم شو.
دې خبرې سره د ابراهيم مخ تک سور اوښتى و. شونډې يې رپېدلې. غږ يې لړزېده. لاړې یې تېرې کړې. د سترگو په کونجونو کې يې دوه څاڅکي اوښکې په څڅېدو وې. د چايو پیاله يې پورته کړه او په دې پلمه يې په گوتو سره اوښکې پاکې کړې. د سترگو لاندې يې خپلو بچيو ته وکتل. هغوې د ماما له زامنو سره سات تېري کوله.
څو شېبې ټول غلي وو. د هر چا د ساه کښلو اواز او د چايو د سړپولو غږ تر بله رسېده. ماشومان هم دې چوپتيا ته حيران شوي وو، خپله سات تيري يې بنده کړې وه.
د زرمينې مور وويل: زويه ستړى به يې، که څملې نو بله کوټه اوزگاره ده.
ابراهيم زگيروي ته په ورته غرېو نيولي اواز وويل: هو ولله ستړى خو يم.
هغه روان شو. زرمينه هم ورپسې جګه شوه. ابراهیم په نیلي دېوال باندې راځړېدلي د امیتابچن لوی پوسټ کارد ته کتل. زرمینې دوې نيالۍ سره څنگ په څنگ واچولې. ابراهيم پوښتنه وکړه: اوړکي دلته نه څملي؟
زرمينې ځواب ورکړ: نه، هغوې به خپلې انا سره څملي.
ور وټکېده. زرمينه ورغله، د گلشن له لاسه يې پتنوس او د چايو ترموز راواخيستل. پر ځمکه يې کېښودل او د دروازې قلف يې بند کړ. دواړه گېلاسونه يې ډک کړل. يو چاکلېټ يې سپين کړ او ابراهيم ته يې ونيو. چايونه يې بې له خبرو اترو سره وڅښل.
ابراهيم په بستر ننوت. مخ يې دېوال ته کړ او شا يې زرمينې ته. زرمينې له اوږې راکښ کړ، ویې ويل: څه کوې؟ خپل کور کې خو ستا د مور و خور له لاسه نه جومه لرو نه پنشمبه، اوسم رانه مخ اړوې.
ابراهيم وويل: هغوې نو څه ملامتې دي. د مهاجرۍ ژوند دى. همدا يوه کوټه لرو. هغوې نو چېرته وشړم.
زرمينې د سړي د کمیس تڼۍ خلاصه کړه، ګرېوان ته یې لاس ورننه ایست، په ګوتو یې د سینې ځیږه ويښته ونازول. وموسېده په ټیټ لړزانده غږ یې وويل: هغوې مه شړه خو اوس.
_ څه کړې، د بل کور دى. چېرته به ولامبو؟
زرمينې سر پورته کړ، شونډې یې د سړي پر شونډو کېښودې. شېبه وروسته یې سر اوچت کړ. ویښتو ته یې څنډ ورکړ. په سترگو یې د کوټې په کونج کې ځړېدلې پردې ته اشاره وکړه، ويې ويل: غم يې مه کوه. هغه دى تشناب، لاره یې کوټې ته ده. د گازو ډبه، اوبه، هرڅه پکې تیار ایښي دي.
زغم صاحب په ګوتو مو برکت واقعا چی په زړه پوری او دردونکی ناول مو لیکلی خو دا معلومه نه شوه چی پای ته رسیدلی او که لا جریان لری . زما په اند یو اندازه زیادت پکی شوی دی هغه دا چی بعضی جملی چی
مناسبی نه وی چی لیکل شوی وای لیکلی شوی دی د ناول خوند یی لژ شانته ضعیفه کړی دی
لکه:
ببو وویل: «ښاده شې، لورې راځه کېنه»
«وشرمېږه، سر دې سپین شو، په کور کې زړه شوې.»
«په رنگ کې خو دومره بده نه يم. سپينې خو هسې بې مالگې وي. همداسې غنم رنگه ښه يم.»
ببو د پښې په ګوتو باندې د ټغر راوتلي تارونه هوار کړل، ویې ویل: هېڅ، پښه مې بنده شوه.
او بله دا چی بعضی پښتو کلیمی چی او س مهال ور سره له بده مرغه زمونژه وړونه اشنا نه دی که واضح لیکلی شوی وایی ډیر به ښه وه لکه
تیندک
ډبکو
چوترې
او دی ته ورته نور هم که اصلاح شی او یا کم در کم یی ورته ورته معنی اضافه شی نو دناول خوند به یو په دریه شی .
نور ډیر خوندور ناول وه دا اخری برخه یی په زړه پوری وه مننه کوو د همیشه لپاره مو کامیبابی غواړم
ستاسی ورور سلیمی
ګران سلیمي صاحب
مننه چې نظر دې راسره شریک کړی
ناول ادامه لري، لا ډېرې نورې پېښې به کې ووینې.
هغه جملې چا تاسو یادې کړي دي، د کرکټر په معرفي کولو کې او د دوی د ژوند په راپېژندلو کې مرسته کوي نو اضافي نه دي.
چوتره = صفه
تیندک = هغه حالت چې د چا پښه په څه شي پورې ونښلې او نژدې وي چې نسکور شي
ډبکه = په کندهارۍ لهجه کې ټیمګي یا بشکې ته وايي
خوشحاله اوسې
محترم زغم صاحب دغه ناول به څه وخت چاپ شی ناول سم صحی په پشتو لیکل شویدی ډیره مننه زغم صاحب چی دومره تکلیف مو باسلی دی ژوندی اوسیږی
ظفر تنیوال